ليکوال : نجيب عامر
گلاب لا هماغسې په تودې تبې کې خوټېده - دهغه نن درېيمه ورځ وه چې نه يې په اوبو څکه کړې وه اونه يې هم دتبۍ دتودې ډوډۍ خوند لېدلى و- صبرو تروريې سرته ناسته وه او مچان يې دهغه له مخ نه شړل - هغې دپيالو پطنوس په لاس نيولى اوگلاب ته يې پکه پرې وهله - دماپشين جمعه شوې وه، صبرو ترور خداى خبر په کوم سوچ کې تللې وه چې دخېمې څنډې ته دجمعه خان اکا ټوخي هغې ته ټکان ورکړ، زر يې خپل ټکرى په سر سم کړ ، له ځايه پاڅېده ،دکېږدۍ څنډه يې بېرته کړه اوجمعه خان اکاته يې ستړې مشې ورکړه :
- اکا سټرى مشې _
- خېريوسې ... دانارګل ادې راته ويلې چې هلک مريض دى ؟ ولې څه پې سوي ؟
- خدايزده ! داځواني مرګه نه وينې چې ناسته ده ،الله دې يې په بوډاسړي واړوي، دهلک کتاب يې په نغري کې سوځولى ... شاله په هغه پسې يې زړه اچولى -
شړنگه دگلاب پېغلوټې خور چې دنغرې سره نژدې ناسته وه اوخپل کرداريې گانډه ، دمور داښېرې يې بابېزه تېرې کړې، له ځايه پاڅېده اودمنګي نه يې جمعه خان اکاته په جام کې يوجام اوبه ونيولې ،جمعه خان اکا جام ورڅخه واخيست ، داوبو گوټ يې وکړ وروسته يې دگلاب په تندي لاس کېښود وارخطايې صبروته وويل :
- الله دې خير کړي ، هلک خوډېرتود دى گېډه يې څنګه ده ؟
صبروترور ورته ځواب کې وويل چې گېډه يې هم خرابه ده -کيسه يې ورته تېره کړه چې هلک په هغه ورځ غرمه کورته راغى دکباړو بوجۍ يې ګوذاره کړه اودخپل رنګين کتاب په لټه کې شو -کتاب به يې هره ورځ دبسترو خواته پروت و خوپه هغه ورځ مې ورته ډېر ولټاوه،خو پيدا مې نه کړو- زه خووايمه چې شړنگې ځواني مرگې به ورته په نغري کې سوځولى خودايې نه راسره مني – هغه بلاوهلې تل د خپلې اسانۍ لپاره اور بلولو ته کاغذونه او نورزوړکي سيځي - دبدرۍ دکونسترکي غوندې يې لکه چې په نغري کې يې کتاب هم لولپه که -اخر ګلاب راته وويل چې ابو هغه خو شړنگې په نغري کې اورپرې بل کړ- خير څه به دې سر درخوږوم هلک ځيل پسې واخيست ، له خېمې ووت په تک سور لمر کې ناست واوژړل يې - هرڅه مې دلاسه کاوه خوزما يې نه منله ، دشيطان يې منله، ټوله ورځ يې په لمر کې تېره کړه تر څو ماښام هماغلته دباندې د خاورو په سر خوبولى شو اوماپه غېږه کې کېږدۍ ته که –
-اکا ! له همغې شپې نه چې پروت دى تراوسه نه په اوبو څکه کوي اونه په خوړو- جمعه اکا ورته مشوره ورکړه چې کوم شى پرې ډېر ګران وي هغه ورته ورکړئ - اوپلارته يې احوال ورولېږه چې راشي ،هلک جل وهلى خداى خبر چې په کورکې ښه شي –
دجمعه خان له وتو سره سم صبرو لاړه دکيمپ سرته ،هلته چې درې دوکانونه جوړ وو، په هغو دوکانونو کې به دکيمپوالو عام ضروري شيان خرڅېدل - په دې دوکانونوکې دسردردۍ ، نس ناستې اودستوني ددرد گولۍ هم خرڅېدې - صبرو دنس ناستي گولۍ او هم يې دبل دوکان نه ديوې نيمې کلدارو شوملې راواخيستې ، چې دگلاب دشوملوسره ډېره جوړه وه ، هغې ته ورپه زړه شو چې گلاب تل دروژې مياشتې ته دشوملولپاره خوشحاله وي ولې چې په روژه ماتې کې ورته يوه پياله شوملې رسيږي او ددوکان نه دراوړلوپه وخت کې به يې هم په لاره کې ترکيژدۍ پورې له بدنۍ نه څوغوړپونه قاچاقي کول –
صبرو چرت اخيستې وه او دبسم الله نه هم وېرېده که خداى مه کړه په هلک څه وشي نو سمه به يې دجهاد په ماشين ګڼې باندې سورۍ سورۍ کړي - هغې دااوږده لاره څنګه لنډه کړه، په دې پويه نه شوه ،کېژدۍ ته چې راننوته دمازېګر بانگونه کېدل - شړنګې ته يې وويل چې دکېژدۍ څنډې پورته کړي تر څو لږ دنيايي شمال دگلاب په مخ ولګيږي -
شړنگې شوملې په پياله کې واچولې ، نورې يې په واړه ديګي کې ځان ته غلې کړې چې له مورنه يې په غلا په سر واړوي - دشوملو پياله يې دگلاب سرته راوړه ، پياله صبروترورواخيسته او دگلاب سر يې په لاس کې له بالښت نه راوچت کړاو ورته يې وويل :
- گلابه ! زما سور گلابه ! دادي شوملې دي وې خوره ، يخې دې ، واوره مې پکې اچولي ،الله شکر.....
گلاب مور ته وکتل اوبيايې پيالې ته، له موره يې پوښتنه وکړه :
- ابو! روژه ده -
- نه زويه ! روژه نه ده -
- نوداشوملې ؟
- دامې تاته راوړي -
گلاب موسکى شو، هغه دنهوکالو وو خوخوى يې ديوه لوى هلک پشان و- پياله يې دمور له لاسه واخيسته او په يوه ساه باندې يې ټوله په سر واړوله – صبرو شړنگې ته وويل :
- نورې راوړه، پېشوګۍ ! ځان ته دې غلې کړي - هلک خودتاله لاسه مريض شو، پلارخوبه دې راځي چې داټول هډوکي دې پرې مات نه کړمه، په والله که دې پرېږدمه –
شړنګې بيا هم په لوړه حوصله دمور خبرې تېرې کړې - له دې شرمه چې غږ يې دڅنگ کېژدۍ ته لاړ نه شي نوڅه يې ونه ويل ، که نه نو په زړه کې دمور هرې خبرې ته ځواب درلودلو- هغې ټول دېگى دمورمخې ته کېښود، صبرو په وارخطايۍ سره بله پياله هم ډکه کړه، گلاب هم په ښه اشتهاسره دويمه پياله هم په سرواړ وله - دژبې ټک يې وويست ، مورته يې مخ ورواړاوه اودبلې پيالې غوښتنه يې ترې هم وکړه – دلته صبرو گلاب ته پاتې راغله او وعده يې ورسره وکړه چې ماښام ته به ډېرې شوملې ورته راوړي- دشوملوپه خوړولوسره گلاب کې لږ څه سا وچلېده ،گلاب رابېدارغوندې شو، دهغه په ليدلو دصبرو په سترگوکې دخوشحالۍ نه اوښکې راغلې - دشړنګې رنگ هم ځاى ته راغى اودپلارله وهلونه يې ځان بچ وګڼلو-
دلمر په لوېدوسره شړنګې دکېژدۍ مخې ته بوجۍ وغوړوله ، بالښته يې پرې کېښوده اوگلاب يې له نازنه په غيږ کې واخيست اودباندې يې په بوجۍ څملاوه- وروسته يې ښکل کړ، په دې ښکلولوسره دګلاب په سترګوکې حيا راغله اودشړنگې کارورته نوى ښکاره شو، ولې چې ټول عمر شړنگې هغه نه وښکل کړى ان داختر په ورځوکې هم يوازې مور اوکله کله به يې پلارداخترونوپه ورځوکې هغه ښکلاوه –
دپشکال دتاوده مازيګري وږمه دگلاب په مخ ولګېده، شېبه لاتېره نه وه چې دجمعه خان اکا لمسى لونگ يې خواته راغى ،ورسره دکيمپ څونورماشومان هم وو، هغوى سره دادوه درې ورځې گلاب په کباړو ټولولو پسې دبازار او دبنګلوپه لوري نه وتللى- لونگ له گلاب نه پوښتنه وکړه چې ادې دې وايي په رنگين کتاب پسې دې مريض شوى يې -گلاب ورته دهوپه اشاره سر وښوراوه - جميل ورغبرگه کړه :
- ياره څه رنگين کتاب دې و، ښه ښه عکسونه يې لرل -
دجميل دخبرې په اساس لونگ خپل تور خيرن لاس گلاب ته اوږد کړاو وې ويل :
- مه خپه کيږه ! داقول دى چې ته راجوړ شه زه يې دبل بنګله وال نه درته غلا کوم-
دلونگ په دې غوره باندې ټولو وخندل - تورخان چې په دوى کې ډېر وران ماشوم و، لونگ ته يې وويل :
- ځه ! ځه ! هغه نر گلاب و چې هغه بنګله وال ته يې سوکان ورکړل اودښونځي بسته يې ورڅخه راوتښتوله ،اودکباړوغټه بوجۍ يې پرې بايلودله - هغه ورځ هم سمه دغزا ورځ وه، ترماښامه کيمپ ته دبنګله والو له ډاره نه راتلو، مونږ ويل نه چې بنگله وال نه وي راغلي اوادي ګانواواباګانوته مويې څه نه وي ويلي –
گلاب موسکى شو ورته يې وويل :
- نه دابنگله وال ټول يې بې غيرته دي - دلته يې پولسان هم نشي راتلى، داڅه دپنجابيانو بنګلې خونه دي، دادپښتنو کيژدۍ دي ، هغوى له کېژديونه ډاريږي - زما خوهغه کتاب ډېر خوښ و، دهغه پرسرمې ادې هم سم ډبولى وم ماويل چې مالم ستار له جهادنه راشي بيابه زه ورکې سبق وايم اوځان به له هغه بنګله وال سره برابره وم ، خودې شړنګې خداى وهلې راته په نغري کې سوځولى اوس سل قرانه خوري چې نه مې دى سوځولى -
لونگ اونورماشومان درنګين کتاب په سوځېدوډېر خپه ول - هغه مازيګري يې يادول چې دوى به دگلاب خواته راتلل او په رنګين کتاب کې به يې سره دانارو، دگلابو، دامونو، دنارنجانو، دوړې نجلۍ ... اوديوې ښکلې ماڼۍ عکسونه ليدل - ډول ډول عکسونه وو- گلاب به هغه په خپل زنګانه اېښى و اوبل چاته به يې په لاس کې نه ورکاوه-
درنګين کتاب په ورکې باندې راغلو ماشومانوکې اشرپى ښه خوشحاله و- هغه په ځاى کې ودرېده اودمنډې لپاره يې ځان چمتوکړاو وې ويل :
- ښه شو چې ورک شو، مايې ټول عمر ارمان کاوه چې کاشکې دگلاب په ځاى رنگين کتاب زما واى -دايې وويل اومنډه يې کړه- په دې خبره ټولو ماشومانوته غوسه ورغله اوپه اشرپي پسې يې منډه کړه ،چې راوې نيسي اوښه يې ووهي –
ماشومان لاړل ، گلاب سوړاوسيلى وويست ، په خپل رنګين کتاب پسې دگلاب سترګې پټې وې چې شړنګې وارخطاله کېژدى نه دمورخواته منډه کړه اوورته يې وويل :
- ادې ! ادې ! دگلاب رنګين کتاب راپېداشو- دصندوق شا ته پروت و-
دشړنګې دخبرې په اورېدو گلاب دسويې پشان په شړنګې پسې منډه واخيسته اودهغې نه يې خپل رنګين کتاب واخيست ، هغه يې ښکلاوو، چې دکېژدۍ مخې ته ماشومان ستړي ستړي ولاړوو، لونگ نارې کړې :
- گلابه ! مونږ په گډه اشرپي ته ښه سبق ورکړ- ته مه خپه کېږه مونږ خامخا درته رنګين کتاب راوړو-
په دې کې گلاب رنگين کتاب په لاس کې موسکى له کېژدۍ نه راووت اوټول هلکان دکتاب په ليدلو په خنداشول –
٢٠٠٦کال داپريل ١١مه
پېښور :