ډيټا (Data) د لايتنی ژبی د Datum له کلمې اخيستل شوی چې د يوی موضوع په اړه د حقايقو او  ارقامو په معنی کارول کيږي. د کمپيوټر په يو تعريف کې ويل کيږی:

کمپيوټر ډيټا اخلی، پروسس کوي يې   او معلومات تری جوړوي.

له دی تعريف څخه معلوميږی چې DATA د معلوماتو

 (Information) لومړنی شکل يا بڼی ته وايي.

يا په بل عبارت:ډيټا په لومړنی حالت کې بی مفهومه او بې معنی وي خو کله چې منظمه شي او مفهوم پيداکړي نو معلومات ترې جوړ شي.

د بيلګی په توګه: (احمد، کلن ،  ،١٣٧٠ ،  ورور، کال ، محمود، زيږدلی ، دی،  ١٩،  ) دلته دا هر څه ډيټا ده چې په تورو او حروفو ښودل  شوی او کوم ځانګړی مفهوم او  معنی نه لري خو که همدا ډيټا منظمه شي نو داسې معلومات ترې جوړيږي .

( احمد د محمود ورور دی،  په ١٣٧٠ کال کې زيږيدلی ، اوس ١٩ کلن دی)

ډيټا هر څه کيدای شی. ښايی عکس ، اډيو ، ويډيو، متن، او داسی نور شيان وي .

ډيټا  انسان  د خپلو پنځوګونو حواسو په واسطه درک کول شی خو کمپيوټر يې  بيا د ځانګړو وسايلو لکه کيبورډ،ماوس او نورو په مرسته  تر لاسه  کولی شي.

ډيټا د انسانانو له خوا د تورو، اعدادو، نښو او ياهم په ګډوله ډول ښودل کيږي  خو کمپيوټر يې د (صفر او يو) په بڼه څرګندوی.

په لنډه توګه ويلی شو چې د Data اصطلاح  کوم معياري او ثابت  تعريف نه لري  . په نسبي توګه ويلی شو که ډيټا  پوره او بشپړ مفهوم ولري  معلومات اوکه مفهوم ونه لری  Data يې بللی شو خو دا هم بايد هير نه کړو چې ځنې وخت  همدا معلومات د يوې بلې پروسې  دزياتو معلوماتو له پاره ، د ډيټا حيثيت لري .

کمپيوټر ته د ډيټا د داخلولو پرزی ډيرې دي  خو شپږ ډوله يې زياتې کارول کيږی چې له  هغی جملی نه: کيبورډ، ماوس، ډيجيټال کمره، سکنر، مايکروفون، کمپيوټری ويډيو يي کمره يې  د يادونی وړ دی.