د ارواپوهنې په اصطلاحاتو کې، چې ډېره بنسټېزه بلل کیږي هغه ځان خوښونه ده. دغه اروایي کلمه او اصطلاح د لرغوني یونان له یوې کیسې څخه اخیستل شوې، چې دېو مالایي بلل کیږي. په دې کیسه کې مرکزي کردار او هېرو نارسس بلل کیږي، چې د نورو د غوښتنو تر څنګ له خپلو غوښتونکو او شاوخوا چاپیریال سره هېڅ د زړه خواله نه لري. 

یاد هېرو د خپلې ستاینې په اورېدلو سره دومره ځان خوښی شوی وي، چې د دنیا ټولو کارونو ته یې شا کړې وي. د هیرو په اړه کیسه څه داسې ده، چې یوه ورځ هیرو په اوبو کې د خپل انځور په لیدو سره په خپل ځان مین شو، څو شپې او ورځې یې خپل انځورته کتل، له لوږې او تندې څخه بې واکه شو، خو بیا هم دی کوشش کاوه، چې اوبو ته لاس ور نه وړي، ځکه چې د اوبو په ښورېدو سره به یې انځور ړنګ شي او ښکلا به یې له منځه لاړه شي، دی نه غوښتل چې داسې کوم کار تر سره شي او دده ښکلا او انځور ته تاوان ورسږي. نو د هیرو دا کار ددې باعث شو، چې له تندې ومړ. 

 دېو مالا په یونان کې موقعیت لري، چې یونانیانو ترې د نرګس ګل جوړ کړی او ځان خوښونکو ته د نرګسیت نوم ورکوي. ارواپوهان په دې نظر دي، چې د ځان خوښونې ډیر سمې غوښتنې په موږ ټولو کې شته لکه په ځان باور، خپله وړتیا پالنه، چې ښې انساني ځانګړنې دي، چې د ځان خوښونې پر ځای سمې غوښتنې بلل کېږي. 

ځان جوړونه په دې معنا نه وي، چې د خپل شخصیت جوړولو بنسټ د بل پر ورانولو متکي وي. ځان لیدنه داسې ونه واوسي، چې تکیه یې په خپلو ټولو ناوړتیاوو وي. ځان پالنه داسې ونه واوسي، چې د ټولو لوېدلو او ځورونکو رویو څخه ځان ساتنه وکړي.  ځان خوښونه د یو شخصیت هغه ناروغي بلل کیږي، چې په چاپیریال او ټولنه کې د ځور او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او تر ټولو ناوړه اړخ یې دا دی، چې ناروغ خپله ناروغي نه مني او په ډېرې پیاوړتیا سره خپله وړتیا او غوښتنه جوتوي. که څوک یې د درملنې هڅه کوي نو په ټولنه کې ددې ځان خوښونکو ناروغانو لخوا د بد نیتو او تنګ نظرو په نوم یادیږي. 

لکه څنګه چې د یو سړي د ځان خوښونې ناروغي د یوې کورنۍ او یا ډلې لپاره څومره ستونزې او مشکلات را برسېره کوي، همدغه ډول ټولنیزه ځان خوښونه د نړۍ د قامونو په سیمه ییزو او نړیوالو تنظیمونو کې د تاوتریخوالي، اندیښنو او په پای کې د نښتو او جګړو باعث ګرځي، چې دا کار د ټولنیزې غوړیدا او ورورګلوۍ په لار کې خنډ واقع کیږي. 

د ځان خوښونې په اړه ډیری پوهان کار کوي، تر څو په دې موضوع کار وکړي او په ټولنو، قومونو او بلخصوص په انسانانو کې د ځان خوښونې هڅې را کمې کړي. دوی دې نتیجې ته رسېدلي، چې په ټولنېز ژوند کې ۵۰ سلنه ستونزې، مشکلات، جنګونه او جګړې له دې ناوړه پدیدې (ځان خوښونې) څخه را زېږېږي. 

ځان خوښونه او بې ځایه هیله یو له بل سره تل ملګري پاتې شوي، د بې ځایه هیلو یو تاوان دا وي، چې د ځان څارنې یا کره کتنې وس او توان ورو، ورو وژني، نو سړی چې د خپل ښه او بد جاج نه شي اخیستی، د سړیتوب غوړېدا یې درېږي، په ټولنېزه کچه د خورېدونکو بې ځایه هیلو ازموینه یوه ورځ نه یوه ورځ د انسان په مخ کې راځي. 

د ځان خوښونې یو بل اړخ دا دی، چې ناروغان یې یوې خوا ته په خپل تهذیبي پېژندنه باندې په ویاړ کولو سره د لېونتونب تر بریده رسېږي او بلې خوا د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره بشپړه ټولنه هم تر پښو لاندې کوي. د ځان خوښونې بنسټ پر کرکه ولاړ وي او ناوړه جذبې ددې ونې مېوه هغه توندوالی دی، چې د راپارولو لپاره یې یوه وړوکې ډله زموږ په ټولنه کې کار کوي. 

ډاکټر تهامس وایي، چې د ځان خوښونې د ناروغ پېژندل ځکه ستونزمن وي، چې دوی هر وخت د خپلې وړتیا ستاینه کوي او د خلکو په مخ کې تل خپله بې ځایه پوهه جوتوي او ځان پوه ښيي، ځکه خو د ځان خوښونې ناروغان په دې برخه کې ډېره وړتیا لري او نه پېژندل کیږي. تهامس زیاتوي، چې ددې ډول ناروغانو پېژندل ځکه اړین دي، چې دوی په ټولنه کې ناوړه روې خپروي او دا روې په ټولنه کې کرکه او یو پر بل بې باوري رامنځته کوي.  

ډاکټر تهامس د ځان خوښونکې ناروغۍ نښې په لاندې ډول په ګوته کړې دي: 

د ځان خوښه سړي لپاره دا امکان نه لري، چې هغه دې پر خپلو اړتیاوو باندې ټولنیزو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي، هغه له چا سره د زړه خواله نه کوي، د مثال په ډول کله، چې د یو چا سره ستړې مشې کوي نو ټول الفاظ او خبرې یې د ژبې پر سر او یو عادت ته ورته وي. 

ځان خوښوونکی سړی چې کله هم د خپل بې ځایه ویاړ خیالي ماڼۍ ته رسېدونکی زیان وویني، نو د یوه روغ سړي په انډول څو کرته زیات غبرګون څرګندوي. 

عام وګړي که له ناکامۍ سره مخ شي نو خپل ځان ملامتوي. خو ځان خوښوونکی سړی هر وخت خپله ناکامي پر بل تاوانوي او خپل ځان ځکه نه ملامتوي، چې ناکامي شرم ګڼل کیږي. 

لوی ځان ښکاره کول، په چاپلوسۍ خپله چاره تر سره کول د ځان خوښونکي سړي ځانګړنې دي، چې څرګندونه یې کله په لوی زړه او کله یې په پام سره کوي او تل د ستاینې او ارزونې وږي وي، ځان خوښه ویاړ، د نورو غندل او ځان ښکاره کول یې د ښکاره کړنو څخه ګڼل کېږي. 

له شرم او مننې څخه د ځان خوښونې په خاطر ګټه او د خپل ځان لوړتابه او پوهې ساتنه (په خپله کوتاهي وشرمېږي یا د نورو په پېرزوینې باندې مننه وکړي) ځکه په دې کار سره دوي ته ځان ټیټ ښکاري. د مثال په ډول کله که کومې ناستې ته ناوخت را ورسېږي نو وایي، چې په لار کې ځېنو کسانو په خبرو بوخت کړم، یا دې ته ورته بله بهانه. 

که څه هم دده له خبرو څخه دده د ځان ښودنې څرګند څرکونه لېدل کېږي خو بیا هم د ځان خوښي ناروغ تل دا هڅه وي، چې د خپلې پوهې ارزښت په یوه نه یوه بڼه پرېږدي، چې خلک پرې ونه پوهیږي، چې دی ځان ښکاره کوي. 

 

 

 

همدارنګه ارواپوه ډاکټر ډېوډ تهامس د ځان خوښوونکي سړي ځانګړنې په لاندې ډول په ګوته کړې دي: 

د هغه په هر کار کې د نورو له جذباتو سره اړه نه وي، د بېلګې په ډول د ژبې پر سر پوښتنه یا د خپل ښه سړیتوب د څرګندولو لپاره له نورو څخه پوښتنه او دې ته ورته. 

د هغه ټول خیالونه او کړنې نږدې له بل چا څخه پور شوې یا اخېستل شوې وي (دا ډول خلک د نورو خلکو پیښې، چلونه او د نورو پر قدمونو باندې خپل قدم وهي. 

د نورو له ستونزو او جذباتو سره په تړاو خپل غبرګون نه ښکاره کول، د بل خبره نه اورېدل او خپله خبره په نورو اورېدل. 

دوی کوچني کارونه نه کوي، بلکې په نورو یې تر سره کوي، ځکه د دوی په وینا، چې په وړو کارونو کې وخت بې ځایه مصرفیږي او زموږ له سړېتوب او شان سره نه ښایي. 

د دوی په خیال د کار چوکاټ او پالنه د دوي لپاره نه ده او نه یې پلي کوي. 

که چېرته هغوی په دې باور ولري، چې نه نیول کېږي، نو بیا له دوکې ورکولو څخه ځان نه سپموي او له دې کار څخه مخ نه اړوي. 

کله، چې تاسو په کار کې له هغه سره ګډون ولرئ، تاسو باور وکړئ، چې د کار لویه برخه به تاسو تر سره کوي. 

دوی چې کله کار بل چاته سپاري، نو بیا هم په کار کې له لاس وهنې څخه لاس نه اخلي او کله چې کار په بریالیتوب سره تر سره شي، نو بیا یې لامل په خپله لارښوونه او لاسوهنه ګڼي او که وران شي، بیا یې تور پر هغه کار کوونکي وي، چې چاته یې سپارلی وي. 

کله چې دده پر اړه خبره وي، نو ډېر کله یې د اورېدو توان لري، او نه ستړی کېږي او چې د بل چا په اړه وي او یا داسې خبره وي، چې دده یادونه په یو ډول نه پکې کېږي، نو بیا له خبرو څخه ځان لرې کوي. 

له ځان خوښه خلکو سره پر کارکوونکو باندې ذهني او اروایي بار او بوج نور هم زیات شي، نو په کومو ډلو کې، چې دا خلک واک په لاس کې ولري، هلته د غړو او کار کوونکو راتګ ورو، ورو کمیږي او کله یې چې واک په لاس کې نه وي، هلته هر وخت له ملګرو سره اخته وي او یا بې وزله ځان څرګندوي. 

د ځان خوښوونکي سړي د ځانګړنو په اړه مو د ډاکټر تهامس څرګندونې ولوستې، په رښتیا، چې دا د ځان خوښوونکي سړي ځانګړنې وي، کومې چې پورته ذکر شوې. 

اوس که په افغاني ټولنه کې د ځان خوښونې په اړه خبرې کوو، نو موږ ته د ډاکټر د تهامس د څرګندونو څخه د ځان خوښوونکو ځانګړنې او ددې ناروغۍ نښې په ډاګه څرګندېږي. په افغاني ټولنه کې دا ستونزې ډېرې تر سترګو کیږي، حتا دا پدیده د کورنیو نه نیولې آن په دولتي کچه هم موږ ددې پدیدې شاهدان یو. د مثال په ډول په افغانستان کې د موازي ټولنو، موازي ادارو حتا په حکومتي چوکاټ کې د موازي چوکیو شتون د ځان خوښونې لوی لوی مثالونه بلل کیږي. 

ډېر کله دا پدیده په موږ کې کرکه، ستونزې، بې اتفاقي او شخصیت وژنه رامنځته کوي. دا کرکه او بې اتفاقي په هېواد دننه او د هېواد څخه بهر د ځېنو ځانګړو خلکو په ګټه تمامیږي او بېرته دا ځانګړې ډله دا کرکه، بې اتفاقي، شخصیت وژنه او ستونزې د دې خلکو، ټولنې، قومونو او حکومت پر خلاف کاروي. باید یادونه وکړم، چې ډېر کله د دې پدیدې په پرمختګ او ښه تطیبق کې انجوګانې مهم رول تر سره کوي، ستونزه دا ده، چې زموږ خلک انجوګانو ته یواځې د ګټو او فایدې په خاطر ګوري او د نورو اړخونه  ارزونه یې نه تر سره کوي. 

ځان خوښونې نه یوازې زموږ په کورنیو، کلیو، قومونو او ولسونو کې کرکه، بدبختي او بې اتفاقي را پیدا کړې بلکې زموږ هېواد یې هم دوه ټوټې (د دوو مشرانو لخوا د واک ویش) کړی. پورتنیو څرګندونو ته په کتو سره موږ ډېر په اساني سره کولای شو، دا ناوړه پدیده درک کړو او تر څنګ یې په پایلو هم ځان پوه کړو. نه تنها ځان ښونې په وړه کچه ستونزې را پورته کړې، بلکې دې شومې پدیدې د هېوادونو په کچه هم ډېری ستونزې او مشکلات را پورته کړي دي. نو ښه خبره ده، چې په خپلو کورنیو، ټولنو او حکومتي چوکاټ کې د دې شومې پدیدې مخه ډب کړو، چې په دې کار سره کولای شو د ټولنې په خلکو کې  ۵۰ سلنه تاوتریخوالي، تشدد او جګړې مخه ونیسو او ټولنه د یوتلپاتې ثبات پر لور سوق کړو.