ډیر به مو داسې څه اوریدلي وي چې رسنۍ سقوط وکړ یایې فعالیت ودریده، خو ددې خبرې په اوریدو سره نه یوازې دا چې ځینې خلک خواشیني کیږي بلکې داسې څوک هم شته چې پرې خوشحاله کیږي.
ددې موضوع د لا وضاحت لپاره له څو لید لورو څخه په رسنیو کې موجوده ناخوالوته نظر اچوو.
څو ډوله رسنۍ فعالیت کوي او کوم ډول یې د ارزښت وړ اوزیات خلک یې لولي، اوري، او ګوري ؟
که په ساده ډول یې واضح کړو نو ویلي شو چې چاپي رسنۍ نسبت راډیو او ټلویزیون ته کم مینوال لري علت یې ښکاره ده چې زموږ په ټولنه کې دیوې موضوع یا که ووایو دمتن لوستلو یا مطالعې فرهنګ تر اوسه په بشپړ ډول نه ده عملي شوی او همدا رنګه تر ډیره ځای یې انټرنیټي پاڼو ځای نیولی خو مګر هر هغه څوک چې په ارزښت يې پوهیږي دهغو لپاره تر ټولو رسنیو اولیت لري، موهیمه پوښتنه دا ده چې چاپي رسنۍ ولې را منځته کیږي او بیا ولې دڅو ګڼو چاپ څخه وروسته په اصطلاح چې سقوط کوي؟
زما په اند چې مسؤول یې لومړي قدم کې اوږ مهالی پلان له ځانه سره نه لري د خپلې ورځپاڼې، اونیزې اومهالنۍ لپاره مالي سرچینې نه شي پیدا کولای او یاهم د نوموړي شخص ګټې دلنډ وخت لپاره دي چې غواړي له همدې طریقه په مقابل لوري فشار وارید کړي چې موخې ته له رسیدو وروسته خپل فعالیت ودروي، نو لنډا دا چې دګوتو په شمار چاپي رسنیو بغیر د زیاترو یې مطالب هم څوک نه لولي، په همدې وجه چې یا خو یې یو طرف نیولی او یاهم د ولس درد نه شي دوا کولی •
په دوهم قدم کې راډیو هغه د ارزښت وړ رسنۍ بللی شو چې که دټولنې داصلاح اوسمون لپاره په واقعي ډول کار وکړي نو لرې به نه وي چې تر خپلو څپو لاندې به په میلیونو ولسونه دغوره افکارو خاوندان ووسیږي دا کار هغه وخت شونی ده چې د مایک تر شاه داسلامي او هیوادني فکر یو مسلکي شخص ناست وي نه دا چې یو بې علمه له دین فرهنګ نا خبره کس ته ددې زمینه برابره شي چې په لوړ شمیر خلک یې بې ارزښته خبرو ته غوږ ونیسي، که حقیقت ته ځیر شو نو وینو چې هر څوک ددې شوق او علاقه لري چې په رسنیو کې دنده ولري بلخصوص راډیو کې.
راځم دې ته چې ایا د محلي راډیو ګانو فعالیت تر کومه بریده مسلکي، اصولي او دټولنې په خیر ده ؟
که په پیل کې یې اوریدونکي په کټه ګوریو وویشو نو د راډیو اوریدونکي مختلف اشخاص دي.
۱ - له عمر څخه پاخه خلک اویاهم هغه اشخاص چې په سیاست کې ځان دخیل ګڼي نو راډیو اوریدل ورته ځکه ارزښت لري چې له روانو سیاسي تحولاتو ځان اګاه کړي.
۲- هغه ځوانان چې ورځنی مصروفیت ونه لري اوکه یې لري هم ټوله ورځ نه وي یوازې دڅو ساعتونو لپاره وي نو له هغه وروسته مجبوریږي چې یا انټرنیټ ته مخه کړي اویا هم د راډیو سره د ټلیفون له لارې همکار پاتې شي، که هغه دهرې موخې لپاره وي یعنې که دځان مطرح کولو یا که ووایو چې د مشهورولو لپاره وي او یا که نورې کومې موخې ولري.
۳- هغه ښځې چې په کورونو کې ناستې دي او یوازې دکور چارې سمبالوي چې زیاتره یې یې لیک لوست نه شي کولای نو مجبوریږي چې د راډیو له لارې ځان له تغیراتو خبر کړي او یایې هم د تفریح په بڼه وا وري.
۴- ماشومان دي چې که چیرته ددوي د خوښې راډیو یې خپرونه په خپل مهالویش کې ولري نو ماشومان به ځینې وخت داوریدو لپاره کیني، کنه نه راډیو ګانې دې برخې ته کومه خاصه توجو نه کوي او نه هم ماشومان د راډیو د اوریدو مینه لري.
نو د راډیو د اوریدونکو دا څلور طبقې خلک په ځینو ځانګړو وختونو کې له راډیو سره خپله علاقه ښکاره او ورسره وخت تیروي، نو داچې د راډیو مسؤل کسانو یعنې کارمندانو تر کومه بریده خپل مسؤلیت ادا کړي او تر کومې کچې یې خپل مذهبي او وجداني رسالت ادا کړي ټول پرې پوهیږي چې نه.
لومړۍ خو دا چې ددې مسلک یا ویندویي فن په اصلي مانا اومفهوم دوي نه پوهیږي، کله چې د راډیو کارکوونکي دمسلک او وړتیا په اساس په اداره کې مشخص کړي نو له نیمې برخې زیات به یې غیرې مسلکي وي، چې دوي به یا دشوق او یا هم د روابطو په اساس په دنده بوخت وي چې هغه وي خپرونې یې هم د اوریدو وړ نه وي.
اوبله ستونزه چې محلي رسنۍ یې لري البته ټولې به نه وي خو اکثره یې دي هغه دا چې د محتوا له مخې یې خپرونې کمزورې دي او یا هم له ګټې یې زیان زیات دي، چې زیاتره وخت یې دنشراتو مهالویش په موسیقي ( سندرو) ډک کړي وي چې ورته mp3 ویلی شو، نو دداسې خپرونو وړاندې کول او یا که ووایو چې د سندرو داوریدو لپاره سرمایه ګزاري په راډیو باندې یو بې ارزښته بې مانا او بې خیره کار ده نو له همدې امله یې اوریدونکي له فعالیت نه په سقوط خوشحاله وي.
ټلویزیون:
په دریم قدم کې ټلویزیون چې نسبت انټرنیټ ته دخلکو لاس رسی ورته ډیر ده اوزیاتر وخت یې هر لیدونکی دتفریح لپاره ګوري نو دا چې نیمګړتیاوو ته یې اشاره وکړو پیل کې دا ویو چې یوه موضوع له تحریري، شفاهي بڼې نه په لیدلې بڼه ښه واضیح کیږي نو له همدې امله ده چې لیدونکې رسنۍ ډیر تاثیرات لري لکه ټلویزیون چې هم د اطلاع، تحقیقي که هغه سیاسي وي او که علمي ، ادبي او فرهنګي برخو کې دپام وړ اغیزې لري .
خو که چیرته دټلویزیوني فعالیتونو مثبت او منفي اړخونو ته نظر واچوه نو ښکاري چې له زیان اړولو پرته بل څه پکې ډیر نه تر سترګو کیږي، لکه زیاتره وخت یې په نشراتو کې هندي او ترکي سریالونو ته ځای ورکړي چې له هر خوا یې اغیزې ډیرې بدې دي همدا رنګه په ځینو خاصو ورځو کې لکه اخترونه یا هم نوی کال کې د ټلویزیوني خپرونو تولید یې په هیڅ صورت د اسلامي او افغاني چوکاټ سره برابر نه دي لکه دموسیقۍ کنسرتونه چې لیدل یې ګناه ده، ترڅنګ یې بې طرفه نه پاتې کیدل چې په مجموعي توګه ویلو شو په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د ګڼ شمير رسنیو را منځته کیدل چې دخپلو سیاسي موخو لپاره یې په کار پیل وکړ اکثره یې په شخصي ګټو را څرخي مګر دعامه پوهاوي او ددولت او ولس ترمنځ دپله حیثیت رول یې له نظره وغورځوه چې په اوس کې یې یوازې ارزښت هغه چاته پاتې چې د هندي اوترکي فرهنګونو تر اغیزې لاندې راغلي او د فکري یرغل ښکار ګرځیدلي دي، نو دا له حقیقت پراته بل څه نه دي چې ټلویزیونونو له فکري تیري سره یوه ښه ملګرتیا کړي او کوي یې هم.
نو که چیرته ددې یرغل مخه ونه نیول شي اویا هم تلویزیوني خپرونو کې بنسټیز اصلاحات را منځته نه شي نو لرې نه ده چې افغاني فرهنګ به له نابودۍ سره مخ وي لکه مخ چې ده او جبرانول به یې ناشونی کار وي.
دا چې له رسنیو سره بله موضوع یعنې دبیان ازادي هم اړخ لري نو پدې اړوند زیاتر منفي ګریان هم دځان لپاره ښه موقیع ګوري او په ټلویزیوني بحثونو کې دخپلو شخصي ګټو لپاره په ازادانه ډول لابي ګیري کوي چې په خپلو پوچو فکرونو سره د ولس اذهان مخشوشوي چې بیایې هم پړه تر ډیره حده پورې په تصویري رسنیو اچول کیږي.
خلاصه دا چې که چیرته د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې او دبیان ازادۍ له نوم څخه په ګټنې درسنیو دا بې ارزښته ازادي دوام ومومي او هر د شخصي ګټو څښتانان د رسنۍ په نامه یوه څه رامنځته کوي نو لرې نه ده چې نه به څوک دې سپیڅلي مسلک یعنې ژونالیزم ته د دروناوي په سترګه وګوري اونه به رسنۍ خپل موقیف وساتلی شي.
په درنښت