د کرونا په اړه ډېر شول تعبیرونه
هېوادونه لري بېل بېل دریځونه
د علمي تحلیل پر ځای ورو رواجیږي
له سیاست ځینې خړوبه تحلیلونه
که دعوه په یو او بل د کرونا وشي
د کرونا پرځای به نور شي جنجالونه
پکار دادی چې ویروس څېړنه وشي
په څېړنه تمرکز شي ټول فکرونه
د واکسین او د درمل چاره پکار ده
په دې لار کې سره ګډ شي پلانونه
د کرونا وبا ګواښیږي ټول جهان ته
توپیر نه لري کرونا ته هېوادونه
نه ختیځ او نه لوېدیځ ورته توپیر کړي
قتلوي د لروبر واړه ولسونه
د عربو د عجمو پروا نه کړي
ورته یو شان د نړۍ دي نژادونه
د غریب او د بډا قصه شوه مفته
پریکوي د دواړو یو وخت کې سرونه
بشریت نن په یو داسې غم ککړ شو
چې تاریخ کې لري ډېر کم مثالونه
+++
کرونا بل لوري ته هم څه لاره وکړه
راژوندي شول خرافي زاړه دودونه
جادوګر او کوډګر بیا غاړه غړۍ شول
په تاوده بازار يي خلاص کړل دکانونه
د تعویذ زړې نسخې بیرته رویکار شوې
د درمل پرځای خلک پیري تعویذونه
د دېوانو او پیریانو دور بیا شو
شیطانانو ولس کې جوړ کړل مجلسونه
د ملا او د طالب بخت هم بیدار شو
په زړو قصو يي پیل کړل بیا شخوندونه
د لمر تندر پرځای تندر د کرونا شو
بیا د وخت بلال شروع کړل اذانونه
د کرونا او د پیریانو دریځ یو شو
راولي په خلکو یو شان عذابونه
چې بنګي او یا چرسي وو نجومیان شول
د کرونا په اړه دوی کړي اټکلونه
اوس د ستورو جنګول دوی ته شو پاتې
په دې لار، ټاکې د ولس برخلیکونه
تاریخ تل په دې خبره شاهدي کړي
چې ناورین رازیږوي زاړه فکرونه
خرافات او ناورین تل سره جوړه دي
د انسان د کمزورۍ دوه لوی عیبونه
شعروزمه خیالونه