سلامونه او د نوی ورځی په هیله

د پښتنو دښمنان پښتنو ته افغان غول وایی. که څه هم دا د هغوی نادانی ښیی خو متاسفانه ځینی پښتانه لیکوالان د خپلو لیکنو د کم علمی په خاطر هغوی ته ښه سند ورکوی.

زما په ګمان دا لیکوالان د روشنفکری ادعا به هم لری خو روشنفکره د ستری علمی پانګی نه ورسته د خپلو زده کړو په هکله فکر کوی او بیا يوی اصیلی نظریی ته رسیږی. ډیره د خپګان ځای ده چه په همدی پاڼه کی ځینی پښتانه یا کم علمه  مقالی لیکی او یا خو بی بنیاده نظریی ورکوی. 

اول. څوک چه په اسلام او یا له اسلام نه خبری کوی هغه باید په اسلام او سیکیولری افکارو ښه پوه وی، اسلامی افکار یی په مقارنوی شکل څیړلی او بیا یی خپله نتیجه اخیستی وی. هغه چه نه اسلامی څیړنه لری او نه غربی افکارو ته د یوه ناقد رول لری بلکی په یوه تنګنظره غربی ښونځی کی د اسلام ضده عناصرو د لیکنو او درسونو تر تاثیر لاندی راغلی وی له هغه نه هیله کوو چه داسی نیمګړی نظریات په پښتنو باندی خرڅ نکړی. زمونږ توصیه داده هغه دی پوره ټول اسلامی علوم زده کړی، د اروپا او اسلام تاریخ دی ووایی ترڅو ده ته د اسلام تاثیر په اروپا باندی ورته معلوم سی. مثلا که دا افغانانو د اسلام د بیعت نظریه او په حکومت کی د قانون برتیا ویلی وای نو د فرانسی د فاسد نظام صفت به یی دلته نوی لیکلای. هفوی به آزادی خدای ورکړی حق نه وو بللی. اسلام هم ازادی لری او هم مسئولیت. نو که څوک په اسلام پوه وی هغه به داسی چټی خبری نه لیکلی. 

دوهم. دا ډیره بی علمی دی چه اسلام له عیسویت سره په یوه تله کی واچول سی. نه اسلام عیسویت دی نه د هغوی په شانی اپلتی وهی. دا د مسلمانانو لیکنی وی چه اروپا یی له وحشت نه وژغورله. اوروپا چه کله له کلیسا نه ازادی ترلاسه کوله نو د مسلمانانو مثالونه به یی ورکول. د مسلمانانو  فلسفی سیاسی او حقوقی لیکنی یی لوستی وی او انی کلیسا هم د مسلمانو علماؤ کتابونه لوستل ترڅو عیسویت ته څه عقلی بڼه ورکړی. اوس بیعلمه او بیعقل مسلمانان د اروپایانو تقلید کوی او د خپل تاریخ نه غفلت کوی.

دریم. د اروپا تاریخ باید ښه وویل شی. د ښځو مملوکیت دینی ندی بلکه دودئز دی. 

څلورم. د ډیر تاسف ځای دی چه اتیا کاله تیر شول او دا بیدینه افغانانو لا تر اوسه دا درک ندی کړی چه په افغانستان کی بیدینی ځای نلری. دا بیدینو کله غرب او کله په شرق باندی ځانونه وبایلل. پردی سړیخواره یی راوستل. نتیجه یی دا سوه چه دوه ملیونه افغانان یی ووژل. خو همیش یی د ګداګری کچکول په لاس کی وو او هیڅ وخت یی د یو خودکفا افغانستان فکر نوو کړی.

پنځم. د اسلام توهین او د فاسدی فرانسی توصیف کول د ډیری بی علمی نښانه ده. فرانسه د بیدینه افراطیانو او نژادی توپیرپالانو غار دی. که دی پښتنو لیکوالانو لیږ څه تحلیل لرلای نو د فرانسی د استعماری تاریخ به د هغوی د آزادی او طبیعی حقونو په دعوی کی متافقت ورښولای وای. که دی لیکوالانو د فرانسی د اوسنی نژادی توپیر په هکله څه ویلی وای نو داسی کورکورانه مضمون نه به یی ډډه کړی وای. 

شپږم. څوک چه د غربی آزادی ډولونه وهی هغوی په واقعیت کی د ملتونو غلامی غواړی. اوس د ازادی په نامه غریب کسان د شتمنو په چوپړ کی اتلس ساعته کار کوی او بیا هم یو بی عزته او حقیر ژوند تیروی. ازادی یوازی د شتمنو لپاره ده. البته فحاشی ټولو ته مجازه ده. خو د فحاشی لکبله نن میندی ندی خبری چه د چا اولاد یی په خیټه کی ده. په هره ورځ د فرانسی په دولت کی یوه ښځه د ملګری په لاس وژل کیږی. بی پلاره اولادونه په بیلابیلو جرمونو اخته دی. بیلابیل روحی مرضونه لری. دغه ازادی اخیرته خلک په خپل کورونو کی بندیانوی. 

اوس به یوی بلی موضوع ته پاملرنه وکړو

زه په کابل او نورو ښارونو کی په پردیو ولاړ توپکیانو ته د کابل اداره وایم. دا نه د پاکستان خبره ده نه بی واقعیته ادعا ده. د بین الملل د اساسی قانون له مخی د امریکایانو یرغل ناروا وو او همداسی د هغوی راوړی اداره. څنګه چه دا اداره له ښارونو نه د باندی قدرت نلری نو یړاځی په همدی اساس ورته د کابل اداره ویلای شو. که څوک رښتیا وایی او د افغانستان له منڅه خبر وی نو هغوی به هیڅکله ونه وایی چه انتخابات په رښتیا سوی وو. په دی برسیره په اوسنی په نامه انتخاباتو کی څه کم دوه ملیونه رایی ورکړسوی وی. دا د کابل د نفوسو په مخ هم کمی وی چه ګواکی د کابل ټولو خلکو رایه نه وه ورکړی. غنی ددی رایو په اساس صرف ۹۰۰ زره کسانو انتخاب کړی دی. کیدای سی عبد الله ریښتیا وایی چه په انتخاباتو کی غدر شوی. ځکه جه د پښتنو په سیمو کی به څنګه انتخابات وی؟ هیله ده لیکوالان واقعیت نه سترګی پټی نکړی.