انا لله وانا اليه رجعون

 

د خواخوږۍ پيغام خپلو درنو عزيزانو ته

 

د خپل عادت له مخې يوځل وختي هر سهار د پښتو ويبپاڼې لولم چې ناببره مې د خپلې ولسوالۍ د وغوذ د کڅو سيمې د کمالې کلي د بمبار پېښه ترسترګو شوه او په ليدو يې خورا هک پک شوم او متصل مې خپله مېرمن چې ماشوم يې بيرته ويده کولو خبره کړه، نو خدای شاهد حال دی چې پرې ډېر وکړېدو او ودرديدو.

دا چې تاسو عزيزانو ته د دې خوشالۍ په وخت کې دغه لوی مصيبت او خفګان ورسېده، زه خپل ځان له تاسو سره په دغه وېرجنه او له ماتمه ډکه پېښه کې شريک بولم او دا په حقيقت کې زه د ځان درد بولم. خو هرڅومره چې وړاندې او وروسته فکر وکړئ دا به مقررات الهي ول چې ورسېدل او موږ پرې بايد خپل لوی خدای ته صبر وکړو ځکه چې بله چاره نشته او نه بيرته هغوی راګرځي.

زه به ستاسو د تسليت لپاره يوه کيسه درته وکړم او هغه دا چې يوه ورځ د حضرت سليمان عليه السلام په دربار کې يو کس ناست وو او له هغه مبارک سره يې خبرې کولې چې ملک الموت ورته حاضر شو او سليمان عليه السلام ته يې کړل چې د دې سړي پسې راغلی يم چې روح يې واخلم. سليمان عليه السلام حيران شو چې دا خو اوس له ما سره زما په دربار کې ناست او له بل پلوه الهي نېټه يې پوره ده وروسته کېږي نه. سړي چې ملک الموت ته وکتل، نو ډېر يې بد راغی او ترې وترهېده. ملک الموت له حضرت سليمان عليه السلام ته وويل چې د ده وخت پوره دی او هېڅ نه دي پاتې. د ده د روح اخېستنې لپاره راغلی يم او روح به يې په سرنديب يعنې نننۍ سرېلانکا کې اخلم. سليمان عليه السلام حيران شو چې دا څنګه؟ دا خو اوس دلته له ما سره زما په دربار په شام کې دی چې شام نن ورځې عراق و سوريه او فلسطين دا سيمې رانغاړي. سړي سليمان عليه السلام ته مخ کړ چې زما خو له دې سړي ډېر بد راغلل او داسې وکړه چې ستا خو باد تابع دی او ورته امر وکړه چې ما د ده له مخې بچ کړي او چېرته لېرې مې يوځای ته يوسي چې بيا ورسره مخ نه شم. سليمان عليه السلام يې خبره ومنله او باد ته يې امر وکړ چې ځه چېرې دی غواړي هملته يې ورسوه. باد په آن واحده کې سرنديب (سرېلانکا) ته راورسولو او د کښته کېدو سره ورته ملک الموت ولاړ وو او روح يې ترې واخېست. يوه ثانيه قدرې وخت يې هم ورته ورنه کړ خبره خلاصه او امر الهي انجام شو.

نو ګرانو عزيزانو چې هرڅومره يې سره وسنجوو، نو بيا هم خبره الله ته راجع کېږي. نو هيله ده چې خپل استقامت او صبر له لاسه ورنه کړئ. الله به يې درته نعم البدل په دنيا او آخرت درکړي.

زه په پاې ټولو هغو درنو عزيزانو ته چې خپل خپلوان يې په دغه وېرجنه او خواشينوونکې پېښه کې شهيدان شوي او له لاسه ورکړي دي خپل تسليت او د ورورولۍ او عزيزولۍ اعلی مراتب وړاندې کوم. الله جل جلاله دې هغوی مرحومين وبښي او زخميان دې هم ژر تر ژره الله بيرته روغ رمټ کړي . دوی او ټولو دوستانو ته يې د صبر توصيه کوم. بيا دې الله تعالی داسې غمجنه واقعه نه پېښوي. مرتکبين يې بايد ژر تر ژره رسوا او د خپل عمل په انجام ورسېږي.

 

په درنښت

 

سيدحسين پاچا

اکسفورډ، انګليستان

 

نوټ: له ګران انجنيرصاحب ستانه مير زهير او لعل پاچا ازمون څخه په درناوۍ هيله کېږي چې زما د تسليت دا پيغام ټولو هغو دوستانو او عزيزانو ته ورسوي چې په دغه پېښه کې خپل خپلوان له لاسه ورکړي او زخميان شوي دي.

په درناوي