راليږونکی :ولایت خان « ځـــــدراڼ »
د راليږونکي پته :pakhtonzra@hotmail.com
نيټه : 30-06-2008
سلامونه او نیکې هیلې :
خدای د وکړي چې د ژوند په هره برخه کې مو بری په نصیب وي .
پرون شپه مې شمشاد بلاګ کته نو د طرحي مشاعرې په برخې کې مې د ښاغلي شینواري صیب په شعر سترګي خښې شوې ما هم یو څو کرښې سره یو ځای او په خپل اند مې د شعر نوم ورکړ د خپرولو په موخه يې شمشاد ته در لیږم که د خپریدو واړ وؤ نو د نورو درانو شاعرانو د شعرونو تر څنګ ورته ځای ورکړی مننه به وي
په مینه «« ځـــــــــدراڼ »»
www.bloguna.com/nashtar
د ښاغلي ( دوست شینواري ) د هغه شعر په ځمکه چې وايي  :
(ســــا ه نیولی دې راغلی يم درشــــل ته
ما په خپله ځان سپـــــــــارلی دی اجل ته)

راشه غاړه کــــــــې لاس واچوؤ یو بل ته
هسې تشې غاړې نه ورځو کـــــــــابل ته
چې د ستا د ذلـفو تار مې تر ملا تاو وي
پرې ورځمه خفه نه یمه مــــــــــــــــزل ته
د ستا مستې سترګې زړه ته مستي راکړي
ځــــکه پراخه غیږه نیسمه اجـــــــــل ته
خپل شهید ارمان ته تورې تبۍ راوړم
که سورکي ګلونه راوړم ستا اوربل ته؟
چې د سپینې اوښکو قدر درنه هیر دی
نور د پرخو ســـــلام مه لیږه سُنبل ته
ستا کافر زړګی به څنګه مسلمان کړم؟
چې د مینې لار د نه مومم ګـــــــوګل ته
که هر څه مې له ټوپک څخه نفرت دی
د رقیب سره به خیژمه مورچــــــــل ته
چا په پوچو ســـــــترګو بد ورته کتلــي
د کــــــــــوچیانو کډې نه راځي زابل ته
لاس په سر شه ای «ځدراڼه» ترې راووځه
د خوبانو زړو، کـــې ځای نشته پاګل ته

نیټه ۲۰۰۸/۶/۲۹