انجنير ستانه مير زهير

ډيسل (   DSL  )

    DSL    د (   digital subscriber line   ) کلمو لنډيز دی.  

ډيسل  د کورونو، دفترونو او ادارو  د عادي تليفونو له لارې ، د انټرنيټ سره دتړلتيا امکانات برابره وي  .دغه تړلتيا د عادي موډيمونو پرځای د ځانګړو موډيمونو په وسيله ترسره کيږي چی د DSL دخدمتونو وړاندې کونکي شرکت يې  د ډيسل دفعالولو په وخت کې د خپلو مشتريانوپه واک کې  ورکوي .                                                                                  

د ډيسل ښې ځانګړتياوې  دادي :

  • کله چې  انټرنيټ  فعال وي تليفون ته زنګ راتللی  شي او بې له دينه چې انټرنيټ قطع شي ، د مقابل لوري سره خبرې او مکالمه کولی شو .

  • نوي لين غځولو ته اړتيا نه وي  د تليفون دموجود  عادي لين څخه استفاده کيږي .

  • د عادي موډيمونو په پرتله يې ، د انټرنيټ سرعت او چټکتيا  څوڅو ځلې   زياته وي

د ډيسل له لارې  د ډيټا د  ليږد راليږد  وړتيا په هغې فاصلې پورې اړه لري چې د مشتري ( کارن ) او د ډيسل د وړاندې کونکي شرکت تر منځ شتون لري  .هر څومره چې دا واټن کم وي په همغې اندازه د انټرنيټ چټکتيا زياته او د ډيټا د ليږد راليږد وړتيا  هم زياته وي .

خو ځنې نيمګړتياوې هم لري چې هغه يې په دې ډول دي .

  •  په هر ځای کې ورنه ګټه نه اخيستل کيږي .
  • د ډيټا د لاس ته راوړلو وړتيا يې  د ليږد   په پرتله  زياته وي . يعنې همدغه  يو غير منطقي توازن  يې نيمګړتيا ده .
  • هر څومره چې د ډيسل د خدمتونو دوړاندې کونکي شرکت څخه واټن زياتيږي  ، په همغه اندازه يې د انټرنيټ  سرعت يا چټکتيا هم کميږي   .

ددنيا په زياتو کورونو او ادارو کې ، مشتريان عموما  ديو نا متقارن ( جدا ) ډيسل

 (digital subscriber line   Asymmetric )  څخه ګټه اخيستل کيږي  چې لنډيز  يې (  ADSL  )  دی . ADSL لاس ته راوړونکی فرکانس په يوه ليکه ويشي څو د انټرنيټ مشتريان د ډيټا د لاس ته راوړو او ليږد وړتيا ولري.

په دې ډول ډيسل کې د ډيټا د ترلاسه کولو و وړتيا د ډيټا د ليږد په پرتله څو څو ځلې زياته وي يعنې د معلوماتو د لاس ته راوړلو ليکه د ليږد په پرتله  درې يا څلور ځلې چټکه او ګړندۍ وي .

ADSL له دوو ځانګړو دستګاو څخه ګټه اخلي. يوه يې د خپلو مشتريانو په سيمه او بله دستګا يې د ډيسل د خدمتونو د وړاندې کونکي شرکت د تليفونونو د ISP له پاره ځای په ځای کيږي .

د انټرنيټ د مشتريانو په سيمه کې DSL  د يو ټرانسيور نه  ګټه اخلي چې عام خلک همدې ټرانسيور ته دډيسل موډيم وايي خو د تليفون متخصيصين او مسلکي کسان يې  ATU -R   بولي . همدا وسيله د مشتري د کمپيوټر او د ډيسل د شبکې ترمنځ  اړيکي ټينګوي .

همدا رنګه د ډيسل شرکت د ډيسل د Access Multiplexer  نه هم ګټه اخلي  چې د کلمو  لنډيز يې
(  DSLAM  ) دی . دا دستګاه د ډيسل د شرکت  په مرکز کې ځای په ځای وي او د انټرنيټ د مشتريانو له پاره ځانګړي خدمتونه چمتو کوي .

يو وخت د ADSL  ټکنالوژی په ډيرې چټکۍ وده کوله ، د سپوږمکيواو د عادي موډيمونو له لارې ، انټرنيټي  خدمتونو د برابرونکو شرکتونو سره په ستره  سيالۍ اخته و. د ځنو پخوانيو احصايو له مخې په ١٩٩٩ م کال  په امريکا کې په ٣٣٠٠٠٠ کورونو او ادارو کې د ډيسل له خدمتونو ګټه اخيستل کيده .په هغه وخت  کې  دا وړاند وينه  هم شوې وه  چې  دغه ارقام به د  ٢٠٠٣ م کال په ورستيو  کې ٩٣٠٠٠٠٠ کورونو او ادارو  ته  پورته شي .

 په اوسني وخت کې د ADSL سرعت او چټکتيا په يوه ثانيه کې  ١،٥ ميګا بايټه اټکل شوې ده خو .دتيورۍ له پلوه هلې ځلې روانې دي  چې دغه سرعت په ثانيه کې ٧ ميګا بايټه ته پورته شي .په دې برخه کې څيړنې هم شوی او د VDSL  په نامه د  ټکنالوژي يوه طرحه تر کار  لاندې ده .