په انټرنيټ کې د پښتو ويب سايټونه_ دويمه برخه
 پرمختګونه او ستونزې
زه خپله دا ليکنه د هغه چا په نامه ډالۍ کوم : چې هغه د خپلی مورنۍ ژبې پښتو ، په نن او سبا باندی فکر کوی.

د پښتو ويب سايټونه د بينوا ويب پا ڼې څه نا څۀ ګروپ بندي کړي دي چې دلته يې تاسو لوستلی شی . نور به په راتلونکې کې ستاسو مخ ته کيږدو .او بيا به په ويبلوګانو باندې هم رڼا واچوو

1 ـ کلتوري او ادبي ويب پاڼي
اوربـــــــل - دافغان ولسپال ځوانانو مرګزي او د ښځو لپاره ځانګړې شوې پاڼه ده چي په انګليسي او پښتو دواړو خپروني کوي

سـلام ټولنه - په هالنډ کي سلام فرهنګي ټولني پاڼه ده چي د هيواد په اړه تاريخي ، کلتوري او څېړنيزي ليکني خپروي

لیکوال - دپښتنولیکوالویواځنۍناپیېلې ویب پاڼه ده چي د نړۍ په لراوبرکي دافغان لیکوالوژوند لیکونه ، شعرونه ... خپروي

علامه رشاد بابا - د پښتو د ستر څيړونکي ارواښاد علامه عبدالشکور رشاد بابا ځانګړې پاڼه چي د هغه په اړه مواد خپروي

داستانونه - دا په کابل کي د داستانونومجلې پاڼه ده چي په ګڼو ژبو د پښتو داستاني اثارو په اړه مواد او ژباړي خپروي

دعــــــوت نيټ - په ناروي کي د مياشتني اخبار دغوت پاڼه ده چي د انټرنيټ پر مخ هم په زړه پوري سياسي او ادبي مواد خپروي

پسرلی - د استاد محمدصديق پسرلي لپاره ځانګړې شوې پاڼه ده چي د هغه د ژوند، ليکوالۍ او اثارو په اړه معلومات خپروي

پښـــتو اســلام - دادنفیس علمي ټولني اسلامي پاڼه ده چي په خپل وارسره په لومړي ځل په پښتوداسلام دمبارک دین په اړه معلومات خپروي
استاګل پاچا الفت - د پښتون فلیسوف ارواښاد استا ګل پاچا الفت پاڼه ده چي د استاد د ژوندلیک ترڅنګ د هغه یو شمیر ادبي لیکني خپروي
خــــــــــــالد هادي - دادخـــــالــدهـــــــــادي حیدري ځانګړې پاڼه ده چي د هغه خپلي لیکني ، شعرونه او نورادبي توکي پکښي خپریږي
انلاین مشاعره - benawa.net په انټرنیټ کي لومړنی پرلیکه ادبي بانډار دی چي ګډونوال پکښي خپل شعرونه دمشاعرې په شکل وړاندي کوي
کندهار راډیو تلویزیون - دنوموړي تلویزیون خپروني ، کندهار راډیو ،طلوع افغان ورځپاڼه او نور په زړه پوري مواد پکښي موندلای سی

2 ـ خبري اژانسونه او خبرپاڼي

په پښتو ژبه نړوال او سميز اژانسونه او نوري خبري پاڼي
افغان اسلامي اژانس - دا اژانس چي په ۱۹۸۲ کښي د یعقوب شرافت لخوا رامنځته شو په افغاني مطبوعاتو کي دپام وړ رول لري
پژواک خبري اژانس - په پښتو،انګليسي اودري ژبودافغانستان خپلواک اژانس چې له ورځنيوخبرونوسره څنګ ته دکلتوري خبرونوبرخه لري
دباختر اژانس - دافغانستان د اطلاعاتو او كلتور وزارت اوړند خبري اژانس دي چي د سيمي په اړه خپرونه او نور معلومات خپروي

وخت خبري اژانس - په هیوادکي دریم ازاد خبري اژانس دی چي دټول افغانستان څخه خبرونه په درو ژوبو خپروي


3 ـ موسيقي او هنري ويب پاڼي 
 
هيواد افغانستان - دا يو خپلواکه هنري پاڼه ده د پښتو موسيقي او هنر تر څنګ افغاني ادبي او کلتوري مواد هم خپروي

مستانه - په انټرنيټ کي د افغاني موسيقي او هنر تر ټوله شتمنه پاڼه چي په وړيا توګه موسقي خپلو مينه والو ته وړاندي کوي

ننګرهار - دا يوه خپلواکه هنري ويب پاڼه ده چي د افغاني موسيقي تر څنکه ځيني ادبي او کلتوري توکي هم خپروي

سمسور - دا يو هنري پښتو ويب پانه ده چي د پښتو موسيقي او افغاني هنر د وړاندي کولوتر څنګ ځيني ادبي مواد هم خپروي

خيــــبر - دا يو ناپېيلې هنري پاڼه ده چي دپښتو تر څنګ په انګرېزي هم مواد خپروي کلتوري نور هنري توکي يې هم د کتلو دي

مسافر ( ملګري پښتانه ) - دا يو هنري او ادبي خپلواکه پاڼه ده چي يو شمير پښتو موسيقي هم پکښي ځای شوې ده
4 ـ ادبي او کلتوري ويب پاڼي
ټول افغان - په وړيا توګه د پښتود ليکبڼو ، پوستکاليو ( سافټ ويرونه ) او نورو تخنيکي او کلتوري موادووړاندي کوونکې

پښتو ( ليک لوست ) - په سويډن کي د افغاني استادانو روزينزه پاڼه ده چي د ليک لوست تر څنګ يو شمير ادبي او کلتوري مواد هم خپروي
افغان رساله - په کاناډا کي د خپردونکي اخبار افغان رسالې پاڼه ده چي د نوموړي اخبار مطالب او نور مواد پکښي لوستلای شې

وحدت - په پېښور کي د وحدت اخبار پاڼه ده چي د ورځني خبرو تر څنګ نورادبي او کلتوري مواد هم په انټرنيټ کي خپروي

سباوون - دا يو خپلواکه او ټولنيزه ويب پانه چي په پښتو او انګليسي ژبه تازه خبرونه او نور مواد خپروي

افغانان - دا پاڼه چي دپښتو ترڅنګ په انګرېزي هم د پښتو په اړه موادخپروي دلنډۍ اودانځورونو لړۍ يې هم د ستايلواوکتلووړدي

د افغا نستان ژبي - چي دافغانستان دژبو پهاړه معلومات خپروي چي ترکارلاندي ده اوپه نژدې کي به د ځان سره ښکلي توکي وړاندي کړي
تل افغان - له مسكوه خپرېدونكې خپلواكه ، نا پييلې ، فرهنگي ــ ټولنيزه وېب پاڼه ده چي ادبي او کلتوري توکي او خبرونه خپروي

د افغانانوټاټوبی - د ايو ازاده ادبي او معلوماتي ويب پاڼه ده چي د افغانستان او پښتو په اړه مواد خپروي

وړانــــــــــګه - دا يو ادبي او ګلتوري ويب پاڼه ده چي د افغانتان د تاريخ کلتور او ادبياتو په اړه توکي خپروي

افغاني کلتور - په جرمني کي دافغانستان د کلتوري ودي ټولني پاڼه ده چي د کلتور ، ادبياتواو د همدې ټولني په اړه معلومات خپروي
بريښنا - د بريښنايي کتابتون او پښتو کتابونو په نوی او اسانه بڼه جوړولو او لوستلو لپاره لارښوني مينوالو ته وړاندي کوي

سپرغۍ - خپلواکه ،سياسي او ټولنيزه ويب پاڼه ده چي د نور موادو تر څنګ ادبي مقالې او شعرونه هم خپروي

٢٨ اسد - دا يوه خپلواکه ادبي،کلتوري اوتاريخي پاڼه ده چي د افغانستان او سيمي په اړه خبرونه، مقالې اونور مطالب خپروي

د BBC هنري برخه - د هنراوادب سره تړلي خبرونه، او ليکنې خپروي،ددې ترڅنګ پېلوزی ادبي پراګرام هم پکښي اوريدل کيږي

قاموسونه - په دې پاڼۀ کي دپښتو ژبي بېلابېل کمپيوتري قاموسونه په وړيا توګه ليدلاې او هم خپل کمپيوتر ته کښته کولای شئ

افغان ادبي بهیر - په کابل کي د افغان ادبي بهیرپاڼه ده چي دبهیروالولیکني،شعرونه اودهغودادبي ناستو اوهلوځلوپه اړه معلومات خپروي
تاند - دا يوه كلتوري پاڼه ده چي د ورځنيو خبرونو تر څنګ بيلابيلي ادبي اوهنري ليكني او مواد خپروي

روهي - د ارواښاد روهي په نامه ويبپاڼه ده، چي پر خبرونو سربېره، سياسي، ادبي، كلتوري، ساينسي او اجتماعي مقالې خپروي

علامه حبيبي - دا د ارواښاد لوى استاد پوهاند علامه عبدالحي حبيبي ويبپاڼه ده چي د علامه استاد آثار پکښي خپرېږي.

ډاکټر کبیرستوری - د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري لپاره ځانګړې شوې پاڼه ده چي د ارواښاد علمي ، ادبي او هراخیزي لیکني پکښي خپریږی
لر اوبر - یوه ازاده ویب پاڼه ده چي دلراو بر پښتنو لپاره کلتوري هلي ځلي کوي یو شمیر ږغیز او تصویري مواد هم بکښي لیدلای شی

5 ـ تجارتي او معلوماتي ويب پاني

د افغانستان کتابتون - د افغانستان هغه کتابونه ځای پر ځای شوي دي چي د امير عبدالرحمان خان په دارالاسلطنت مطبعه کي چاپ شوي دي
مشرق سافټ - دا يوه تخنکي او معلوماتي ويب پاڼه ده چي په پښتو ژبه د کمپيوټر او انټر نيټ په اړه معلوماتي مواد خپروي

پښتو - دا يوه اسلامي او نيمه تجارتي پاڼه ده چي پکښي د اسلام تبليغي فتې اوريدلی شي او هم ئې رانيولای شې

ليوال شرکت - په ارزانه بيه دپښتوپوستکالي د نړيوال جال تړوڼ اودکمپيوټري سامان الات دادب مينه والوته وړاندي کوي

اريانا افغان هوايي شرکت - دمسافروړونکواوباروړونکوالوتکوپه اړه معلومات اوهم افغانستان ته دسفرټکيټان پکښي رانيولای شی
افغان بيسيم - دهمدي مخابراتي شرکت پاڼه ده چي دشرکت معلومات او هم د همدې شرکت مخابراتي سامان الات پکښي تر لاسه کولای شی
روشن شرکت - داپه افغانستان کي دوهم نړيوال ګرځند دشرکت پاڼه ده چي دشرکت ګرځنده تيلفونواوسيم کارتونو په اړه مالومات خپروي
اريانا ټکټ پلورنځۍ - داپه هالنډ او اروپايي هيوادونود مېشت افغانانو لپاره دټکټ پلورنځۍ پاڼه ده چي اونلاين ټکټونه په کي رانيولای شی
پوهاند دوست - د ا يوه تخنيکي معلوماتي پاڼه ده چي دکمپيوټر په اړه معلومات خپروي

ټوليزه پلورنځۍ - دا يوه خپلواکه او ناپېيلې معلوماتي ویب پآڼه ده چي د سوداګرۍ او راکړي ورکړي په اړه علمي معلومات خپروي

6 ـ دولتي اوسياسي ويب پاڼي
د افغانستان اسلامي دولت - د افغانستان د اسلامي دولت رسمي پاڼه ده چي د دولت په اړه عمده معلومات پکښي ځای شوي دي
دولسمشر رسمي پاڼه - د افغانستان دجمهور ریس رسمي پاڼه چي دولسمشر د دفتراود مشرتابه دکتنو په اړه معلومات پکښي خپریږی
د مخابراتو وزارت - دادمخابراتودوزارت رسمي ويب پاڼه ده چي دهمدې وزارت په اړه معلومات اوهم دهمدې وزارت ځيني خبرتياوي خپروي
د کرهڼي وزارت - دا د کرهڼي د وزارت رسمي پاڼه ده چي د همدې وزارت په اړه معلومات په دري او انګليسي ژبو خپروي

د بياودانولو وزارت - دهمدې وزارت د اطلاعاتي مرکز ويب پانه ده چي په هيواد کي د بيا ودانولو اړوند پروژو په اړه معلومات خپروي
د سوداګری وزارت - دا د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت رسمي ويب پاڼه ده چي د همدې وزارت اړوند مواد پکښي خپروي

د کليواو پرختيا وزارت - د کليو او پراختيا د وزارت رسمي ويب پاڼه ده چي د همدې وزارت په اړه معلومات خپروي

د المپيک ملي کمېټه - دلته د افغانستان د بدني روزني ( سپورټ) او د افغانستان دملي لوبغاړو ملي ټيمونو په اړه معلومات خپروي
اساسي قانون - دا د افغانستان د اساسي فانون د دارالانشا رسمي پاڼه ده چي د نوموړي ادری اړوند مواد خپروي

د ماليي وزارت - د ماليي وزارت رسمي پاڼه ده چي په درو ژبو معلومات خپروي تاسي د ثروت مجله هم دلته ليدلې شی

دمخدره موادو دکنټرول وزارت - په افغانستان کښي د نشيي توکو او مخدره موادو د کنټرول او انسجام د وزارت معلوماتي ويب پاڼه
افغان سفارت په استرليا کي - په نوي ذيلانډ او استرليا کښي د افغانستان سفارت ويب پاڼه ده

د بهرنيو چارو وزارت - د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت رسمي پاڼه چي د همدې وزارت او سفارتنو معلومات پکښي ځای شوي دي
دعدلیې وزارت - د افغانستان د عدلیې وزارت رسمي پاڼه ده چي د همدې وزارت په اړه معلومات په درو ژبو خپروي

دنشه توکوسره د مبارزې وزارت - دنشه يي توکو پر ضد دمبارزې وزارت رسمي پاڼه ده چي د همدې وزارت په اړه معلومات خپروي
دلوړو زده کړووزارت - د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت رسمي پاڼه ده چي د همدې وزارت په اړه یو نیم معلومات خپروي

داطلاعاتو کلتور وزارت - دهمدې وزارت ویب پاڼه ده چي د نوموړي وزارت په اړه معلومات په درو ژبو( پښتو ، دري او انګلیسي ) خپروي
الامارت - په افغانستان کي د طالب ټلوالي دفرهنګي چارودکمیسون پاڼه ده چي سیاسي او جګړیز ي پېښي، لیکني او شنني پکښي خپریږی
دکانو او صنایعو وزارت - دافغانستان د کانو صنایعووزارت انټرنیټ پاڼه ده چي د همدي وزارت اړوند معلومات خپروي

د زياتو معلوماتو له پاره لاندې لينک کيکاږی
http://www.benawa.com/rasanay/links/