زهير شينواری

په ټاکنوکې د نوماند ځانګړتياوی                

نوماند (کانديد): هغه کس ته ويل کيږي چې په ټاکنو کې سيالۍ ته دريږي. کيدای شی نوماند د سياسی ګوند له خوا او يا هم په خپلواک ډول ځان کانديد کړي.

په ټولنه کې هرراز خلک ژوند کوي ، څوک په يو کار کې  ښه وړتيا لري او څوک په بل کارکې  . څوک ښه دهقان وي خوښه ترکاڼ نه شي کيدای ، څوک ښه نظامي افسر وي خو ديوې فابريکې ښه مشر نه شي کيدای .لنډه داچې هرڅوک په يوه برخه کې دکار ښه وړتيا لري  ، نه په هره برخه کې .

ديوه  دولت  مشري کول او يا هم د ولس په استازيتوب په ملي شورا او يانورو شوراګانو کې کار کول هم ، هغه کسان کولی شي چې هغوي ددې کار دوړتيا ځانګړنې ولري  .

د تورې  او قلم خاوند خوشحال خټک څه ښه  وايي :

چې دستار تړي هزاردي _ ددستار سړي په شمار دي

په زرګونو خلک پګړی تړي خو د مشرتابه پګړۍ ، د  شمارکسانو په سر وي .

اوس پوښتنه دا ده چې دمشرتابه هغه ځانګړنې څه دي  چې په ټاکنو کې يې،  يو نوماند بايد ولري  ؟   ځواب يې په لاندې کرښو کې ولولی :

١- علم او پوهه: 

علم او پوهه د انسان په شخصيت او په ټولنه کې د مشرتابه په وړتياو  کې  تر ټولو غوره ارزښت لري . يو تن که په فزيکي لحاظ هر څومره تنو مند وي ، خو چې په ليک لوست پوه نه شي ، تعليم اوزدې کړې ونه لري  ،هغه ړانده ته ورته دی چې سترګې لري خو څه نه ګوري .

نن ورځ د نړۍ نه يو کلی جوړ شوی  او هره ورځ دنړۍ په  سياسي، اجتماعی، اقتصادی او فرهنګی حالاتو کې چټک بدلونونه راځي ، دغه بدلونونه نيغ په نيغه په نورو هيوادونو هم اغيزه کوي  . د نړۍ د حالاتو څارنه اوپه خپل وخت کې مناسب غبرګون د پوه او هوښيارو مشرانو کار وي .  د ولسمشرۍ له پاره  په ټاکنو کې ولاړ نوماند بايد دا پوهه او هوښياري ولري  او دا کار هغه وخت شونی دی چې نو ماند لوړې زده کړې او پوره تجربه  ولري .

 شورا ګانو ته ولاړنوماندهم بايد دومره پوهه او علم ولري چې پيښې په سمه توګه وڅارلي شي ، د خپل کلي، ښار ، هيواد  ستونزې درک او د حل له پاره يې  په خپل وخت کې مناسب ګام پورته کړي شي

 ٢.- محبوبيت يا ګرانښت :

په کور، کلي،کوڅه کې ډيرخلک اوسيږي خو يو يا دوه تنه داسې وي چې نيک نوم لري  او په  هرچا ګران وي . هغوي دا ګرانښت  په ورځني ژوند کې د خپلو کړو وړ  او د نورو سره د نيکو اړيکو او د خير ښيګڼې په کارونو کې د فعال ګډون  له لارې تر لاسه کوي . په ټاکنو کې هغه څوک بريالی نوماند ګڼل کيدای شي چې هغه  په ولس کې ددغه ډول  ګرانښت او محبوبيت څخه برخمن وي  .

٣- صداقت او رښتينولي :

د انسان له غوره صفاتو او ځانګړنو څخه يوه هم ، په ورځني ژوند کې صداقت او رښتينولي ده. هغه کسان چې د خلکو سره په راشه درشه او کړو وړو کې رښتيني او صادق وي ، په ټولنه کې  هم له زيات درناوي  او احترام نه برخمن وي .

رښتيني او صادق کسان تل سرلوړي او په هر کار کې بريالي وي خو دروغجن ، چالاکه او د نورو په سترګو کې خاورې اچونکي انسانان ډير ژر رسوا او شرمنده کيږي او هيڅکله دولس او ملت د ښيګڼو له پاره کار نه شي کولی .

هغه نوماندچې  غواړي د نورو په استازيتوب ، سبا ورځ د هغوي د برخليک په ټاکلو کې رغنده  ونډه ولري ، نوپه خپلو کړو او وينا کې بايد پوره صادق او رښتيني وي .

 ٤  - په اداری فساد او جرم  تورن نه وي  :

ولس په خپل چم ، ګاونډ او شاوخوا کې د هر چا کړه وړه   په ژوره توګه څاري . هغه کسان هم ډير ښه پيژني  چې خپل شته يې   له بيلابيلو نا مشروعو لارو لکه  د بيت المال چور او تالان ، بډ و او رشوت او يا هم د نوروخيانت له   لاری پيدا کړی وی اوهغه کسان هم ډير ښه پيژني چې لاسونه يې د ولس په وينو سره وي او يا هم  په بيلابيلو جرمونو لکه غلا، د مخدره مواد قاچاق او نورو ناوړو جنايتونو کې ککړوي .

 په ټاکنو کې ولس بايد ډير هوښيار اوسي ، هغه کسان چې چې دغه ډول بدرنګه ځانګړنې لري ، هغوي د ولس د سوکالی او نيکمرغۍ له پاره هيڅ وخت کار نه شي کولی بلکې د هغوي ټولې هلې ځلې يوازې د خپلو جيبونو ډکولو له پاره وي او بس  .

 زموږ په ولس کې ترډيره دادود شتون درلود چې  په کور کلي کې به يې د خاين او رشوت خور سړي سره راشه درشه نه کوله ، د هغوي  د واده او يا هم د خيرات ډوډۍ به يې  نه خوړله او هغوي  ته به يې  په کرکه کتل .نوماند بايد خاين نه وي او نه هم په جنايت تورن وي  . په دې اړه د هيواد داساسي قانون  په .( ٦٢ ماده ٣ بند  )کې داسې تاکيد شوی دی  :

_ څوك چې جمهورى رياست ته كانديدېږي، دمحكمې له خوا په بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب او يا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ محكوم شوى نه وي

_ هغه څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كېږي :

د محكمې له خوا د بشري ضد جرمونو، دجنايت په ارتكاب محكوم نه وي او يا له مدني حقوقو څخه محروم شوى نه وي. .( ٨٥ ماده ٢ بند )

 ٥ - دټولنې د اړتياو درک او پيژندنه :

په ټولنه کې دانسانانو په ژوند کې هره ورځ نوی ستونزی اومشکلات زيږيږي . څوک د بې امنی له لاسه زوريږی. څوک د بی کارۍ او بی روزګاری له لاسه کړېږي. په ځنوسيمو کې د وچ کالي له لاسه د څښاک د اوبو  ستونزیرامنځته  کيږي. د روغتيايي اسانتياو د نشتوالي له امله ،ولس له بيلالو ناروغيو سره لاس او ګريوان وي ،  په سياسي ډګرکې، د بيان د ازادی مخه نيول کيږي. په رسينو او ازادو مطبوعاتو سانسور لګيږي. په اقتصادی ډګر کې خلک د قيمتی او ګرانۍ نه زوريږي.

دسيمی، ولايت او ټول هيواد په کچه د غوډول ستونزو او اړتياو درک اوپيژنه ډيره ضرور ده. هغه نوماند چې غواړی د ولس له خوا د استازی  په توګه وټاکل شی او ياهم د دولت مشری په غاړه واخلی،  تر هر څه د مخه دخپلی ټولنی داړتياو درک  او پيژندنه ورته ډيره ضرورده .که څوک د خپلې ټولنې اړتياوې ونه پيژني ، نو هغه  دولس ستونزې هم نه شي حل کولی  او نه د خپلو خلکو استازيتوب کولی شي .

٦ -  دمشرتابه  وړتيا:

د دولت مشري او يا هم په ملي شورا ، ولايتي شورا  او يا نورو شوراګانو کې کار کول ، ساده کار نه دی . د علم ، پوهې ، صداقت او رښتينولي په خوا کې نورې اړتياوې هم ضرور دي  . ددغو وړتيا څخه يوه هم د مشرتابه ( د رهبرۍ صلاحيت ) ځانګړی  استعداد او وړتيا ده .

دمشر تابه وړتياوې ، تاسو په ساده بڼه  دخپل  کلي يا کوڅې دمشر يا ملک په ځانګړنو کې هم ليدلی  شی  . ښه مشر يا ملک هغه وي چې د خپل کلي يا کوڅه کې د خلکو په منځ کې يوالی راولي ، دخير ښيګڼې  په کارونو کې لومړی پخپله او بيا نور ګډون ته رابولي .    د کلي ، کوڅې ستونزې  دحکومت دچارواکو غوږونو ته رسولی شي  ددوو کورنيو تر منځ تاوتريخوالی د جرګو او مرکو له لارې له منځه وړای شي  .

خو کله چې د دولت د مشرۍ خبره کيږي ، نو هلته بيا ساده مشرتوب نه ، بلکې داسې مشرۍ ته اړتياوي چې هغه د مشرتابه پوره او بشپړ استعداد ولري .

د کارونو د انسجام له پاره ښه کاري ډله ولري ،  د ستونزو د حل له پاره په بيړه د حل د لاروميندلو توان ولري  .په ملک کې د امنيت د ټينګښت په خاطر د جنايت کارانو په ضد زړور ګامونه پورته کړي .  که يو نوماند دا وړتيا ونه لري  ، هغه ولس او ملت له راز راز ناخوالو سره مخ کولی شي .

وايي که يو ډاکټر ناروغ ته غلطه نسخه ورکړي ، يو تن به مړ شي . که يو انجنير دودانۍ ډيزان سم ونه کړي او هغه ودانۍ ونړيږي  ، يوه کورنۍ به تبا شي که  سياستوال ( ولسمشر ) غلطي وکړي ټول ولس به تباه شي .ځکه خو ويلي شو چې د حکومت مشرتابه بايد زياته پاملرنه وشي .

 ٧_   عمر: 

عمر هم  د نوماند په ځانګړتياو کې ستره ونډه لري  . ځکه انسان  د خپل چاپيريال په ورځني ژوند کې ، ډير څه ګوري ، په هغو فکر کوي ، او په پای کې له هغو ډير څه زده کوي .

انسان  د هرې ورځې په تيريدو نوې تجربې لاس ته راوړي ، په پوهه کې يې زياتوالی راځي او د ستونزو د حل له پاره ښې او مناسبې  لارې چارې پيدا کولی شي .

 نو ځکه ويلی شو چې په ټاکنو کې نوماند، نه بايد  دومره ځوان او بې تجربې وي چې د خپلې ټولنې له واقيعتونو څخه نا خبره وي  او نه هم دومره زوړاو بوډا  وي چې د جسمی ناتوانی له کبله خپلی ورسپارل شوی دندی په سمه توګه سرته  رسولی نه شی.

 زموږ د هيواد په اساسي قانون کې د ولسمشرۍ ، ولسي جرګې او مشرانو جرګې د نوماندو له پاره عمرونه داسې قيد شوي دي :

دولسمشرۍ له پاره د نوماند عمر د كانديدېدو په ورځ بايد  تر ( څلوېښتو )  كلونو لږ نه وي.

.(٦٢ ماده ٢ بند  )

_ د ولسى جرګې غړيو د عمر( پنځه ويشت )  كاله د كانديدو په ورځ او د مشرانو جرګې غړيود  عمر ( پنځه دېرش ) كالـه د كانديـدو يا ټاكـنې په ورځ بشـپړ كړي وي . .(٨٥ ماده ٣ بند  ) 

٨ - تابعيت:

په ټاکنو کې د نوماند د تابعيت  موضوع هم ځانګړی ارزښت لري .ځکه داد انسان په سرښت کې اغږل شوي چې يوتن   ترهر څه دمخه د خپل ماشومتوب د خاپوړو له ټاټوبي او بيا .دخپل هيواد او هيوادوالو  سره مينه لري .هغه مينه چې ديوه تبعه په زړه کې دخپل هيواد سره شته د بل هيواد د تبعه په زړه کې نه وي. ځکه  خودا موضوع زموږ د هيواد په اساسي قانون کې په صراحت  داسې راغلې ده :

_ څوك چې جمهورى رياست ته كانديدېږي، بايد د افغانستان تبعه ، مسلمان، له افغان مور او پلار څخه زېږېدلي وي او د بل هېواد تابعيت ونه لري. .( ٦٢ ماده ١ بند )

_  څوك چې د ملي شورى غړيتوب ته كانديد يا ټاكل كېږي ، بايد د افغانستان تبعه وي يا لږ تر لږه د كانديدېدو يا تعيين ترنېټې (  لس كاله  ) پخوا يې د افغانستان د دولت تابعيت ترلاسه كړى وي. .( ٨٥ ماده ١ بند )

 ٩_ د هيواد د فرهنګ او کلتورسره اشنايي :

په هره ټولنه کې يو لړ دودونه ،رواجونه او عنعنات شته  چې  په ټوله کې د هغې ټولنی فرهنګ او کلتور جوړ دی. دغه رواجونه او دودونه  د پيړيو په اوږدو کې د يوه نسل نه بل نسل ته سينه په سينه  ليږدول کيږي چې ځنې يې د ځانګړو ارزښتونو بڼه خپله کړی وي.

دارزښتونو سره ناسم چلند په ټولنو کې ستونزې زيږوی. نوځکه ويلی شو هغه نوماند چې غواړی په راتلونکی کې د دولت واګی واخلی او يا هم د دولت په بيلابيلو ارګانونو کې کار وکړی، هغه بايد د خپلې ټولنی د فرهنګ، کلتور او ارزښتونو سره پوره اشنا او  بلدوي