د ټرانزسسټور کلمه  د )  (Transfer Resistor نه اخيستل  شوې ده . دا  يوه الکترونيکي ( برقي) پرزه ده چې عموما درې پښې لري او په هغې کې ولتاز يا ګرځنده  جريان ، بل جريان کنترولوي .
 يا په بل عبارت ترانزسستورونه هغه کوچني پرزې دي  چې کولای شي سګنالونه لوی کړي، سرکټونه   )  (Circuit روښانه (ON ) او يا تړلې ) ( OFFوساتي. څو رقمي (Digital) معلومات لکه صفر او يو )  1 ، 0  (  په سمه توګه تمثيل کړي شي .
ټرانزستورونه هم  د انا لوګ ( قياسي )  الکټرونيک او هم په ديجټال الکټرونيک مدارونو کې  زيات کارول کيږي . په انالوګ کې  د ولتاژ د تنظيم کونکي يا تقويه کونکي ( رګولاتور )  په توګه  او په ډيجټال الکټرونيک کې د منطقي مدار د پياده کولو ، حافظې ، سويچ کولو اونورو برخو کې کارول کيږي . په دې توګه په زغرده   ويلی شو جې ټرانزسسټور په الکټرو نيک ټکنالوژی کې د يوه زړه حيثيت لري .
ټرانز سسټورونه  عموماپه دوه ډوله دي :
١_  پيوندي دوه قطبي ترانسسټور (  Bipolar Junction Transistors) چې لنډيز يې  BJT   دی
٢_ د ميدان د اغيز ترانزسسټور   (Field Effect Transistors) چې لنډيز يې FET دی  .چې دا هم په دوه ډولونو دی .
الف_ د ميدان د اغيز پيوندي ترانز سسټور JEFT)  (
ب_ MOSFET   چې  (Metal Oxide Semiconductor Field Effect Transistor) لنډيز دی .

ټرانزسسټورونه په 1948 م کال کې منځ ته راغلل او په 1956م کال کې په کمپيوټرونو کې په زياته اندازه وکار ول شول.
د ټرانزسسټورونو په راتګ سره  په عمومي توګه  په الکټرونيک ساحه کې  او په ځانګړي توګه په کمپيوټرونو کې يوستر بدلون منځ ته راغی  . ځکه ټرانزسسټورونه تودوخې ته اړتيا نه لري ،  لږه انرژي مصرفوي او د چارو په سرته رسولو کې خورا چټک او دقيق دي