نجيب عا مر

 ليکوال ولوېده


په ده باندې يې کتاب دځان  نه هم ګران و-  په کتاب کې يې دځوانۍ دمستې ليونۍ مينې شېبې هم انځورکړې وې  ، دمستانې يادونه هم په کتاب کې وو  اودهغې شپې ذکر هم شوى و، چې دى په بلۍ باندې پټ اوښتى و،  اودمستانې دکټ خوا ته ورغلى و-  مستانه وېرېدلې وه، په چېغه يې ابا اوادې راوېښ شوي وو اوترڅويې وروڼه رسېدل ، ده له بلۍ نه ځان دکلا شاه ته اچولى و-  دخپلې خوږې پښې دپرهر يادونه يې هم په کتاب کې کړې وه ، او په خپل بريا هم خوشحاله و- ټول هغه کړاوونه چې يې دمستانې په مينه کې ليدلي وو ، دهغو ذکر يې دمستانې دوصلت سره سم دکتاب په غزلونو کې انځور کړي وو –

 

 


 اوس مستانه،  نه وه اونه دى هغه شاځلمى و-  ده دمستانې دځوانۍ انځور دخپلې پېغلې لور، مينې په وجودکې ليده –کله چې شل کاله پخوادده کتاب ددولتي مطبعې له خواچاپ شو، نو داوچتو غزلونو په درلودلو، ده ته مطبوعاتي جايزه هم ورکړاى شوه –
خواوس نه دده ځواني ، اونه وختونه پخواني ........ هرڅه دژوند ميچنې  په خپل زور سره وړه کړي وو- دليکوالو قدر هم نه و- پخوا ليکوال اوشاعر دټولنې موتبره شخصيت بلل کېده ،خواوس دټولنې  دبې وسې اوغريب کس مقام ورکول کېده - خوده تل خپل دذهن گلاب په پخوانيو يادونو خړوبا وه –
 اوس دده دکتاب نښې اونښانې دبازارونو له مخې نه ټول شوي وو- دښار په هېڅ کتابتون کې يې يوه نښه هم نه ترسترګوکېده، نوځکه په ده باندې يې کتاب گران و- هغه خپل کتاب دکور دصالون په المارۍ کې دخپلو مډالونوترڅنگ دتاريخي اثارو خواته اېښى و،  ولې چې ده ته  خپل کتاب دتاريخي اثاروڅخه کم نه ښکارېده - کله چې دوستان اوخپلوان به  يې کورته ورغلل ، نو يوازې دکتاب دليدو اجازه يې ورکوله ، نه دلوستلو-  ولې چې په ډېروپاڼو اړولو، را اړولو، نورې پاڼې يې شلېدوته برابرې شوې وې –
 لوى ارمان يې داو،چې کتاب يې ددويم ځل لپاره دچاپ دماشينونو سره ليدنه اوکتنه وکړي - خواوس هغه پخوانى وخت نه و، چې داوصلت  دې دومره وړيا هر مستحق کتاب ته حاصل شي - داوصلتونه ټول اوټول په ډېرو پېسو کېدل - له ده سره پېسې نه وې ، اکرم ځوى يې پېسې درلودې خومېرمنه يې پرې زوروره وه ،اوهغه  يې نه پرېښوده ، چې دخپل پلار کتاب چاپ کړي –
 ليکوال او کورنۍ يې دحويلۍ چمن ته راوتلي وو ، په چوکيو ناست وو-  دجمعې ورځ وه، لمسيان يې په خپلو منځوکې لوبېدل ، ده يې ننداره کوله - دکلا دروازه ودربول شوه مشر لمسى  يې ، تراب  دروازې ته ورغى - بېرته يې دنيکه خواته رامنډه کړه  او ورته  يې وويل  :
- بابا دوه سړي دي غواړي دې  -
- سړي دي ؟ څوک دي ؟
- نه يې پېژنمه خوراته  يې وويل چې بابا ته دې ورغږ کړه -

 


 ليکوال له ځايه پاڅېده،  لکړه يې لګوله او دروازې ته ورغى - سترګې يې سردارخان ، دځوانۍ ددورانډيوال باندې ولګېدې  ، غاړه يې ورکړه - سردارخان سره راغلى کس يې ونه پېژانده - سردارخان هغه ورته وروپېژانده  :
- دادلوى غر دانجيو معاون دى - دتادکتاب په اړه ما  دده له رئيس سره خبرې کړې وې – هغه دا رالېږلى چې درسره خبرې وکړي  -دوى غواړي ستاکتاب ددويم ځل لپاره چاپ کړي  -
-  څه وايې ؟ زما کتاب چاپوي - هلکه ته خوټوکمار يې هسې ټوکې راباندې مه جوړه وه -
- نه په خداې رښتياوايمه قسم دى -
ددې خبرې په اورېدويې دواړوته دکور دننه بلنه ورکړه ،اومخامخ يې ميلمانه صالون ته بوتلل - دخپلې المارۍ خواته ورغى ترڅوکتاب راواخلي - دکتاب په ځاى يې سترګې ولګېدې ، هغه تش و-  په غوسه له کوټې ووت او له مېنې نه يې دخپل کتاب په اړه وپوښتل - هغې ورته ځواب ورکړ چې خبره نه ده -  ډېر وارخطا شو، پر اينګور يې غږ وکړ، هغې وويل   :
- تېره ورځ سليم اکا راغلى و،ته په کور کې نه وې ، ستا کتاب يې وغوښت ، راته وې ويل چې کوم څوک يې چاپوي ،ماورکړ - ما تاته ونه ويل - سوچ مې وکړ چې په تاسو به ناخبره،  دنوي کتاب زېرى وکړم ، اوداخوشحالي به زما په نصيب شي ، خودادى تاسو ترما مخکې خبرشوئ -
 ليکوال له ډېرې خوشحالۍ نه نژدې و،چې گذارشي - پښې يې نورې سستې سستې کېدې ،بېرته دمېلمنوخواته ورغى اوکيسه يې سردارخان ته وکړه -  هغه ورته په خنداشو چې عجيبه ده ،داخبره ماسليم خان ته کړې وه خوهغه ماته تراوسه کتاب نه دى راوړى - اوس زه مجبورشوم چې پخپله له دې سړي سره راشم-
 دوى درې واړه دسليم خان دکور په لوري روان شول - په لاره کې دده خوله له خندا، نه راټولېده - لمسيان يې هم ورسره مخکې کړي وو-  دسليم خان دروازه يې وډبوله - هغه متقاعد مدير وو، کوم ځاى يې وظيفه نه درلوده - دهغه ځلمى ځوى دروازې ته راغى ، دوى ورڅخه دسليم خان تپوس وکړ، هغه ورته وويل چې کوم ځاى ختم ته خبر و، تللى،  وروسته دده زړه ناطاقته شو اودخپل کتاب تپوس يې ورڅخه وکړ، ترڅويې راوړي - هلک کورته رادننه شو ،له مور نه  يې دکتاب په اړه وپو ښتل -  هغې ته کتاب په يادهم نه و-لمسي يې دانا په مخکې لوبې کولې ،ډېر ذهين ماشوم و، دخپل اکا غوسې ته يې پوره پام شو زريې وويل  :
- ولې انا هغه شين مخى کتاب ښئ،  چې بابا په کټ ايښى و ..... زه يې راوړم -
ماشوم منډه کړه ، دخپل دمکتب له بستې نه يې دکتاب دپښتۍ پاڼه راوړه - اکايې دپوره کتاب پوښتنه وکړه  ،هغه ورته وويل :
- ما هغه دکاغذي طيارو جوړولو لپاره ښوونځي ته وړى و، خوهغه ډېر زوړ و، طياره  ترې نه جوړېده ، بيامې چېري چېري کړ-
 ځلمي هلک ته څپېړه ورکړه اوپرته له بلې خبرې يې دکتاب دپوش لومړى مخ په لاس دروازې ته ستون شو- وروسته يې ليکوال ته وويل  :
-  دا کتاب مو ښوده ؟
 هغه په لړزېدلي غږ وويل  :
- هو همداکتاب .
په داسې حال کې چې ماشوم خپلې اوښکې پاکولې،ځلمي هغه ته په اشاره وويل     :
- بخښنه غواړم ... ده خداى وهلي څېرې کړى - خداى خبرپاڼې يې چېرې اچولي - زه تاسوته بل دشاعرۍ يوښه نوى کتاب راوړم   -
دځلمي خبره لا ختمه نه وه چې دليکوال د لاس نه دلکړې واک ولاړ اوپه ځمکه راګذارشو-
٢٠٠٥ اپريل ٢٠
پېښور