04.09.2006
- zarpana
له دنيا نه مې زړه تور دى پري ذاتې ښه ده ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې چې ستا زلفې سايبان دي پر ما باندې په مالت کې داسې شور دى پري ذاتې زما مخ به د لمر مخو تکل نه کړي دا اوربل چې دې را خور دى پري ذاتې لکه ستا په سپين جبين واړه خالونه هر دښمن مې داسې تور دى پري ذاتې بيا دې څنګه سپموې جام د سرو شونډو چې راپورې داسې اور دى پري ذاتې غنيمت دى چې يو بل ته مو غېږ ورکړه دنيا پرېږده سړي خور دى پري ذاتې&...
04.09.2006
- zarpana
دڅونامي په تاثر کې ليکل شوى داستان : ليکواله :: وږمه سباعامر بودي دکورمخې ته دهغه بېلر دپاسه ناست وچې دسمندر څپو له ځان سره خداى خبر له کومه ځايه راوړى و اوداهم بودي ته مالومه نه وه چې دابېلر دڅه لپاره استعماليده اودڅه شي بيلر و ، تېر ماښام يې لږ خواړه خوړلي وواو اوس ښه وږى و دسباناري لپاره څه په کورکې نه وو. انا يې دکنډر کورمخې ته په زينه باندې تکيه وهلې وه - دکورلويه دروازه دسمندر څپوسره په خپل مخ تللې وه ، سمندري باد به دکور دهلېز ته په اسانۍ سره ننوت اوددهلېز مخامخ دربچې...