د کرونا ویرس خپور شوی په جهان دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران
هرې خوا سلهاو انسانان مري 
که څوک غریب دی یا که خان مري 
پروای نشته د بل دین که مسلمان دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران
علاج یې نشته افریقا کې 
نه په یورپ نه امریکا کې 
چانس د هغو دی چې په کور کې بندیوان دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران
دا نه کوم ټوکې مسخرې دي 
دې کې د مرګ او ژوند کیسې دي 
بې پروایې کې مبتلا پرې هر انسان دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران
نه وخت د مړي او ژوندي دی 
نه د روزګار او غریبي دی 
کمک یوبل ته طریقت د مسلمان دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران
افغاني سولې کې ژوندون دی 
جنګ نابودي ده جنګ جنون دی 
والصلح خیر په نامه امر د قران دی 
ټول عالم ورته حیران دی - حیران 
------------------------- 
شاعر : سمیع الدین افغاني 
۱۰ - ۴ - ۲۰۲۰ 
م ۰ کال 
		
			
					
					
						
							09.04.2020
						
						 - نور محمد غفوري
					
						
							
						
					د تکنوکراسۍ لغت د یوناني ژبې د (téchne) او (kratos ) له کلمو څخه اشتقاق مومي چې (téchne) د فن او مهارت او (kratos ) د حکومت او حاکمیت معنا ور کوي. دا اصطلاح په اوسني مفهوم په شلمه عیسوي پیړۍ کې په ۱۹۲۰ کال کې په امريکا کې د (تکنوکرات خوځښت) لخوا رامنځته شوې ده. په دې وخت کې په شوروي اتحاد کې د اکتوبر ستر سوسیالیستي انقلاب بریالی شو، د مرکزی پلان اقتصادی سیستم رامنځته شو او دې نړیوالو بدلونونو دموکراسي له بحران سره مخامخ کړې وه. تخنو کراسي د دولت جوړولو او ادارې هغه شکل دی چې ټولې معاملې ا...
			 
			
					
					
						
							10.04.2020
						
						 - عبدالولي ببرک
					
					د روانو '' سیاسي بزکشیو '' څخه خلاصون او د غمیزې بنیادي حل.
تبصره :
وروستیو انتخاباتو ته په حقیقت خلکو په •غوڅ اکثریت « نه » وویل او هغه یې تحریم کړل.  له کم او زیات دولسو میلیونونو څخه چې د ووټ اچولو مستحق وو؛ شاوخوا دوو میلیونو وګړو پکې برخه واخېسته؛ هغه هم که رښتیا وي.  د ټاکنو د کمیسیون په دې وېش کې غني په نهو لکو ولسمشر اعلان کړ.. اوس که لږ د دموکراسۍ دغه غولونکې ډرامې او تیاتر ته پام وکړو؛ ایا په یوه څلوېښت میلیوني هېواد کې څوک مشروعیت لري چې په...