ژباړه، لیکنه او تصرف: عبدالرحمن فرقانی

کورنا باید د الله تعالی پر تقدیر باندې د کلک ایمان ترڅنگ جدی ونیسو. د کورنا سره باید د احساساتي برخورد پرځای منطقی برخورد وکړو، تر څو ځان په خپل لاس هلاکت ته ورنه کړو.
په دې برخه کې د نقل(وحې) لارښونه عقل ته چې د وحې پر احکامو د پوهېدو لپاره تر ټولو مهمه وسیله ده، دا ده، [ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکه..] یعنې پخپله ځان د مرگ خولې ته مه اچوئ! یا په بل عبارت پخپل لاس ځان مه وژنئ!.
په کار ده، چې د نړیوالو صحي سییستمونو او نظامونو وقایوي لارښونې په خپل ژوندانه کې په دقیقه توګه عملی کړو، د عامه مصلحت لپاره د حکومت لارښونې ته په غور پام وکړو.
که نن د انسان علم او عقل د نوموړۍ وبا د مخنیوی څخه بې وسه او عاجز دی، خو سبا به د الله تعالی په مرسته د خپل صبر،حوصلې، زیار او مبارزې په پایله په دې قادر شي، چې د نوموړۍ وبا مخنیوی وکړي.
په دې لیکنه کې هڅه کوو، چې د دیني او اخلاقي ستونزو تداخل او هغه دیني ستونزې چې د کورونا د وبا په هکله مطرح کېږي، په تېره بیا د جوماتونه تړل او د ډله ییزو دیني مناسکو لغوه کول وڅېړو..دا تاسو او دا هم د لیکنې تفصیل:
ټوله نړۍ دکورنا د ویروس د چټکې خپرېدا له امله اندېښمنه ده. ورځ تر بلې یې مرگ ژوبله زیاتېږي. نوموړې نړیواله وبا دبشري تاریخ په لړ کې نوې نه ده، نړۍ د عمر ابن الخطاب په زمانه کې دې ته د ورته وبا شاهده پاتې شوې ده، چې بیا یې لړۍ په بېلابېلو زمانو کې ادامه پیدا کړې ده.
موږ په خپل تاریخ کې دوه مشهور طاعونونه پېژنو: لومړې وبا د "عمواس" طاعون دی، چې د ۲۵- ۳۰ زره وگړي یې له منځه یوړل چې د قربانیانو له ډلې یې دوه مشهور اصحاب معاذ بن جبل او ابی عبیده ابن الجراح هم وو.
نوموړې وبا په ۱۷-۱۸ هجري کال کې د فلسطین په یوه واړه کلي "عمواس" کې پیل او بیا ټول شام چې هغه مهال لویه سیمه وه خوره شوه. د دغې وبا پر مهال د مسلمانانو سره د خپل ځانونو د خوندیتوب او د عبادتونو د ادا کولو په هکله گڼ شمیر پوښتنې راولاړې شوې وې، چې د نوموړې وبا په هکله مشهور مستشرق "یوسف فان اس" هر اړخیزه څېړنه تر سره کړې ده او په هکله ځانگړی کتاب په آلماني ژبه لیکلی دی.
دوهمه وبا هغه لوی طاعون دی، چې په ۱۳۴۸ میلادی کې په اورپا کې د "تور مرگ" په نامه وپېژندل شوه. چې دهغه مهال د اوسیدونکې درېمه برخه یې له منځه یوړل! نومړې وبا هم د مورخینو ا لیکوالانو پام ځانته واړاوه او په اړه یې گڼ شمیر کتابونه لیکل شوي دي. و باگانو په اړه ډېری داسې مورخینو او لیکوالانو هم لیکنې کړې دي، چې دوی یې هم د قربانیانو له ډلې گرځېدلي دي، لکه ابن الوردي، الحلبي او تاج الدین السبکي چې د جمعې په ورځ یې دخطبه وينا واوروله. د شنبې په ورځ په وبا مبتلا او د سه شنبې به ورځ وفات شو.
په ټول کې وبا گڼ شمیر پوښتنې د خلکو سره را مڼځته کوي، چې ځینې یې طبي، ځینې یې دیني، ځینې یې اخلاقي.. وي، که موږ د کورونا د وبا په هکله ځير شو دې ته ورته پوښتنې دخلکو سره ډېرې شوي او په بېلابېلو محافلو کې مطرح کېږي، خو تر دېره په اسلامي نړۍ کې یې اخلاقي بحث چې په طبي ډگر او یا طبي اخلاقیات ډگر کې خپل ارزښت لري، لږ تر سترگو کېږي یا په بل عبارت کم مطرح کېږی!.
په عمومي وباگانو کې چې ټوله نړۍ گواښي، تر دېره طبیب د آني او فوري حل څخه د عاجزتوب له امله حل لارې نه شي وړاندې کولې په داسې حال کې چې د دین علماء خپل دیني تفسیرونه او دلایل او د وبا سره د راکړې ورکړې وړاندیزونه وړاندې کوي.
په ټول کې ملا او فقیه د وبا په اړه د اړوندو احادیثو او دوبا سره د سلفو د سلوک او چلند په لټه کې کېږي. او لاندې پوښتنو ته دځواب ویلو هڅه کوي: آیا اللهی قدر او پرېکړې ته تسلیم شو او که ورسره مقاومت وکړو!؟ آیا وبا اللهی سزا ده، که اللهی رحمت؟ آیا نوموړې وبا اللهی فعل او یا غیبی فعل دی، که داسې ویروس دي، چې لاملونه او اسباب یې معلوم دي؟ آیا د وبا په اړه زموږ ارزونې د هر چا د خپل اعتقاد پر بنسټ توپیر کوي او که په دې هکله د ټول خلکو په تړواو حکم یو دی؟
په تاریخي لحاظ طاعون یا وبا داسې معما پاتې شوې چې پرې پوهېدل گران دي. بېلابېل تفسیرونه یې په اړه شوي دي. خو په ټول کې یا پر مادي او یا هم پر دیني اسبابو یا لاملونو راڅرخېږي؛ چې مادي اسباب یې تر دېره طبی او یا نجومي تصوراتو او تفسیرونو ته ورگرځي. فیلسوف او طبیب "ابن سینا" طاعون داسې تفسیر کړی دی: "طاعون د هغه هوا د جوهر فساد څخه عبارت دی، چې د روح لپاره ماده او ادامه ده " . او ځیني نجومپوهان یې بیا اسباب د ستورو او سیارو په حرکت پورې تړي، څرنگه چې مورخ "ابنایاس " ورته اشاره کوي: نوموړی د کال ۹۱۹ هجري کال د طاعون په هکله وايي " کوم مهال چې لمر د حمل میاشتې ته ولېږدول شو، نو طاعون را څرګند شو" یعنې د پسرلي فصل په لومړیو کې. ښایي نومړي تفسیر هغه مهال دومره رواج ؤ, چې کوم قوی استدلال ته یې اړتیا نه لېدل کېده.
خو طبیب "ابن نفیس" بیا د طاعون درامنځته کېدو اسباب هم آسماني او هم ځمکني گڼلی دي. ځمکني یې د هوا له کړکتیا څخه عبارت دي او آسماني یې نجومي یا ستورلوژي اسباب دي، چې د اوړي او مني په پای کې دا حرکت ډېرېږي.
د مادي اسبابو څخه لېري، ځیني فقها، محدثین او دینپوهان چې د نوموړې ښکارندې په اړه لیکنې لري بیا موضوع له دیني اړخه تفسیروي. "ابن حجر العسقلانی" په خپل کتاب " بذل الماعون فی فضل الطاعون" کې وايي: " چې طاعون ستاسو د دښمنانو (پیریان) د فریب له امله رامنځته کېږی" د هغه حدیث پر اساس چې په دې هکله روایت شوی دی. نوموړي په دې ټینگار کوي، چې طبیبان د موضوع د تفسیرپه اړه معذور ګڼل کېږي. ځکه د دې ښکارندې تفسیر د مشاهدې او تجربې پر اساس نه بلکې د وحې پر اساس شونی دی.
د کتاب د لیکلو موخه یې هم د طاعون په اړه د احادیثو د راټولول،د احکامو بیانول او ورباندې تبصره کول وو، او چا چې د لومړي ځل لپاره د طاعون په هکله احادیث راټول کړل، هغه "ابن ابی الدنیا "چې کال ۲۸۰ کې وفات شوی دی.
خو سره له دې ښايي ابن حجر العسقلانی هڅه کړې ده، چې د طبیبانو د خبرو او نظریاتو او نبوي احادیثو تر منځ پرته له تناقضه همغږي رامنځته کړی. د بېلگې په توگه د پیریانو فریب څرنگه چې طبیبان یا طب یې تفسیروي، د انسان په بدن کې د طاعون د اغیز او تاثیر له امله رامنځته کېږي. خو حقیقی او ریښتني سبب یې بیا انسانانو ته دپیریانو کرکه او دښمني گڼل شوې ده.
ځینې نور تفسیرونه بیا پر دې باور دي، چې طاعون د ګناهونو د خپراوي له امله رامنځته کېږی. خو نوموړي تفسیرونه بیا متزلزل او نه همغږي پاتې شوي دي. په داسې حال کې چې طاعون په پرلپسې توگه د بشریت به ژوندانه کې رامنځته کېږي او د بې شمیره انسانانو ژوند اخلي. او د صحابی او نه صحابی، کافر، اهل ذمه او مسلمان، تر منځ توپیر نه کوي. کوم چې ټول د مملوکي عصر پر مهال د مسلمانانو ترڅنگ راووتل او الله تعالی ته یې د بلا او وبا د پورته کېدو دعا کوله.
دکورنا دنوي ویروس په اړه ځیني کوښښ کوي، چې ایدیولوژيکي تفسیرونه وړاندې کړي، کوم چې د دوی له خپل لیدلوری سره اړخ لگوي. د بېلگې په توگه کورونا د چین لپاره د مسلمانانو پر وړاندې د دوی لپاره سزا ده!. او کله چې کورنا وبا تر چین ووتله نوموړي تفسیر خپل ارزښت له لاس ورکړ. همد رنگه ځینو نورو کوښښ وکړ ، چې نوموړې ښکارنده د خپل لیدلوري لپاره وکاروي. دبېلگې په توگه صحي قرنطین هغه علمی اعجاز دی، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم د ټولو څخه وړاندې پرې عمل کړی دی. څرنگه یې چې د طاعون د ځای پر نه وتلو او نه ننوتلو حکم کړی دی.
او یا د حجاب د فرضیت سره مناسبت لري!، په داسې حال کې چې اوس نر او ښځي دواړه ماسک اغوندي. آن دا چې دشعه گانو لپاره بیا د ویروس خپراوی د امام مهدي د راڅرگندېدو لامل گڼل کېږی!. د نومړې ښکارندې تفسیر د دیني تفسیرونو تر برېده منحصر نه پاتې کېږی، بلکې سیاسي تفسیرونه هم په دې اړه وړاندې کېږی، لکه د امریکا او چین بیلوژیکه جگړه د یوه او بل پر وړاندې!.
خو د وبا پوهنې عصری علم بیا نوموړو ټولو تیرو یا زړوبېلابېلو تفسیرونو ته د پای تکی ږدي؛ وبا پوهنه وروسته له دې چې ابن سیناپکې نظرورکړي، یو پرمختللی علمی او تخصصی ډگر گرځېدلی دی. او د کورنا پر وړاندې اوسنۍ بې وسي موقته بې وسي ده، ځکه د کشفي علم امکانات اوس ډېر پراخ دي. او دا د پراخو او متراکمو زیارونو او په دوامداره زده کړه باندې د انسان د ایمان پایله ده. او نوموړي امکانات یوازې تفسیري نه بلکې وقایوی او درملیزهم دي.
اوسنی حاکم وضعیت له موقت ناکامۍ څخه پرته بل تفسیر نه لري؛ له یوه اړخه له دې پرده پورته کوي، چې د وباگانو کمښت او نه پېښېدل د علم له پرمختگ سره تړاو نه لري. بلکې وباگاني او ویروسونه هم کېدای شي په داسې ډول پرمختگ او ڼوښت ولري، چې د علم د پرلپسې پرمختگ، د نړۍ له نېږدیکت او د الوتکو له حرکت سره همغږي ولري، تر څو د انسان د علم که هر څومره یې پرمختگ کړی وي له محدودیت څخه پرده پورته کړي،. او همدا راز د علم د پرمختگ د ګټو تر څنگ دعلم د پرمختگ له زیانونو پرده بورته کړی.
او دغه اوسنۍ حاکمه بې وسي په حقیقت کې شته صحي سیستمونه او نظامونه په نښه کوی. چې په یوه وخت کې د دغو ډېرو ناروغانو د درملنې وس نه لری. او له دې کبله موږ د بې شمیره قربانیانو شاهد یو او په دې کې هم شک نه شته چې د قربانیانو شمیر د یوه هېواده تر بله - د صحی سیستم او نظام، صحی او وقایوي سیاستونو اود افرادوالتزام نوموړو سیاستونو ته - د توپیر پر بنست توپیرکوي.
سره له دې چې د ناروغيو ساریتوب هر چا ته روښانه دی، خو بیا هم ځیني د نه ساریتوب پر حدیث استدلال کوي او د جوماتونو تړل، د جمعې او جماعت لمانځه ځنېدل غیر شرعي برېکړه ګڼي. څرنگه چې حاکم المطیري او نور د سلفیت پلویان د هغو رسمي پرېکړو په مقابله کې د مخالفت دریځ خپل کړ، چې په سوریه، کویت، مصر او اماراتو او نورو هېوادونو کې د کورنا وایروس د مقابلې لپاره تر سره شوې او د هغه فتوی پر وړاندې چې د مسلمانانو د علماوو د اتحاد له لوری صادره شوه، او د جوماتونو د تړلو او د جمعې د لمانځه او جماعت د لمونځونو د ځندېدلو پر جواز تصریح کوي، هغه اتحاد چې د اخوان المسلمین پلویان ګڼل کېږي. د یادونه وړ ده، چې ورته فتوی د امارات د فتوی له مجلس او مصری دار الافتاء څخه هم صادره شوې ده.
خو د نارغیو د ساریتوب په اړه تر وبا پوهنې علم وړاندې هم زوړ بحث او مناقشه شتون لري. سره له دې چې ګڼ شمیر احادیث شتون لري، چې د نارغیو په ساریتوب دلالت کوي. او د "لا عدوی" د حدیث په اړوند د علماوو دریځ توپیر کوي.ځینې د نارغیو ساریتوب نفي کوي، څرنگه چې "شهاب الدین بن ابی حجله " چې په کال ۷۷۶ کې وفات شوی دی او همدا راز "ابن حجر" په خپله رساله کې چې د طاعون په هکله یې لیکلې ده. او ځینو بیا ساریتوب ثابت کړی او تایید دی، لکه "ابن خاتمه او لسان الدین بن الخطیب "په خپله رساله کې د طاعون په هکله یې لیکلې ده.
اړ یو ووایو ، چې د نارغیو ساریتوب او نه ساریتوب طبی مساله ده، او د نبوت له دندو څخه نه ګڼل کېږي. او په هکله د وبا پوهنې نوي علم پرېکړه کوي. خو باید ووایو، چې اعتقادي ابعاد هم لري، چې د نبوت د اساسي دندو څخه گڼل کېږي، تر څو د خلکو عقیده سمه کړي. په ځانگړې توگه د ساریتوب په اړه د نجومي او طبي تفسیر شتون، چې له اللهی قدرت څخه یې په بشپړه توگه بېلوي. همدا راز ټولنیز اړخ هم لري، په دې معنا چې ساري ناروغي ټولنه شله وي ،د ژوندانه بهیرونه او مسوولیتونه او دیني مناسک په ټپه دروي.
او ځینو علماوو په وبا کې ساریتوب په عملي ډول څېړلی دی؛ "شمس الدین المنبحي" چې په کال ۷۸۵ کې وفات شوی دی، په خپل اثر کې چې د طاعون په اړه یې لیکلی دی د هغو خلکو عمل یې غندلی دی، چې خلک یې د د لوی طاعون لپاره په یوه ځای کې د دعا لپاره را ټول کړل او طاعون په دې کار سره نور هم خور شو.
جالبه دا ده، چې "ابن حجر" هغه څوک چې د نارغیو د ساریتوب مخالف دی د وایروس په سرایت اعتراف کوي کوم مهال چې د "المنبحي " په نظر باندې تبصره کوي او وايي: او دا زموږ په زمانه کې هم پېښ شول کوم مهال چې په کال ۸۳۳ هجري کې په قاهره کې لوی طاعون رامنځته شو، او د مړو شمیرپه یوه ورځ کې تر څلویښتو کسانو کم ؤ، خو کله چې بیبان ته ووتل لکه د استسقا د لمانځه لپاره نو میاشت تېره نه وه، چې په قاهره کې په یوه ورځ کې د مړو شمیر تر زرو کسانو واوښت. او علت یې د ویروس ساریتوب ؤ. او نن د وایروس خپراوي تر بل هر وخت د لېږد و سایلو په او د خلکو د ټولنو په مرسته چټک شوی دی.
او د "المطیری" د تیروتنو څخه د بېلگې په توگه دا ده، چې د تاریخ په اوږدو کې د جوماتونو تړل نفی کوي. او په لږ پلټنې سره موږ په آسانۍ سره دوی مشهورې پېښې موندلی شو، چې پکې جوماتونه تړل شوي دي: لومړې پېښه په کال ۶۵۶ هجري کې کوم مهال چې تتار بغداد ښار ته ننوتل. "ابن کثیر" او نور مورخین روایت کوي: د یوې میاشتې لپاره په بغداد کې د شدید ډار او پراخه مرگ له کبله جوماتونه وتړل شول، د جمعې او جماعت لمنځونه تعطیل شول.
او دوهمه پېښه: په کال ۱۲۱۵ هجري کې څرنگه چې مورخ "عبدالرحمن الجبرتي " د شیخ "حسن العطار "څخه په مصر او شام کې د طاعون د پېښو په اړه روایت کوي: " بازارونه وتړل شول. او ټول خلک په مړو، جنازه کونکو او نارغانو .. و ویشل شول، علماء ، لوستونکی، چارواکي، د حرفو خاوندان .. ټول مړه شول، په جوماتونه کې آذان او امامت وځڼدول شول. او پاتې خلک پر نورو چارو مشغول شول .. ".
په کار ده، چې د جوماتونه د تړلو او د شرعی تکلیف د الغاء تر منځ توپیر وشي. مجال نه شته چې د جمعې د لمانځه د الغاء په هکله بحث وشي، ځکه چې د جمعې لمونځ خپل بدیل لري او هغه د ماسپښین لمونځ دی؛ او که اصل ـ د جمعې لمونځ ـ د شرعي عذر لپاره او یا د وقایوي سیاست یا عمومي مصلحت لپاره ،ځڼدول شي، نو بدیل یې چې د ماسپیشین لمونځ دی، واجبېږی. څرنگه چې دجماعتونه او له ډلې یې د جمعې لمونځ وجوب یوازې په جوماتونو پورې نه محصورېږي، تر څو یې تر سره کېدل او نه تر سره کېدل د جومات په پرانېست پورې اړه ولري.
واقعیت د امر دا دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د زیان او ضرر پر مهال امر کړی دی، تر څو به خپلو کورونو کې لمونځ وکړی. او په دې برخه کې د جمعې او نورو وختونو د لمانځه په منځ کې توپیر نه شته؛ ځکه مساله په ډار، زیان، گواښ او ضرر پورې تړلې ده، نه هم د پرېښي یا ځڼدول شوي عبادت په نوعیت پورې. او که چېرې دا چاره په ډېر کم ضرر او زیان ، لکه ورښت، د وږې او پیاز خوراک.. کې جواز لري. نو په اولی صورت د وبا او ساري نارغیو چې د پراخ هلاکت موجب گرځي، که څه هم چې ځینې وخت د گماڼ تر برېده وي د زیان په اړه جواز لري. په داسې حال کې چې امام الخطابی وايي: " دجمعې لمونځ فرض کفايي دی. که یې یوه ډله یې ادا کړي د نورو خلکو له غاړې ساقطېږي او په دې توگه نوموړي دیني رسم برځای کېږي "!.
په دې اړه د دیني عبادتونو د الغاء یا تعطیل مخالفین دا خبره له پامه غورځوی، چې وبا ساري ناروغي ده، د یو کس ناسم تصرف د زرگونو خلکو د مرگ لامل کېدای شي. او دا له پامه غورځوي، چې د حکومت او صحي سیستمونو او نظامونو لارښونې د عامه مصلحت لپاره وړاندې کېږی.
ابتلا انسان متحانوي. ×ینې انسانان الله تعالی ته رجوع کوي. د توبې او دعا لار خپلوی. د نورو سره همکارۍ او کمک کوي. او ځینې نور بیا د دنیا سره خپل تړاو او مینه پالي.