تل مې خیال دطوس په کنډوالې ولوید
ومې لید چې کونګ د چرګ پرخای ناست دی
ومې ویل څه خبرله دې کنډ والې څخه دي
ویې ویل خبر همد ادی چې افسوس افسوس!
به دې مقاله کې بحث پر دې نه دی چې څوک ښه دی او څوک خراب ، کمونست دی یاا مپریالیست ، سیکیولر، تکنوکرات او یا کوم بل لامل . که تاریخ ته ځیر شو ټول افغانان پښتنو ، تاجکو ، ازبکو ، ترکمنو ، هزاره ګانو ، نورستانیو ،ا و نورو دکلکې عقیدې ، مسلمانی او په خپل باور او ایمان باندې دیوه مطمن مسلمان ولس ادعا کړې ده. افغانانو تل خپل یووالی داسلام به رڼا کې تر یوه حده سا تلی او ټول ملیتونه یې یو دبل به څنګ د ورونو په ډول دریدلی دی . خو دومره هېڅوخت سیاست دبد بختیو ، تباهیو ، او نورو غیر مشروعو خود خواهیو سبب نه دی شوی لکه په دې څلورو لسیزو کې! سره له دې چې د اوږدې کمزورې بیطرفه پا چایی په وخت کې ځینې کارونه نه دی شوی چې باید شوی وای او ځینې کرکې وې چې د منلو وړ نه وی خو بیا هم ملت خپل عزت او در ناوی په عامه توګه بشبړه پاملرنه کړې چې په نړۍ کې ساری نه لری دغه حقیقت او واقعیت دهیچا له سترګو پټ نه دی . افغانانو سره له اقتصادی مشکلا تو، دوسایلو او ابزارونه شتون، کم تعلیم او تربیه اود لوړې بیسوادی کچه، سمندر ته نه لاره لرل ، ترانزیتی محدودتیا او کم تګ او راتګ له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره بیا هم خپل سیاسی او امنیتی موقف اوقلمرو ساتلی وه او بل چا ته یې لاس نه وو غځولی او دیوه ملت په توګه په نړۍ کې را څرګند شوی دی.ولې افغا نستان د ځمکنی سیاست اود جیو ستراتیژیک موقعیت په خاطر د امریکا ګټو ته هم په سیمه ایزه تو ګه اوهم نړیواله کچه ډیر مهم وه و اوس هم دی .پخوا دروس او امریکې د ساړه جنګ لپاره ډګر وه خواوس ډیرنور اړخو نه لری . هرڅوک پوهیږی چې واک ته رسېدل ،پیسې،زور اوشهرت ګتل اوورسره خودخواهی تل دلته او اسلامی نړۍ کې د عدالت ، مساوات ، سولې او اخوت خند ګرخیدلی دی او د اسلام له نم نه هسې ګټه پورته شوې نو د روس او امریکې شخړه او سیاست په همدې واک او امتیاز باندې زموږ له واکه مخکې پروژه کیږی .راځی چې د واک مسله او پروژه را برسېره کړو .
واک اود امتیاونوزپروژې څنګه رابر سېره شوې؟
ولس له ارواښاد محمد داود خا ن سره په ډاګه خیانت وکړهمدا بې شمیره سیاستوال چېری اوسېدل؟ او داود خان خو یو ملت درلود نو ولې يې د روسانو سګ اوسګال کاسه او کپړیو ته یوازې پرېښود. هغوچې د داود خان اړیکی له ملته لیرې وساتل څه شول ؟ هغو چې دداودخان نو بنیاده ګوند حزب ملی غړیتوب تر لاسه کړاو داود خان ته وفادارول ولی تری تم شول ؟دکابینې غړو او جنرالانو خوهم په دې خاوره لوړه کړې وه چیرې ول اوچا مقاومت وکړ ؟ ښه او بد ملګری خو سخته ورخ کې معلومیږی! لاف زن باټو اوتش په نوم ملګری خو له میدان څخه ورک شول هغه ورځ چې د کمونستانو ټک اوپوک پیل شو زه د پوهنې وزارت په ختیځه برخه کې څلورم پوړ کې وم چې داستقلال د لېسې لویدیځه دروازه په توغندی وویشتل شوه. ما څوځلی ځان سره افسوس وکړوایې چې تشه لاسه ته مې دښمن يي!
بې له شکه چې افغانانو (کمونستانو او مجاهدینو) ډلو او ټپلو یا د وخت حکومتونو هم د خپلو ناسمو تګلارو له کبله د بهرنیانو تجاو ز او لاس وهنو ته لمړی پټه اوښکاره زمینه برابره کړ له.کمونستان چې دلینن په خره سپاره ول اوپه همدې مسلمان ولس کې را لوی شول ایاولس دمسولیت سترګې او غوږونه نلرل؟زوی کمونست او پلار ستر جنرال ! کوم منطق دامنلی شی چې دولس او حکومت ترمنځ دې دومره واټن په اقتصادی ، اجتماعی اوسیاسی لحاظ ډېر کړکېچن حالت کې ایجاد شی. کله چې د امریکې سفیروژل کیږی او د کابل له لارې د هند ګرمو اوبوته د روسانو هیله را پیداکیږی پاکستان چې د امریکې متحد دی باید بیدار اوسی او په اسلامی لحاظ دتنظیم او یامقاومت لپاره کومو اهدافوته ودانګی.خو سیاسی ګټې او بیا نفس خو ورور او خور نه لری .دپېښور ښار کې خوبیا رستورانتونه او سرکونه نه ول .
امریکا ، صدر جیمی کارترپه ډیره کمزوری اوږده هدف او تګلاری سره د پاکستان په مرسته او مشوره له ملی مقاومت څخه نه بلکې دروسانو دماتی لپاره دپاکستان د پوخی ادارې مشر ضیاالحق ته دمقاوت جوړولو لپاره لاس ورکوی او د اسلام په نوم پاکستان با ید داوو اماتورو تنظیمونو مالی ، اداری ، سیمه ایزه اوتشکیلاتی برخې د ای اس ای په مرسته مخ ته بوزی پاکستان ډیر ماهر دی اوله انګریزانو سره هم کورنۍ خواخوږي لری طبیعی خبره ده چې پاکستان ته په ستراتیژیکه ، سیمه ایزه ، نظامی اوسوق الجیشی ،مالی برخوکې د لنګې غوا چانس په لاس ورغی ما نا داچې اووه مالی برخې د پاکستان لپاره دافغانو ترمنځ دژبې او قوم ، سیاست لوبې او هر تنظیم ته رشن ورکول په نوم د انګرېزانو چم عملا د پاکستان پخوانۍ غوسې له افغانستان سره دغچ اخیستلو لاره نوره هم پراخه او هراړ خیزه کړله اودمرستو لړۍ راپیل شوې.نو مشرتابه بهرنی شو. .
په افغانستان کې د ټیکاو او پرمختګ پر وړاندې دویم خنډ دا و چې په کور دننه سیاستوالو، قومي مشرانو، مذهبي نخبه ګانو او روحانیونو د واک ترلاسه کولو یا امتیاز اخیستلوډېر شوق درلود.
هسې خو د هیوادنو په سیاست کې د افرادو او ډلو لخوا د واک د ترلاسولو لپاره هلې ځلې معمولې دي نه د یوې خانګړې جهان بینی په خاطر نو خکه هره ډله فکر کوي چې د دوی تګلاره تر نورو ښه او ګټوره ده ما نا داچې یو ې تولګډونه جهان بینۍ هستې ،عدالت او انصاف خاي د سیالی او رقابت، په مالی ملوک الطوایفی ، مافیایی او شخصی ګتو باندې بدل شو . ..
خو په افغانستان کې دې کسانو د واک ترلاسولو لپاره ان د نظام له نړولو هم ډډه نه ده کړې او د دې موخې لپاره یې د بهرنیانو مرسته یې هم منلې ده دلته دوه ستر مثالونه شتون لری لومړی .
د امان الله خان پر وړاندې له انګریزانونیولې او بیا د ارواښادمحمد داود خان پر وړاندې توسعه غوښتونکي شوروي اتحاد او د کمونسټي رژیمونو پر ضد د افغانستان سیال پاکستان له ځینو افغانانو سره پټه او ښکاره مرسته کړې ده چې له سترګو او تاریخ نشی ګوښه کېدای چې دکابل ښاریانو وژونکی : ۷۵۰۰۰ پروفیسور ربانی یی ستر مثال دی ، و ژونکی پروفیسورته بل پروفیسور د شهادت درجه ورکوی !اوپه اسلام اباد کې د ضیاالحق ګور باندی اوښکې تویوی.
داختلا فونو تشدید او د امریکا دریځ.
دریمه بدمرغي چې د افغانستان په تېر سل کلن تاریخ کې په وار وار تکرار شوې، د سیاسي اشخاصو او ډلو خپلمنځي اختلافات دی چې هریود خپلې تر مینالوژی کړکۍ څخه دغه سیاسی کړکېچ ته ګوری.
په هره دوره کې د یو فکري خط خلک د خپلو ایډیالوژیکو موخو د خوندي کولو په مزله کې په نیمه لار کې د یو بل پر وړاندې کلک درېدلي او حتی ملی کسان یې وژلی دی چې مجروح او عبدالحکیم کتوازی یی مثال کیدایشی خو ولس د اسلام په نوم دومره شعارونه لری ملی کسان خو پریده چې مسلمان لا نفس نشی ویستلی . کمونستانودڅرخی پله ۵۰۰کسان د اشرارو په نوم شهیدان کړل چې لیست يې دحامد مکار په وخت کې راووت. .
د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې د افغانستان نظام کله هم په مخامخ توګه د باندنیو توطیو له کبله نه دی ړنګ شوی بلکې.
هر ځل داسې شوي چې په کور دننه ډلو د خپلمنخي اختلاف له کبله بهرنیانو ته د مداخلې او د نظام د ننګولو فرصت ورکړ ی او هغوی یی د پرېکړې سبب کړی دی . د احمدشا اړیکی له ایران او فرانسی سره
دواک او شهرت ، قدرت او زور لپاره همدا اوس دحامد کرزی اشتها دومره لوړه ده چې دګل مرجان ماشوم بغاوت یی نصوار هم نه دی خپل خیانت هیڅ نه وینی ولس چېرې دي؟داروپا داتحادیی مشر ، تش به نوم سفیربیری مایدون، دمګرو ملتو استازې دیبورالاینز ینس شتلتن بیرګ د ناتو منشی لیونی دواړو لوروته دولګی کړنګوی ځکه دوی دلته ګټی لری که د افغانستان کړکېچ نه وی دویی به څوک دالرې وړکو؟
بل مثال یی: .
د امان الله خان هغه ملګري چې له ده ګیله من وو، د ده پر ضد له حبیب الله کلکاني سقاءغله سره ودرېدل. د چپي ګوندونو هغو مشرانو ته چې ارواښاد محمد داود خان ورته د فعالیت زمینه برابره کړې وه، د واک ترلاسه کولو لپاره د میر اکبر خیبر پرچمی په دسیسه جوړولو کې محمد داود خان وواژه.
چپي ګوندونه وروسته خپلو کې په همدې دکرونا ناروغی اخته شول او په خلق او پرچم وویشل شول او پرچم هم بیا وروسته د کارمل پالو او نجیب پالو ترمنځ د اختلافاتو،خود خواهیو و ناپوهیو ښکار شول.
مجاهدین هم د یوې موخې په لټه کې له اوو ادرسونوپه غوړو القابو ، زوراوزروډیر احساساتی جنګیدل چې وروسته بیا په خپلو کې سره ونښتل او کابل یې د پروفیسور په پوهه په کنډواله بدل کړ ..
په تېرو سل کلونو کې د همدې تېروتنو تکرار دا ښیي چې افغانانو له خپل تېر تاریخ زده کړې نه دې کړې.
له همدې امله د امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ تر ګټلو سل کاله وروسته هم افغانان او هېواد یې په ګڼو ستونزو کې را ګېرپاتې دي لافی دی او پټاکې..
افغان سیاستوال او ولس باید د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې په ګډه د خپل تیر تاریخ لمانځلو ترڅنګ خپلو تېروتنو ته هم بیا په کلکه کتنه وکړي او خپل راتلونکی د یوې جهان بینۍ په رنا کې وژغوری نه فساد،احتکار، انحصار، زور ، قدرت او مقام. ‎ چې هم يې خدای جلجلاله منی اوهم رسول اکرم (ص) .
افغانستان همدا اوس د خپل تاریخ له یوه بل ډیرمهم حساس پړاو تیریږي او که پخوانۍ تېروتنې تکرار شي او یا عادی خبره وګنل شی نو نظام یې یو ځل بیا له ګواښ سره بې له شک او تردید نه مخ کېدلی شي