لنډه کيسه :: دقيامت نه پس
ليکواله :: وږمه سباعامر
بودي دکورمخې ته دهغه بېلر دپاسه ناست وچې دسمندر څپو له ځان سره خداى خبر له کومه ځايه راوړى و اوداهم بودي ته مالومه نه وه چې دابېلر دڅه لپاره استعماليده اودڅه شي بيلر و ، تېر ماښام يې لږ خواړه خوړلي وواو اوس ښه وږى و دسباناري لپاره څه په کورکې نه وو. انا يې دکنډر کورمخې ته په زينه باندې تکيه وهلې وه - دکورلويه دروازه دسمندر څپوسره په خپل مخ تللې وه ، سمندري باد به دکور دهلېز ته په اسانۍ سره ننوت اوددهلېز مخامخ دربچې نه چې شيشه يې ماته وه په تندۍ سره ووت -
بودي خپلې بوډۍ اناته پام شو، هغه په کوم سوچ کې ډوبه وه ، ناڅاپه يې له سترګونه اوښکو دمخ دګونجو په لاروکې لارې جوړې کړې - د زړې بودي ته پام شو، ژريې خپلې اوښکې په هغه دستمال باندې پاکې کړې په کوم چې يې سرتړلى و په بودي باندې يې غږ وکړ :
بودي نن ته ښوونځي ته نه ځې ؟ پرون مې دارتي مور وليده راته يې وويل چې ښونځى مو نن بيا پيليږي -
بودي سوړ اوسيلى له خولې راوويست ، انا ته يې سترګې ورواړولې اوورغبرګه يې کړه :
- ځم ولې نه ، انا ! دارتي مور څه ويل ارتي ژوندۍ ده ؟
زړې بودي ته وويل :
- هو دالله فضل دى ارتي ژوندۍ ده خو پلار اودوه ورونه يې ورک دي -
بودي دبيلر له پاسه راکوزشو انا ته نژدې ورغى اوورته يې وويل :
-انا زه اوس ځم خوډېر وږى يم کله چې راځم هيله ده چې څه دې پاخه کړي وي - بودي په څلورم ټولګي کې و هغه اوس نه کتابونه درلودل اونه کتابچې ،ښونځى وران شوى و، نه دښونځي ټولګي پاتې وو اونه يې دانګړ ديوالونه ، يوازې دښوونځي دادارې نيمه برخه پاتې وه چې په هغه باندې يې دښونځي لوحي نوم په کاغذ ليکل شوى اوپرې زړولى شوى و-
ټول ښار خوسا بوى په سر اخيستى و، دښار کورونه ټول کنډر ولاړ و، ويجاړتصوير انسان په ذهن کې ددويمې نړيوالې جګړې نه پاتې وران ويجاړ ښارونه راژوندي کول ، لارې اوکوڅې په ماتو دروازو ، کړکيو ، اودونوماتو ښاخونوباندې ډکې وې ، دکورونوسامانونه هم مات مات اوخراب شوي په سرکونو باندې ترسترګو کېدل -
بودي دښونځي په لوري روان و، دخوسا وږمې له لاسه يې خپلو سږموته لاس نيولى و- دښار منظره نوره ورته اشنا وه ، هغه په دې پوره اونى کې هرڅه ليدلي وو –
دښونځي انګړ ته ورسېده ، دهغه ښونځى اوس په يوې لويې ورزشي لوبغالي باندې بدل شوى و- دکلي نور ماشومان هم راغلي وو هغه ماشومان چې دهمدې وران ښوونځي زده کوونکي وو، ټول ماشومان دنيمې پاتې دښونځي دادارې مخې ته ولاړ وو - نن ښونځي ځانته بل رنګ نيولى و، هغه پخوانى جم اوجوش يې نه و- ماشومان خاموشه وو، يوبل ته يې وېريدلي وېريدلي کتل - بودي په دې راغونډو شويو ماشومانو کې دخپلو انډيوالانو هريو دشاهايا ، ديان اوکرسين په لټه کې شو، دبودي بل ټولګيوال سن توتو ورسره مخامخ شو، بودي ژر ورڅخه پوښتنه وکړه ،سن توتو ورته وويل :
- له شاهايان اوديان څخه خبر نه يم خو کرسين دڅپو په ورځ ماسره زمونږ دکور په مخ کې دشطرنج لوبه کوله چې څپې راغلې ، زه هم ووېريدم ، زه دونې لاندې په کرسۍ ناست وم اوکرستين ماته مخامخ ، ما ژر ځان په ونې باندې ټينګ کړ اوپورته وختم خوچپلې مې له لاسه لاړې ،کرستين خوارکى څپو له ځان سره واخيست سباته يې دهغو کورته ورغلم دهغوى کورهم ړنګ و ، څوک پکې نه ښکارېدل ، په مړوکې مې هم ولټاوه دهغه مړى مې هم پيدانه کړ -
بودي خپه ولاړ و، دهغه دانډيوالانو څخه يوکم شوى او څپو خوړلى و- بودي دکرسين په سوچ کې تللى و چې ارتي پرې غږ وکړ، هغې دخپلې ملګرې دسوګاتمي تپوس يې له بودي نه وکړ، هغه دبودي دوى سره په نژدې ګاونډ کې اوسېده -بودي ورته وويل چې تراوسه يې نه ده ليدلې -ارتي ورزياته کړه :
- دتاسو په کورنۍ کې يوازې ته اوانا دې ژوندي پاتې ياست ؟
بودي دسر په اشاره دهو ځواب ورکړ خوپه خوله يې څه ونه ويل -ارتي دبودي لاس ټينګ په لاس کې ونيوه او ورته په ماشومانه انداز کې يې وويل :
زما هم يوازې مورمې پاتې ده اوبس ......
دښونځي مدير نن نه تر سترګوکېده ، دهغه په ځاى درسم ښوونکى سوتياسو دادارې مخې ته ودرېدو اودپخواني مدير پېښې يې شروع کړې - په آمرانه ډول يې په ماشومانو غږ وکړ چې ټول دې ارامه په خپلو ځايونو ودرېږي او دده خبروته دې غوږ ونيسي ، هغه زياته کړه :
- زه پوهيږم چې نن زمونږ اوستاسو دټولو لپاره دژوند يوه دردونکې ورځ ده ، ديوه دردونکي ښونځي دپيل ورځ ده ، تعليمي کال به موپخوا په خوشحالۍ اوخندا سره لمانځه خوافسوس چې نن يې په ژړاسره لمانځو مونږ ډېر څه وبايلل ، زمونږ دښونځي مدير ، سرمعلم اوډېر ښوونکي ،زيات شمېر زده کوونکي ..... اوس زمونږ په منځ کې نشته دهغوى روح دې ارامه وي ، دهغو دخوشحالۍ اواحترام لپاره يو څوشېبې سکوت اختيار وو -
دښونځي ماشومان او هغه څوتنه ښوونکي چې درسم دښوونکي ترشا ولاړ وو، خاموشي يې اختياره کړه ، داسکوت بل ډول سکوت و، لنډې شېبې اوږدې شوې ، دومره اوږدې چې نژدې ګړۍ ته رسېدلې ، ددې سکوت دماتولو اختيار دچا سره نه و-
درسم ښوونکي سوتياسو رابريالى شو، په ماشومانويې غږ وکړ چې دهر ټولګي ماشومان دې په خپلو کې راغونډ شي ، دښوونځي مات ميزونه اوماتې کرسۍ دې سره راټولې کړي اوځانونوته دې ټولګي جوړ کړي، مونږ به درشو اود زده کوونکو نوي نوم ليستونه به تيارکړو-
لنډې شېبې لاتېرې نه وې چې دښونځي په انګړ کې ګوټ ګوټ کې ماتې کرسۍ اوميزونه راټول شول اودهر ټولګي زده کوونکو يوتر بله سره پېداکړل - بودي ، ارتي اوسن توتو سره ولاړوو، دارتي په ليدو سره شاهايان اوديان هم راغلل ، دواړو بودي ته غاړه ورکړه ، شېبه لانه وه تېره چې سوګاتمي هم راپېداشوه اوتوتي هم دارتي خواته راغله - ددوى يوه ملګرې شيراى نن ددوى په قطارکې نه وه، په ټولګي کې ډېر هلکان اوجينکۍ نه وې اودښونځي ډېر ښوونکي څپو له ځانه سره وړي وو اوس دبودي مخې ته په ماته کرسۍ چې يوه پښه يې نه وه په درېو پښو باندې نيمه ړنګه ولاړه وه دهغه دنګران په ځاى بل ښوونکى ناست و- هغه نګران نه وچې تل به دبودي له شيطانيو نه په عذاب و اوهروخت به يې دښونځي ادارې ته شکايت کاوه او دښونځي مدير به دبودي پلار شيکان ته ليک ورلېږه ترڅو بودي اصلاح کړي -اوس نه نګران و اونه مدير اونه دده پلار له درېواړو څخه بېغمه و- دهغه دنګران په ځاى دسپورت ښوونکى راغلى و- ښوونکي چې کله حاضري اخيستله نوددېرشو زده کوونکو په ځاى يوازې اوه تنه حاضروو اوبس .... نور زده کوونکي دسمندر له مستو څپو سره په مستۍ تللي وو-
ښوونکي له خپل جېب نه کاغذراوويست اوددوى نومونه يې پرې وليکل ، دسن توتو لاس تړلى په ګريوان کې يې پروت و، ښوونکي ورڅخه وپوښتل :
- لاس دې دڅپو په ورځ خوږشوى دى ؟
سن توتو ځواب ورکړ :
- نه ! استاد تېره ورځ دمرستو موټر راغى ماغوښتل چې څه خوراک لاس ته راوړم ، هلته موټر سره نژدې دپښو لاندې شوم - ډېر وږى وم نه مې څه خوراک لاس ته راغلل ، هسې مې لاس بايلوده - ښوونکي ورغبرګه کړه :
- ولې پلاردې چېرې و ؟
- زما دکورنۍ نه خو هيڅ څوک ژوندي نه دي پاتې ، زه د خپل گاونډي دزوى اودهغه له ترورسره اوسېږم -
ښوونکى حيران شووې ويل ته څنګه پاتې شوى يې ؟
سن توتو خپلې اوښکې پاکې کړې او زياته يې کړه :
- دڅپو په ورځ مادخپلې خور دمشقو بوتل مات کړى و، دپلار له وېرې نه دکور دمخې هغې لوړې ونې ته پورته شوى وم چې ماونه وهي - خورمې ژړل پلارمې راپسې ګرځېده په همدې کې وچې تورې څپې راغلې په څپوکې نور ماڅه نه ليدل پلار مې ،خورمې ، مورمې ، انا مې،..... ټول اوټول ورک شول –
ښوونکي ديان ته کړه، په هغه ورځ تاسو چېرې وئ ؟ سمندر ته دې پلاردکب نيولو لپاره نه ووتللى ؟
- نه استاد! په هغه ورځ زه او ورور مې له پلارسره لوى ښارته تللي وو، دنوي کال دجشن لپاره مو جامې اخيستلې - مونږ دمغازې په پنځم پوړ کې وو اوټوله نيمايي مغازه يې لاهوکړه - ډېره موده وروسته بيا مونږ راکښته شو-
هر زده کوونکي دخپل دژوندي پاتې کېدو کيسه ښوونکي ته کوله ، بودي هم دڅپو په ورځ له خپلې انا سره دآچي دښار په پاى کې هغه ژېړرنګې روغتون ته تللى و، دانا يې پښې خوږېدې اوغوښتل يې چې هلته کوم لوړ اوپوى ډاکتر ته ځان ورښکاره کړي ، څپې دروغتون لومړى پوړ تر اوبو لاندې کړى و، خودوى په دويم پوړکې وو- بودي چې کله کورته راستنېدو، نور دآچي ښار ځانته بله بڼه نيولې وه، ټول ښار نارو اوسوروپه سر اخيستى و، دبودي نازولې وړه خور، مور اوپلاريې څپوورڅخه غلا کړي وو- بودي دڅپو په دويمه ورځ يوازې دپلار مړى دنورو مړيو په کتارکې ليدلى و چې په دولتي موټر کې دبار شويو نورومړيوسره يې يوځاى په هغه کنده کې ګوزارکړى و چې بې شمېره نورمړي هم پکې پراته وو اوپه ټولو يې يووار خاورې وراړولې وې –
ماشومانوهريو په خپل واردخپل ژوندي پاتې کېدو کيسې ښوونکي ته وکړې - ښونکي هم خپل زړه تش کړ اودخپل دچانس اوقسمت کيسه يې ماشومانو ته تېره کړه - وروسته ښونکى پاڅيده، دمعمول په څېر دتباشير اوتخته پاک په لټه کې شو- زريې پام شو چې دتورې تختې سره سپين تباشير هم په مخه تللي وو- ستونى يې تازه کړ اوځان يې له لاسه ورنه کړ، زده کوونکوته يې په لوړ غږ وويل :
- ژوند دلوړو اوژورو څخه ډک دى ، پرون مونږ په لوړه کې روان وو خونن ژوېې ته دسمندر له يوې څپې سره راګوذارشوو- ژوند پرمونږ خپله موسکا بنده کړه خو مونږ دژوندپرمخ خپله موسکا نه بندوو، پرمخ ځو اودزمکې په سر نورو انسانانوته دژوند کولو لاره ورښيو –
ماشومان لوږې ورپسې اخيستي وو- دپخوا پشان درخصتۍ وخت رانژدې کېدونکى و ، ماشومانوانتظارکاوه چې څه وخت به دښونځي درخصتۍ زنګ په شرنګهاري راځي خودنوروغرموپه څېر نه دمکتب زنګ وشرنګېده اونه په کورونوکې تودې ډوډۍ ورته سترګې په لارې وې -
٢٠٠٥م کال فبروري٤مه
پېښور