ډيټا بيس Database
Database ته معلوماتي بانک هم وايي. په اصل کې د هغو ريکارډونويا معلوماتو ټولګه (مجموعه) ده چې په منظمه توګه په کمپيوټر کې زيرمه او ساتل شوي وي، دا ريکارډ شوي معلومات د هر شي په باره کې کيدای شي.د بيلګې په توګه:
_ په ښونځي کې د شاګردانو نومونه، ادرسونه اونور ځانګړنې.
_ په پوهنتون کې د محصلينو نومونه ، ادرسونه اودهغوي په اړه نور معلومات .
_ په يوه لويه اداره يا وزارت کې د کارکونکو نومونه او ادرسونه
_ په يوه ه ولايت کې د ټولو شته موټرو د نمبر پليټ دسريال نمبرونه .
_ ديوه هيواد ټولو اتباعود تابعت د تذکرو په اړه ضروري معلومات .
دې ډول منظمو معلوماتو ته چې په کمپيوټر کې را ټول او زيرمه کړای شوی وي د ډيټا بيس Database لفظ کارول کيږي.
د ډيټابيس اصطلاح د لومړي ځل له پاره په ١٩٦٣ م کال د جون په مياشت کې وکارول شوه . دا هغه وخت و چې د (System Development Corporation )په نامه يو شرکت د( محاسباتو د پراختيا او مديريت له پاره مرکزي ډيټابيس ) په نامه ديوې طرحې د جوړولو تابيا په غاړه واخيستله .
د ډيټا بيس اصطلاح د ٧٠ لسيزې په لومړيو کې په اروپا او د همدې لسيزې په پای کې د امريکې په معتبرو خبري رسنيو کې هم وکارول شوه .
د شخصي کمپيوتورونو د ډيتا بيس په پروګرامونو کې معلومات د جدولونو په بڼه تنظميږي چې هر قطار ته يې ريکارډ(record ) او هر کالم ته يې
( Field ) وايي .هر ريکارډ ، د همغه کالم ځانګړي معلومات ساتي .
نن ورځ په کمپيوټر کې د Database دجوړولو لپاره زيات او بيلابيل پروګرامونه کارول کيږي چې د يو څو نومونه يې دادی
- Microsoft Access
- Oracle Database
- File Maker
- Helix Database
- Information Management System
- VistaDB
- Microsoft SQL Server
- OpenOffice.org Base