ليکوال:انجنير ستانه مير زهير

کمپيوټر سيستم او يا فايلونو ته د ننوتلو له پاره هغه پټ نوم يا شفر ته پاسورډ وايي  چې د غير مسولو اشخاصو څخه د مصونيت او خونديتوب په خاطر د يوه کارن (User) له خوا ورکول کيږی. يعنې پاسورډ د کارن او په کمپيوټر کې د شته Data  تر منځ يو شفر دی .

کله چې کارن خپل پاسورډپه کمپيوټرکې وليکی، که سم وی، نو سيستم  چالانيږي او اطلاعات د کارن په واک کې ورکول کيږي  او که غلط وی نه چالانيږي . له دی امله په کمپيوټری او انټرنيټی چارو کې، پاسورډ ځانګړی اهميت لري.

پاسورډ له  بيلابيلو کرکټرونو ( حروف ، اعداد او يا هم ددواړو ترکيب ) نه جوړ وي  چې يوازې  کارن ته معلوم وي خو ددې په څنګ کې ځنې داسې کسان هم شته چې غواړي له بيلابيلو پروګرامونو(  ( softwareله لارې لومړی  دنورو پاسورډونه مات ( کرک )  او يا هم  تر لاسه کړي او  بيا  خپل ويجاړونکي فعاليتونه   تر سره کړي . له دې امله  د پاسورډ په ټاکنه کې بايد  پوره احتياط او پاملرنه وشي .

د اوسني اطلاعاتي زمانې انسان  دورځني ژوند په بهير کې مجبور دی له بيلابيلو شفرونو ، پټو نومونو يا کودونو نه  ګټه واخلي لکه : د خپل موبايل سيټ له پاره پين کود ، د بانک څخه د پيسو د ايستلو د ATM کارت کود ، کمپيوټر سيستم  يا فايل ته د ننوتلو پاسورد، د بريښنا ليک( _mail  E ) پاسورد ، په On Line پانکونو او مغازو کې د ديجتالي امضا شفر او داسې نور يې ښې بيلګې دي .

په ذهن کې ددغه ډول ټولو تورو ، اعدادو او يا د هغو ګډ ترکيب ساتل يو څه ستونزمن کار دی نو ځکه ځنې کسان هڅه کوي  له داسې نومونو او اعدادو څخه ګټه واخلي چې هغه  يې په ورځني ژوند کې  زيات کارول کيږي : لکه خپل نوم يا تخلص ، د زوي نوم ،  د  زيږيدودکال نيټه ، د خپل  تليفون شميره ، د خپل موټر نمبر پليټ شميره  اوداسې  نور .

کمپيوټري او انټرنيټي يرغل کوونکو يا غلو له پاره  ددغه ډول پاسورډونو د لاس ته راوړنه   يو څه اسان کار دی نو ځکه ويلی شو  هر څومره چې پاسورډ مغلق او پيچلی وي په همغه اندازه يې د امنيت او خونديتوب کچه لوړه وي . د بيلګې په توګه : ځنې کسان دخپل پاسورد له پاره د Date  کلمه کاروي ،ددې له پاره چې د کمپيوټر ډکشنري هغه و نه شي لوستلی، او کمپيوټري غلو ته په لاس ورنه شي  نو په ځای يې daytt  ليکي ، همدا رنګه ځنې کسان د پاسورد له پاره د يو نوم په ټاکلو کې د وړو او غټو حروف څخه يو ځای کار اخلي  چې دا هم د پاسورد په امنيت کې ښه رول لري .