مستانه هلک


زه ددنګو غرو ها مستانه هلک
ستا دجبين خال پسې روان شومه
ډېرو کلي والو نجونو وويل
لاړمه ښارى شومه او وران شومه
تاته چې نزدې شوم انګېرله مې
خاوره نه يم هسک شومه اسمان شومه
زړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خو
مينې سره خداىګو پالوان شومه

بې له سندرماره به زه څه کېدم
زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى وم
زړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکه
زه سپينې ګلۍ سره لوى شوى وم
غره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړله
زه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم
منډه کې به ولې لومړى نه ومه
زه دغرو سيلۍ سره لوى شوى وم

زه لکه دغره واوره را خوى شومه
ستا د ښار په لوري مې مزل وکړو
بس خو ستا تر لپې مې ځان ورسو
تا سره که ځان سره مې چل وکړو

زه د ښار تيارو کې ورکېدمه خو
ته لکه رڼا هلته ولاړه وې
ما په لوړه بيه رانيولې خو
ته راته ويړيا هلته ولاړه وې
پښې که مې ټپي وې او تڼاکې وې
ښکلې مسيحا هلته ولاړه وې
خداى ګو دوباره دې را ژوندى کړمه
ته لکه عيسا هلته ولاړه وې
سترګې مې موښلې ګوندې خوب به وي
نه ولا ! رښتيا هلته ولاړه وې

پرېږده چې دنيا را مخامخه شي
موم نه يمه تيږه يم ډبره يم
ښه چې شم د شاتو ميږتون يمه
بدو ته والله يوه ډمبره يم
تريخ که يم دنيا ته چې دښمنه ده
ته خو مې خوړلى شې شکره يم
يو ځاى به دنيا سره جنګيږو مونږ
تېر مې هم له ماله هم له سره يم

ښکلې خو دا يو احسان په ما وکړه
ما په تورو زلفو کې بندي ساته
بل ځاى کې مې سود دزړګي هېڅ نه شي
ما د زړه په کور کې دې خوندي ساته


2006        فبروري       4