د زهير شينواري  لنډه پيژندګلوي

نوم او تخلص  : ستانه مير زهير

د پلار نوم: يار مـحمد

زيږيدو نيټه او ځای  : ١٣٣٢ لمريزکال ننګرهار ولايت ، شينوارو د هسکې مېنې ولسوالي، د ثناخيلو کلی .

زده کړې  ځای   : افغانستان ، د کابل پوليتخنيک انستيتوت 

تخصص : جيولوجي اود جامدو کاني ګټورو موادو دپلټنې او اکتشاف څانګه  .

تحصيلي درجه _ ماسټر  MA

 علمي درجه _ د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې  محقق

دندې :

دکانواو صنانعووزارت _ جيوانجنري مدريت

دښوونې اوروزنې وزارت _ تاليف او ترجمې رياست 

دفوايدعامې وزارت _ لارو او ډګرونو رياست _ جيوانجنري مديريت

د افغانستان د علومو اکاډمۍ _ جيولوجي انستيتوت .

د BBC تعليمي پروژه ١٩٩٥ م کال نه تر اوسه _ د نوي کور نوی ژوند د ډرامې څانګه

د دافغانستان دعلومو اکاډمۍ _ د اريانا دايرت المعارف د ليکوالانو د ټيم غړی

دنيټ په نړۍ کې ددوو بلوګونو چلونکی ، شمشاد او زلزله

چاپ شوي اثار :

١_ جنګ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان .

 د افغانستان د مطالعاتو مرکز_ پيښور

٢_ په افغانستان کې زلزلې  ١٣٧٨کال چاپ_ پيښور ( په دري هم ژباړل شوی )

داريک د ګرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ

٣ _ د افغانستان کاني زيرمې    ،  داريک د ګرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ  ( په دري هم ژباړل شوی )

٤_ په افغانستان کې د منرالي اوبو جينې د ١٣٨٤ل کال چاپ _ د افعانستان د کلتوری ودې ټولنه_ جرمني ( د انجنير شيرشارشاد سره په ګډه ليکل شوی )

٥_ د زلزلې له خطرونو به څنګه ځان ساتو؟ (  دتير فنډ موسسه ١٣٨٦ ش چاپ  )

٦_ دزهرو ګل _ تصويري  لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا په کابل کې چاپ شوی

٧_ نوی ژوند _ تصويری لنډه کيسه ، د GTZ موسسې له خوا په 2008 م کال کې په کابل کې  چاپ شوی

٨_ بايو ګاز  _ ژباړه ، داريک د ګرځنده کتابونو اداره _ پيښور چاپ

ناچاپ اثار:

١__ ودانيز توکي  ( ناچاپ )

 ٢_  (  انسان څومره ښايسته دی ، انسان څومره بدرنګ  ) د لنډو کيسو ټولګه ، نا چاپ
٣_ غيرتي لا لا _ د طنزونو ټولګه ناچاپ

٤_ د ازادو شعرونو  ټولګه _ ناچاپ