هغه اوس شپيلۍ نه شي غږولی

د سپين غر د لمنو په شنو ورشو ګانو کې د خرولو، مخککو او کستري کلونو لوی، لوی ټلونه ليدل کيږي چې خوږ بوی يې د پسرلي دمستووږومو په څپو کې لرې لري ځايونه ته رسيږي. د ګودر د کلي تنکي ځوان (( شينو)) هره ورځ د همدې ورشو په جنتي هوا کې خپله رمه څروله او د خپلې شپيلۍ په خوږ و نغمو به يې د دې ورشو کاڼي او بوټي تخنول. هغه به د خپلې شپيلۍ د نغمې پيل په دې ټپه کاوه:

ســــــپوږميه کــــــــړنګ وهه راخيژه

جانان د ګلو لو کوي  ګوتې  ريبينه

د شينو د شپيلۍ جادو يې غږ د ګودر د کلي د ډيرو نجونو په زړونو کې د شينو دليدلو تلوسې پارولې وي خو شينو د انځرګل ؤ. په رڼا ورځ چا نه شو ليدای. سهار لمر لا څيړه نه وه وهلې چې دۀ به د کليوالو د مالونو رمه څړ ځای ته بيوله او د ماښام په توره لړه کې به يې بيرته کلي ته راوستله.

خو نن ورځ د نورو ورځو په شان نه وه. لمر سترګه لا د سپين غر په سپينه مورګه هسکه ولاړه وه اوورو، ورو يې مخه ښې ته ځان
 تيار ولو چې د پسرلي تاندو لنګو شويو ميږو او د هغو تنکيو ګلاليو ورکيو په خپلو رمباړو د ګودر کلی په سر واخيست.

کليوال چې په خپلو پټيو او کروندو کې په کارونو بوخت وو هر څه يې په ځای پريښودل او په شنه منډه يې ځانونه خپلو کورونو ته ورسول چې وري او ميږې يې سره ګډنه شي   په تلو تلو کې به يو نيم  له ځان سره داسې غوريده :

يره! شينو هم عجيبه شپني کوي، په رڼا ورځ يې رمه کور ته راوسته، څه وړيا خو يې راته نه پيايي، د مال په سر دوه منه غله ورکوو، که بله ورځ يې د وخته راوسته مجبور يوو چې د خپلو مالونو له پاره د بل شپانه غم وخوورو ....

نن د شينو پلار هم هلته دخپل کلي په مخ کې خپل زوی ته غاښونه چيچل او د هغه د راتلو لاره يې څارله چې کله به ورسره مخامخ کيږي چې دخپلې غوصې او کينې تود تاوپرې سوړ کړي.

د ماښام تياره  شيبه په شيبه د ځمکې پرمخ خوريده خو د شينو درک نه و. د شينو د پلار او وروڼو  انديښنه  هم ورو، ورور زياتيده يوبل نه به يې داس پوښتنې کولې :

_ يره! دا نن  شينو ولې کورته رانه غی؟ نه پوهيږو شينو به چيرته تللی وي؟ په دې تور ماښام يې چيرته ولټوو...

 په همدې انديښنو کې ټول د خپلې کلا په مخ کې ولاړ وو چا يوه لاره او چا بله لاره څارله چې يو ناڅاپه غږ شو: هغه دې شينو يې په شا راوړ.... دا خو ټول په وينو سور دی..... وای خدايه! د دۀ خو دواړه خپړې په مړوند کې نشته .... وير او کوکې شروع شوې. ....

مور يې خپل ځان په وهلو، وهلو  تک شين کړ، خويندو يې په ژړا ژړا کې د خپلو سرونه کلوښتې کلوښتې ويښته راوشکول خو پلار او وروڼو يې خپل استقامت د لاسه ورنه کړ. سمدلاسه بې په کټ کې کلنيک ته ور ساوه. د وينې د بنديدو نه وروسته يې په توره شپه په موټر کې د جلال آباد د ښار لوی روغتون ته ورساوه.

سهار چې کليوال را پاڅيدل او غوښتل يې چې خپلې ميږې د شينو د رمې سره يو ځای کړي نو ټول  خبر شول چې شينو د غونډۍ په لمنه کې د تر موز د سر په شان کوم ناپيژندل شوی شي پيدا کړی و،  د هغه سره يې ځان مشغولاوه چې يو ناڅاپه پرې چاودلی او د شينو دواړه لاسونه يې په مړوندو کې ترېنه وړي دي. په همغه ځای کې بې سده پورت و . د  خدای (ج)  رحم و چې د بر کلي کوم ګليوال  پرې را پيښ شوی  و اوهغه يې بيا  په شا  کلي ته رارسولی دي.

د دې خبر په خپريدو د کلي جوماتونه، ديرې او ژرندې ښې تودې شوې، چا به ويل:

_  يره د شينو ښه ځواني وه،  لاړه خاورې ايرې شوه.

_ خدای خبر که ژوندی پاتې شي.... بل به پرې غږ کړ:

_ که ژوندی پاتې شي، په دې ژوند يې څه. له دينه ورته مرګ ښه و.....

بل به بيا غږ کړ :

_  ما سره دا سودا ده چې خوار کې به ډوډۍ څنګه خوري؟

بل به  د لرې نه راټوپ کړ:

_ تر څو چې يې مور او پلار ژوندی وي خو يوه ګذاره به يې وشي خو که خدای مه کړه سبا يې مور او پلار نه وي د خوار کي ژوند به ډير تريخ شي.....

دا ډول ډيرې پوښتنی د کليوالو سره پيدا شوې وي خو هيچا يې ځوا ب نه شو موندلی.

شينو د څه نا څه دريو مياشتو علاج نه وروسته کور ته راغی، کليوالو چې خبر شول ډلې ډلې د هغه ستړی مه شي ته ورغلل. شينو به چې د هر چا سره روغبړ کاوه نو خوله به يې د خندا نه ډکه وه تا به ويل چې د شينو به ګوندې نوک ته هم ضرر نه وي رسېدلی. شينو د ټولو کليوالو په مخ کې د چا يو ډک ګيلاس په خپلو دوو بې خپړو لاسونو کې د امبور غوندې ونيوه او په خوند خونديې څو غړپونه ترينه وکړه او بيا يې بيرته په ځمکه کيښوده،

کليوالو حېران دريان يو بل ته وکتل او بيا يې د ځان سره پټې توبې وويستي. په دې وخت کې يوه سپن ږيري غږ کړ:

_ شينو وراره !  زه  فکر کوم ، چې زموږ لاسونه او پښې زمونږ نه دی، دا د خارجيانو دي د خارجيانو !

خلکو يو بل ته وکتل خو د سپين ږيري کا کا په خبره پوه نه شول

شينو په حيرانۍ وپوښتل  :  کا کا په مطلب دې پوه نه شوم ؟

سپين ږيري وويل :  مطلب مې دادی وراره !  په هغه څه چې ستا لاسونه پرې شوي هغه هم زموږ خپل نه دي ، همدې خارچيانو راليږلي ، ددې معنی داده چې يوځل زموږ لاسونه او پښې  رانه غوڅوي او بيا يې بيرته د پلاستيکو نه راته جوړه وي. کاشکې چې  ته هم  کومې  موسسې ته ورغلی وای چی پلاستيکي خپړې يې درته ايښې وای

شينو په مسکا وويل: کاکا! خپله وسه مې وکړه ، د څو موسسو دروازې مې  وټکولې خو هغوي راته يوازې همدا خبره کوله ، موږ  په افغانستان کې دا کار نه شو کولی

شپې او ورځې تيريدي، د خدای شان و ، شينو خپل ځان معيوب نه ګاڼه. تل به د خپلو همځولو په ډله کې ناست و او خپل پلار يې هم يوازې نه پريښوده که هغه به کروندې ته تلواو  په اوږه به يې يوه او په څنګ کې به يې ماله پرته وه نو ځغ به بيا د شينو په څنګ کې پروت و. که پلار به يې پټی يوه کاوه نو شينو به بيا دپټي نه کبل ټولول  او خلک به يې نندارې ته راټول وو.

د پلار سره بې د شينو د راتلونکي ژوند په هکله ډيره انديښنه وه. کله کله به يې زړه نا زړه خپلو خپلوانو او کليوالو په منځ کې د شينو د کوژدن خبره زمزمه کوله خو هيچا ته يې مخامخ د مرکې ليږلو جرئت نه شو کولی. وختونه تيريدل او کليوال د شينو لوړ همت ته ګوته په غاښ پاتې وو. د خدای کارونه وو. د بخت ډيوه يې به بليدو شوه. يوه کليوال خپله لور د شينو په نامه کړه.

د شينو د کوژدن خبره په ټول کلي کې خوره شوه. چا به ويل:

_  يره! دا خو ډير ظلم دی. د شوټي شينو سره، به د هغې خوارکی نجلۍ عمرڅنګه تيريږي؟

بل به بيا ويل:

_ خدای دې دنجلي پلار ته انصاف ورکړی،  په لوی لاس يې خپله لور سرۀ تناره ته ګوزار کړه....

چا به يو څه ويل او چا به بل څه، هر چا چې هر څه ويل دا د هغوي کارو، خو پخپله شينو د ډيرې خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايدۀ او د خلکو د خبرو په  ځواب  کې به يې کله کله  د ځان سره داسې  ټپه زمزمه کوله:

خلک به هر څه، هر څه وايي

 جانانه مه چا منه نه به يې منمه

کله چې د شينو کوژدن وشوه نو خپل راتلونکي ژوند ته نور هم اميدواره شو. تل به يې ويل:

_ زه بايد د نورو د اوږو بار نه شم. زه بايد ځانته يو مناسب کار پيدا کړم. ....

په همدې لټه او اميد  شينو يو ځل  بيا د ګودر د کلي،  ميږې په  شپنې و نيولې. اوس هر سهار د کليوالو مالونه د نږدې غونډيو لمنو ته بيا يې او مازديګر يې بيرته راولي

خو اوس شينو په شيطانه ميږه د کاڼې ګوذار نه شي کړی،  پخپله ور پسې منډي وهي او نه يې پريږدي چې له رمې  بيله شي..

 اوس د شينو سره د شپنې ډانګ نشته خو پخپلو چيغواو نارو ټوله رمه اداره کوي.

اوس شينو پخپلو  مهينو ګوتو شپيلۍ نه شي غږولی خو د خپلۍ شپيلۍ تنده د خپلې خولې په شپيلي ماتوي.

هغه اوس په خپل شپيلي کې  دا ټپه زمزمه کوي:

سپوږمۍ په مادې څه احسان دی

زما جانان د ديوالو سېورو ته ځينه

 

١٣٧٧ ل کال

ننګرهار_  هسکه مينه