روبوت (Robot)
Robot ته عام خلک ماشيني سړی هم وايی . دا کلمه د چکی (Czech) ژبې د Robota کلمې څخه اخيستل شوې چې د اجباری کارګر (Compulsory Labor) معنی لري .
روبوټ هغه ماشين دی چې د ځانګړو دستورونو له مخې احساس ترلاسه کوي او د هغه احساس او ذکاوت له مخې په خپل شاوخوا کې د انسان له دخالت نه پرته غبرګون وښايي .
. دروبوټ په طرحه کې د کارونو په سرته رسولو کې د انسان د حرکاتو دتقليد څخه استفاده شوې ده خوډيرۍ يې د انسان په بڼه نه وی .
د روبوټ څخه په هغو کارونو کې کار اخيستل کيږي چې هغه ځاني او مالي خطر لري او يا هم د انسان په خوښه او ذوق برابر نه وي .
د بيلګې په توګه . روبوټ کولی شي چې هغه غوټې يا پاکټونه پرانيزي چې په هغو کې د چاوديدونکو توکو يا د بمونو د شتون احتمال موجود وي .
روبوټ کولی شي ډريوري وکړي ، د کور څوکيداري وکړي ، په اشپز خانه کې پياز، کچالو او غوښه وړه کړي . لنډه دا چې نن ورځ د ژوندانه په ډيرو ډګرونو کې روبوټ بيلابيل کارونه سر ته رسولي شي .