انجنير ستانه مير زهير

زيپ  Zip

zip  په کمپيوټرپوهنه کې د هغه   نښتځل شو ی  ( Compress- فشرده ) فايل  نوم  دي جې په اسانۍ سره د انټرنيټ څخه کمپيوټر ته  ( ډانلوډ)  او يا هم د کمپيوټر څخه انټرنيټ ته  د  ( اپلوډ)  په موخه جوړيږي  .

نښتځل شوي فايلونه د اصل فايلونو په پرتله سپک او کوجني وي ، کله چې د انټرنيټ چټکتيا کمه وي نو د اصل فايلونو ليږد راليږد  دستونزو سره مخ کيږي .

 ددې ستونزې د حل له پاره لومړی  فايلونه يا ډيټا د تښتځلو دبيلا بيلو پروګرامونو له لارې  نښتځل  او کوچني کيږي څو لږ ځای ونيسي اوراکړه ورکړه يې  په اسانۍ تر سره شي .

.په دې پروګرامونو کې Zip    ځانګړی ځای لري .هغه فايلونه چې په دې پروګرام کې نښتځل شوي وي په پای کې د zip   روستاړی ( extension ) لري .

د Zip يوه نيمګړتيا داده چې د غږ (audio ) او تصوير (video  ) لرونکي فايلونه ددې پروګرام له لارې په ښه توګه نه نښتځل کيږي .

کله چې څوک وغواړي د zip  نښتځل شوی پروګرام بيرته خپل اصلي حالت ته راولي  نو داکار د وينډوزد مرستندويه  پروګرام (Win Zip  )  له لارې په اسانۍ تر سره کولی شي او هيڅ ډول بدلون په کې نه راځي .

د وينډوزپه  پرمختللو ورژرنونه کې ، په زيپ د فايلونو د ادلون بدلون  له پاره ځانګړی پروګرام شته او کارن کولی شي چې د دهغه پروګرام له لارې د خپل کمپوټر  ډيټا په zip فايل بدله او بيا يې بيرته اصل فايل ته راواړوي  . د Zip    فايل بله ګټه داده کله چې وايرس د کمپوټرپه ډيټا حمله کوي نو Zip فايلونو ترې روغ او له خرابيد څخه خوندي پاتې کيږي . کله چې تاسو غواړی  د خپل کمپيوټر يو فايل په Zip   بدل کړی نو لومړی به ، په همغه فايل ښی کليک وکړی ، بيا به (  send to ) ته ورشی او هلته به  Compressed (zipped ) folder   ته ورشی او هغه به کليک کړی ، په دې توګه به ستاسو فايل په zip  بدل شي چې وروسته کولی شی هغه فايل په اسانۍسره د انټرنيټ له لارې  خپلو دوستانو ته وليږی او يا يې  له خپل کمپيوټر نه انټرنيټ ته بار ( اپلوډ ) کړی .