ليکو اله : و ږ مه سبا عامر
مماڼې دمازيگر له بانگ سره سم منگى په اوږه کړ، دپلو څنډه يې ترغاښ لاندې ټينگه ونيوله ، موريې په بام باندې غوړوليو وچو شوتلو ته ناسته وه اوله شوتلونه يې ډکي راټولول ،مماڼې مورته نارې کړې :
- ادې ! زه لاړمه کاريزه ته ....
دسترگو په رپ کې دکلا نه ووته - له دې وېرې چې بيايي ادې په ليلو باندې غږ ونه کړي اوددې په ځاى ليلو په اوبو پسې کاريزه ته ونه لېږي ،ترڅويې مور له بامه کلا ته راکتل مماڼه دچنارو دلاندې له نرۍ لارې نه هم تېره شوې وه اودمماڼې سور رنگى ټېکرى دچنارو په بر سر کې راځليده -
مماڼې خپل قدمونه دکاريز په لوري گړندي کړي وو- دهغې دگل پاڼې ليدوته تلوسه وه چې اوس بيا دهغې له خولې نه واوري چې تېرماښام يې پاس په بلۍ څه خبرې اواترې کړي -
گل پاڼه دکلي دملک لمسۍ وه ، په عمر تر مماڼې نه دوه کاله مشره وه خودټول کلي جينکوکې دهغې له مماڼې سره جوړه وه اولګېده به يې - هروخت چې گل پاڼې له مماڼې سره په کاريزه غلې غلې اوپټې پټې خبرې کولې دکلي نورې جينکۍ به ددوى له يارۍ نه سوځېدې - دگل پاڼې له مماڼې سره په دې جوړه وه چې له يوې خوا دمماڼې سترگې اوپوزه کټ مټ دبارام پشان وو، له بلې خواهغه يې سکنۍ دتره زوى و- دوه مياشتې کېدې چې بارام له عربو نه راغلى و، هغه دکلي له نوروهلکانوسره شپږکاله پخوا په مزدورۍ عربوته تللى و- بارام په دې شپږوکالو کې ښې ډېرې پېسې گټلې وې، چې اوازې يې تر ډاگ کلي پورې رسېدې - هغه دومره پېسې راوړې وې چې دپلار ټوله گروي ځمکه يې راخلاصه کړه اوځانته يې يو فلانکوچ هم واخيست –
بارام به تل سپينې جامې اچولې ،تور واسکټ به يې اغوستى و، دراډو تک ژېړ ساعت چې دلمر پشان به ځليده، په لاس تړلى و، اودبلو څانو په شيشو جوړه کړې تکه سره ټوپۍ به يې په سرکوله - بارام له گل پاڼې سره په هغه ورځ سترګې جنگولې وې ،چې کله گل پاڼه دخپلې تېندارې اوتره سره دولايت بازارته يوې ډاکټرې ته ورغلې وه ،له هغې خوانه بارام په خپل فلانکوچ کې له دولايت له بازارنه ترکلي راوستې وې - دفلانکوچ مخکينۍ شيشه کې گل پاڼې دبارام سره ښه دسترگو جنگ کړى و ، هومره چې په ساړه مني کې په گل پاڼې سړې خولې راغلې وې - وروسته گل پاڼې دبارام دخپلولولپاره اول سر کې مماڼه راخپله کړه ،هغې لومړى مماڼې ته دخپل داوږې دپاسه دلونگونه جوړ شوى ځوړند ځونډى ورکړ، اووروسته يې له خپلې ورېندارې نه دمخ دسپېدې يوه دانه ډبلى اودشونډو يوه سورخي راپټه کړه اودمماڼې له سر نه يې جار کړه -
دويمه هفته کې چې په يوه دستمال کې سور گلاب گنډل شوى و اويو بوتل دعطرو شيشه يې هم په دستمال باندې پاشلې وه دمماڼې په لاس بارام ته وروليږه - مماڼې داټول کارونه ښه په امانت دارۍ سره ترسره کړي وو، خوگل پاڼې دمماڼې له غوږه داخبره هم تېره کړې وه چې نه به دکلي جونکى خبروي اونه به په کورکې حال وايي ،چې له دې کيسونه بيا نورې کېسې جوړيږي –
مماڼه سانيولې دکاريزه سرته ورسېده خودکاريزپه سر دگل پاڼې درک هم نه و، يوازې دکوز خوړ دکورونونه دوه جونکۍ اويوه ناوکۍ په اوبوپسې راغلې وې - مماڼې خپل منگى په اوبو کې ډوب کړ، جنکيو دمماڼې په ليدو خپل مجلس بندکړ، خپل منگي يې په اوږه کړل او خپله لاره يې سره ونيوله - مماڼې له خپل گريوانه نه دجواريودډوډۍ يوه ټکړه راوويسته اودکاريز کبانوته يې وړه وړه کړه - دجواريو په خڅوزوباندې دکارېز ګڼ شمېر کبان راټول شول اوپه خپلو منځوکې پرې په جگړه شول - مماڼې ښې ډېرې شېبې ددې کبانو ننداره وکړه ، دهغې مقصد دکبانوننداره نه وه ،هغې په دې پلمه دگلپاڼې انتظارکاوه ،خودهغې درک رامالوم نشو - زړه يې اندېښمن شو، دکاريز په سر نورکېناستل هم ورته ښه نه وو، ولې چې دخوړدپاسه په خړ جومات کې دمازيګر جمعه نوره خلاصه شوې وه اوکليوال يويو له جومات نه راوتل اودټولوسړيو سترگې په کاريز مخامخ لګېدې -
مماڼه ولاړه شوه، منګي ته يې لاس کړ ،مخامخ يې په گل پاڼې سترگې ولگېدې چې دکارېز په لوري راروانه وه ، ورته کېناسته ترڅوچې هغه راغله .... مماڼه ورڅخه گېله منه وه نو ورته يې وويل (( دليونۍ ارمان پوره شو - په لارې ځي په گټو ولي زيارتونه )) گل پاڼې دمماڼې په دې لنډۍ مسته خنداوکړه اوورغبرگه يې کړه :
- نه داسې نه ده، ليونۍ زه وېده وم -
- ولې نه .... چې ټوله شپه دې په بلۍ سبا کړه ؟
- نو څه مې کړي واى بارام نه پرېښودمه -
مماڼې ترخه موسکاوکړه ،ورياده يې کړه چې اول دې داورته ووايي چې دازنه يې په څه شي داسې تکه شنه ده ؟ گل پاڼه له شرم نه تکه سره شوه، په داسې حال کې چې دجواريو په خڅوځو راټول شويو کبانوته يې کتل، نوسوچ يې وکړ چې ټوله دنيا غولوى شم ،خومماڼه نشم غولوى ، نوراځه چې ريښتيا ورته ووايمه اوپه سيالۍ کې به ميدان ورڅخه ويسمه ، ورغبرگه يې کړه :
- همدا غم دى چې په ټول کورکې يې غم راته جوړکړى - نه مې ادې پرېږدي اونه نور دکوربنيادمان .... ټول دهمدې زنې پوښتنې کوي، ډاريږمه چې نن ماښام راته څوک په پېره نه وي ولاړ ....
گل پاڼې وارخطا وارخطا دبلۍ دسر دتېر ې شپې کيسه وکړه، په داسې حال کې چې مماڼه ددې کيسو په اورېدو اوس نيمه هم نه وه پاتې شوې ،خوبيايې هم ورته غوږ نيولى و، دمور له وېرې نه يې منگى په اوږه کړ، له گل پاڼې سره يې خداى پاماني وکړه او وارخطا وارخطا دکورپه لوري رارهي شوه - دچنارو خواته چې راورسېده ،نوايله يې يوه اوږده سا واخيسته ،منگي يې اوږه ښه ورستړې کړې وه ،هغه يې بلې اوږې ته کړ او خپل پلو يې نورهم ترغاښ لاندې راټينگ کړ، لاګام يې نه واوچت کړى چې په يوه ترنگ سره يې په گريوان داوبو سيلاو راغى - ټول ټټر يې په اوبو خيشت پېشت شو، شاوخوايې وکتل هيڅوک يې ترنظرلاندې نشو - ښه غوسه ورغله اود انۍ خبره يې ورپه زړه شوه چې داتېر منى په مېلمستيا دماماگانوخواته ورغلې وه، هغې ورڅخه پوښتلي وو چې په لارې منگي راماتوې اوکنه ؟ نودې ورغبره کړې وه چې نه ماته مې ادې ښه غټ منگى اخيستى خوزه يې ښه په اوږه وړى شم - دمماڼې په ځواب باندې زړې ښه خندلي وو اويلي وو.... ځه ښه ده تراوسه دمنگيو دماتولونه يې شوې ، ادې دې بيغمه ده –
مماڼه حيرانه په خپل ځاى ولاړه وه، شاوخوايې کتل خودمنگي دماتولو ماشوم يې نه ترسترګوکېده ،چې يوه مستانه خندايې ترغوږ شوه ، دخندالورى يې زرمالوم کړ، لېدل يې چې ترخوايې دزوړ چنار په لومړۍ ډډه کې دپاڼوپه منځ کې دخړجومات څڼور طالب چې ټول عمر خپلې غټې غټې سترگې په رنجو توروي، پټ ناست دى - مماڼې خپله غوسه وخوړه اودکورپه لوري روانه شوه ، په دې سوچ کې وه چې ادې ته کومه پلمه جوړه کړي اوسبا ته يې په کوم ډول رِامه کړي چې دگنډ جوړولو لپاره دگل پاڼې خواته ورشي او دمات منگي کيسه ورته تېره کړي ترڅوسيالي يې په ځاى شي -
داپريل ٢٣مه کال ٢٠٠٦
پېښور پښتونخوا