دفتواګرو دفتوا سیاست ‎ رض )‎(‎حضرت ابوبکر صدیق
وایی چې لوړوالی په تقوی کې
دولت په توکل باندې او عظمت په تواضع کې
دفتواګرود فتواګری سیاست
ددې بېوزلی او جنګ اوجګړو خوړلی هېواد افغانستان پخوانی اجرایه رءیس په خپله لیکنه کې د امریکې د بهرنیو چارو وزیرمایک پام پیو ته څه ډول دیپلوماتیک پیغام لری دا مرور هر لوبه چې لری په کار وه چې څوځلی یی له خان سره سوچ کړی وی اویا یې له کوم فالبین سره کتلی وی یایې دمرحوم مجددی په شان يې استخاره کړلې وای
نن سبا په دې ټولنه کې د څلورو لسیزو دجنګ اوجګړو په سیاسی، ټولنیز،او اقتصادی ډګر کې اوهمدارنګه سیمه ایزبهیر او نړیواله کچه ډیر زیات بدلونونه راغلی دی چې زموږ خوانان او نوی نسل ښه پوهیږی خکه د وی په دې کړکېچ کې را لوی شول اوله ډېرو لوړو اوژورو سره یی هرډول ډغرې ووهلی . خوکوم عقل او منطق ددې ډول محاسبې اجاز ورکوی چې بیسواده ماشومان دې دسولې استازی شی هغه هم به داسې حال کې چې فیصدی یې به میکروسکوب کې هم نه لیدل کیږی اتیا فیصده ولس چېرې دی ؟ د پوهنتون استادان ، دینی عالمان ، لیکوالان ، خوانان ، فقیر اوغریب، له بهر نه افغانان ، دشهداو څخه باتې محروم کسان چې نه تنظیم لری او نه پاټک اونه تلک ! شعله ا ی هم لیست کې دی!انحصاری سوله ګراو فتوا ګر د پولې په سر ناست دی داټول ديوې چینې ملګری دی . له بلې خوا نه دناتو منتو ،امریکا ، داروپا اتحادیه او یونا ما بوڅ ناست دی بر نا مه لری او دخپلوبرنامو، ګتواو چړچو په غم کې دی چې په حقیقت کې له وخته مخکې په اټکل غافی . که په تودو بحثونو ،ګفتمان،کاکتوس او پطنوس او یو شمیر سیاسی کارپوهانو د لافو او شا فوله منفی سیالیوبحثونوو خبرو اترو ماحول نه تیر شو او ښه کار ته ښه، اوبد ته بد ووایو ! کړکېچ حل ده او هېڅ ډول مشکل نه پیدا کوی چې دا کار له اصلی واقعیت سره تړاو لری بې له دې نه چی دژبې ، قوم ، قبیلې ،سیمې اومقام موضوع مطرح شی اما تاسې د اودلا خان دغه لاندی ټکو ته دیوه مقتدر ولس په استازیتوب ښه خیر شی ،چې دغه خاشره اجرایه مرورکمزوری پطلونی دیپلوما ت خپله دنبوره کې څه وایی:

بې تعریفه ڼړیوال کړکیچ
له نعمته مخکې شکروېستل اوښه راغلاست ویل
فرصت غوښتنه
بېړنی اوجدی کوم ضرورت
بې مفهومه بین الافغانی
ملی ارزښتونه
ی څه؟Special important
خبرو اترو او مذاکراتو
سره ددې چې د افغانستان د بهرنیو چا رو وزیرهم تیر شوی او د هل اوعقد ضرب زبانی یې هر سهار او مازیګر تکرار کړې اوبیایی پنخه کاله یی په بیغمه زړه بې له مسولیته له سفارتونو سره دیبلوماتیک اړیکی لرل ا و بهرنیو هېوادونو ته یی په دروغو اور ښتیا سفرونه کړی دی او همدارنګه د ګونګې کابینې په غونډو کې یې ګډون په مقایسوی توګه دا ښیې چې نوموړی د سیاست او ادب په ژ به نه پوهیږی او دا مهم کار دده مسلک نه دی او یوازې دیوې کلیمې په ګردان کې پاتې دی چې درین راستا .نو خکه د افغانستان د بهرنیو چارووزارت د تاکنو ماشین هم ګډدوډ وو همدې ولس ورته کتل چې مشواڼی د بهرنیو چارو وزیر دی . حنیف له یوه سورکی سیاف له بل او عطامحمد بیاله پاسه سراروباسی او دهیت نه دفاع کوی حال داچې مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید ! ملت د دې پشکو سره څه وکړی دې اماتورانواو دکرزی نازولو سرة محاسبه نه کول دملت سره ستره جفا ده ! ښکاری چې یوشمیر رسنۍ او د سیاست څېړونکې له حقیقته سترګې پټوی . ولس مشرهم د سیاسی پړاو او دریخ نه یو تونل جوړکړی . نو خکه د مشکلاتو ، ننګونوبه لړ کې ،توطه ګر، فاسد اود سهامی شرکت یو شمیر عناص له هرې ز مینې څخه ګته اخلی ولسمشره : رښتیا ووایه ! دا دسولې استازی دی چې استاد سیاف هم فتوا در کوی ؟
سیاست او ادب دواړه ډیرې باریکي لری داخبره په واوار ما دالفت، او علا مه اقبال په کتابونو کې لوستې ده. باریکی په دې مانا نه چې پېچلی لارې وی بلکې داخلاقوسترو کرکترونو ښکارندوی ،دانسانی نزاکتونو مراعات ،د اسلامی لارښوونو علم او عرفان په مفهوم او همدارنګه د سولې مبادی بې له هرډول انحصار په کې روښانه بریښی چې د ملت ټول ملی ګړ بړ په کې بې له شخړې خوندی وی . دا ډیرمظلوم ولس دی ددې ولس د مقدراتو او بر خلیک مسولیت ډېر ډېر او ډېر دروند او لوړ دی . قدر یی له سرو زروهم اوچت محاسبه کیږی!