په انټرنيټ کې د پښتو ويب سايټونه
 پرمختګونه او ستونزې
زه خپله دا ليکنه د هغه چا په نامه ډالۍ کوم : چې هغه د خپلی مورنۍ ژبې پښتو ، په نن او سبا باندی فکر کوی.
پوهان وايي: ١٨ پيړۍ د ميخانيکی سيستم، پيړۍ وه چې ستره لاس ته راوړنه يې په نړۍ کۍ صنعتی انقلاب و ، ١٩ پيړۍ د بخار د ماشين پيړی وه او ٢٠ پيړۍ د اوسنۍ واکمنی ټکنالوژی  او هغی ټکنالوژۍ پيړی ده چې په ښه توګه يوځل معلومات را ټولوی او بيرته يې په نورو ويشی چې دا ټکنالوژی دمعلوماتی يا انفارميشن ټکنالوژی په نامه هم يادولی شو.
د يويشتمی پيړۍ په درشل کې ټول علوم او د انسانی ژوند بيلا بيلی ساحې د انټرنيټ سره په حيرت انګيزه توګه وتړل شوې . لکه څنګه چې د(  چا پ )  صنعت اختراع د انسانی ژوند په ډګر کې په زړه پوری او سترې اغيزې وښندلې، دا ځل انټرنيټ په خپلو جادويې لاښوونو د انسانی ژوند تګ لوری ټاکي. 
د (هارلی هان) له قوله: تر نن پورې، د بشريت تر ټولو ستره لاس ته راوړنه اينټرنيټ دی.
د انټرنيټ ګټه هم اسانه هم مثبته ، هم سخته او هم خطر ناکه ده.  د بيلګې په توګه لکه يو سمندرداسې دی . سمندر که له يوی خوا خپله ښکلا، جلال ، رڼې او  پاکی اوبه  لری نو د بلی خوا ډوبونکی او غرق کونکی هم دی .دا په استفادې پورې اړه لري چې څوک ورنه څنګه ګټه اخلي .
انټرنيټ چې نړيوال جال هم ورته ويلی شو د ميليونونو کمپيوټرونو د نيټ ورکنګ محصول دی. د دی ميليونونو کمپيوټرونو تر شاه ميلونونه  انسانان ناست دي چې د ستر ګو په رپ کې يو بل سره تماس نيولی شی، يو بل سره خبری کولی، يو بل ليدل شی او يو بل ته معلومات ورکولی شی. فکر کوم د انټر نيټ راتګ به دهغی پښتنی پيغلی دعا خدای قبوله کړی چې ويل به يې:
نن د جانان ديدن ته ځمه، تورې نرې وريځی، خدايه را لنډ کړی، دا د ځمکې تنابونه، توری نری وريخی!
هو، نن د انټرنيټ په مرسته دځمکی تنابونه را لنډ شوی او دځمکی ټوله خاورينه کره د شمال نه تر جنوب او دلويدز نه تر ختيځ پورې ، په يوه (  نړيوال  کلی ) بدل شوی ده. چې په نورو ژبوکې دا اصطلاح د (ګلوبل ويلج) په نامه ياديږي .
زما د مقالی اصلی موضوع په انټرنيټ کې د پښتو ويب سايټونه دی، نو ښه به وی لری لاړ نه شم او بيرته خپلی موضوع ته راوګرځم.
لنډۍ ده چې وايې:
په مسنجر دې پيغام راغی – زما د زړه په ويب سايټ اور ولګيدنه.
نن ورځ د انټرنيټ په نړۍ کې په ميلونونه ويب سايټونه او ويب پاڼی شته چې هر ويب سايټ په خپل بطن کې بيلا بيل معلومات د اډيويا غږ ، ويډيو يا تصوير  او ليکلی بڼه اوريدونکو، ليدونکو اولو ستونکو ته ډالۍ کوي. پوښتنه داده چې ويب سايټ څه شی دی
(Website) ويب سايټ له دوو کلمو جوړ دی.
١. (Web) خو په لغت کې د غڼو جال ته وايي خو د لته بيا ويب د (World Wide Web) لنډيز دی چې عموماً هدف ورنه د (www) محيط يا چاپيريال دی . هره هغه پاڼه چې د انټرنيټ پر مخ ګوری هغی ته ( ويب پيج يا ويب پاڼه )  وايي.
٢. سايټ Site: د انټر نيټ پرمخ هغه فضاء ده چې کيدای شی د يو سازمان،موسسی، شرکت او يا هم  د يوه شخص وي. سايټ عوماً د غږ، تصوير او متن په بڼه وی چې په بيلا بيلو شکلونو طرح او ډيزان کيږی. نو په ټوليزه توګه  ويلی شو چی هر(  ويب سايټ ) څو (ويپجه   يا ويب پاڼی)  لری.
دلته ستاسو پاملرنه يوی نقطی ته راګرځوم او هغه داده چې ځنی کسان ويب  سايټ ته هم  ويب پاڼه وايی. لکه په ځنو ليکنو کې راځی د (ټول افغان) ويب پاڼه، خو  په اصل کې دا ويب پاڼه يا ويبيچ نه دی ، بلکی ويب سايټ دی چې په خپل بطن کی نوری زياتې ويب پاڼی هم لري..دا خو وې د سر خبرې چې يادونه يې د موضوع د و ضاحت له پاره ضرور وې  اوس به راشو په  انټر نيټ کې د پښتو د ويب سايټونو پرمختګ او ستونزو ته ، اول غواړم چې په پرمختګونو وغږيږيم .

 پرمختګونه:
 له نيکه مرغه په ورسيتو څو کلونو کی دنړی پر مخ ، دخورو ورو پښتنو ځوانانو په پوهه، هڅه او هاند پښتو ژبه په ډيرې چټکۍ  انټرنيټ ته ننوتله او اوس شکر دی موږ په نړيوال جال کې په سلګونو ويب سايټونه لرو ، که وخت ياري وکړه زه به هڅه وکړم چې د موضوع له پلوه هغه تقسيم او تاسو ته  په راتلونکې وړاندې کړم