‎د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل.

‎تبصره ‎:

‎وروستیو انتخاباتو ته په حقیقت خلکو په •غوڅ اکثریت « نه » وویل او هغه یې تحریم کړل.
‎ له کم او زیات دولسو میلیونونو څخه چې د ووټ اچولو مستحق وو؛ شاوخوا دوو میلیونو وګړو پکې برخه واخېسته؛ هغه هم که رښتیا وي.
‎ د ټاکنو د کمیسیون په دې وېش کې غني په نهو لکو ولسمشر اعلان کړ..
‎اوس که لږ د دموکراسۍ دغه غولونکې ‌‌‌‌‌‌ډرامې او تیاتر ته پام وکړو؛ ایا په یوه څلوېښت میلیوني هېواد کې څوک مشروعیت لري چې په نهو لکو رایو ولسمشر شي؟

* هېواد په سیاسي او نظامي بنبست کې
‎راګیر دي،اوسنی حکومت په بهرني _ منطقوي سیاست کې د انزوا طرفه ته درومي...

* اوسني مشران د موازي او نامشروع حکومتونو په جوړولو سره د اور سره لوبې کوي.
* د طالب بندیانو نه خوشي کول، ارګ د خپل واک د عمر د اوږدولو لپاره کوي ؛ او په لوی لاس د سولې د خبرو اترو مخه نیسي.
* د » جمهوریت ساتلو « په بهانه او پلمه، ولس او نړیوالې ټولنې ته فرېب او دوکه ورکول کیږي.

‎که ننني د ارګ او سپېدار د قدرت له لړزانده چوکیو نه د سولې د پروسې په ګټه تېر نشي؛ په قوي ګمان چې متحده ایالتونه او د هغوی متحدین به نوره مرستې هم کمې او یا ودروي.
‎ټولو ته جوته ده چې
‎افغان حکومت د مور په ګې‌‌‌‌‌‌ډه کې هغه ماشوم ته ورته دی چې د هغې له تغذیې پرته مري. متحده ایالات او د هغوی متحدین د دغه ماشوم تغذیه کوونکي دي.

‎د نوې تراژيدۍ احتمال

‎که چیرې متحده ایالات او د هغوی ټلواله د یوه راتلونکي باثباته افغان { لکه هغوی چې وایي } دولت د جوړولو په روانه پروسه کې پاتې راشي ؛ پراخ بنسټه اداره او حکومت رامنځ ته نشي دا له شګو جوړه متزلزله اداره به د هغوی له وتلو وروسته هرو مرو ونړيږي : یوه انارشي، د قدرت تشه به رامنځ ته شي، د دولت بنسټونه به ویجاړ شي ، هېواد به د یو ژور سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ناورین او غمیزې سره مخ شي.
‎اورپکې او بنسپالې ‌‌‌‌‌‌ډلې لکه داعش ، طالبان او داسې نورې ‌‌‌‌‌‌ډلې به په شدت د هېواد په بېلابېلو سیمو ولکه وغزوي او واکمن به شي؛ د افغانستان سرحدي سیمې به د بهرنیو سیمه ایزو هېوادونو په ا‌‌‌‌‌‌ډو بدلې شي ؛هېواد به دا ځل د نېږدې سیمه ایزو دولتونو د رقابت پر ‌‌‌‌‌‌ډګر یو ځل بیا بدل شي.

‎دا دي هغه وېرې چې نن د عامه ذهنیت او فکر واند سره موجودې دي.
‎باید وویل شي چې ، هره بده تراژیدي چې له دې وروسته رامنځ ته کیږي ؛ مسئولین به یې همدغه د ارګ او سپېدار سرټمبګان وي.

‎د افغانستان لپاره نن ورځ اساسي مساله دا ده چې هغه د روان ناورین یعنې جګړې نه خلاص شي، سوله راشي. د هېواد مطلق اکثریت د سولې تږي دي. هر چاته معلومه ده چې د افغانستان سوله او جګړه د خارجي او داخلي ابعادو سره تړلې ده . له بده مرغه زموږ هېواد د تاریخ په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ادوارو کې د خپلې جغرافیې د سیاسي او ستراتیژيک موقعیت قرباني شوی دی.

‎د نننۍ منازعې د ختم یو اړخ دادی چې هېواد د یو خواييز او يو جانبه خارجي اغېز او نفوذ څخه خلاص شي ،او دا هېواد د نورو هېوادونو پر ضد د نظامي _سياسي او اقتطادي هدفونو او ګټو لپاره استعمال او په خارجي پايګاوو بدل نه شي، او زموږ هېواد د يوه حاکميت لرونکي او نه ټوټې کېدونکي هېواد په توګه په بهرني سیاست کې عنعنوي بېطرفي غوره کړي؛ چې په افغانستان کې د دخالت او مداخلې ټولې زمينې له منځه ولاړې شي.
‎داخلې اړخ د شخړې دا دی چې ،
‎د نظام او قدرت ستونزه د ښکېلو ‌‌‌‌‌‌ډلو تر منځ حل شي.
‎نن د شخړې د بنیادي حل وفصل لپاره د یوه ببن الافغاني او بین المللي کنسینسوس او وفاق لپاره لاره هواره شوې ده ؛ چې باید لدې تاريخي فرصت نه استفاده وشي او دغه چانس او موقع له لاسه ور نه کړل شي.

‎افغانستان په اوس وخت کې دیوه ملي وفاق حکومت ته چې ټولې سیاسي کړۍ ، حلقات او وسله وال مخالفین طالبان پکې ځان ومومي، اړتیا لري.

‎د منازعې د بنیادي حل میکانیزم :

‎دا انتخابات چې غیر مشروع دي ؛
‎باید نتیجې یې لغو شي .

‎د نړیوال کنفرانس له لارې دې په راتلونکي نظام او حکومت باندې له هوکړې او توافق وروسته دې ، یوه موقته بې طرفه اداره دې رامنځ ته شي.

‎په افغانستان کې دې له بهر نه د نه مداخلې او دخالت تضمینات وشي؛
‎خارجي _ امریکایي قواوې دې ووځي؛
‎او د هغوی ځای دې د ملګرو ملتونو سوله ساتي قواوې ونیسي او د دغو قواو تر چتر لاندې دې ټولټاکنې وشي...

‎دغه ده د مسلې د بنیادي حل کونجي؛ او
‎دې دغه سیاسي فورمول د تطبیق په صورت کې کېدای شي موږ افغانان د یوې تلپاتې سولې او یو باثباته افغانستان مخ ووینو.

‎عبدالولي ببرک