The top cover has been removed to show the internals of a computer Power supply Unit.

 پاورسپلای  کمپيوټر ته برښنا ورکوونکی آله ده چې د کمپيوټر په ( Case  ) کې موقعت لري .کله ناکله د (PSU) Power Supply Unit په نامه هم ياديږي . اکثره شخضي کمپيوټرونه د کور دعادي برښنا نه ١١٥نه تر١٢٠ ولټه بدليدونکی AC  (Alternating Current) جريان اخلي .دا ډول  برښنا د کمپيوټر له پاره مناسبه نه ده ځکه چې کمپيوټرد له ٣،٣ څخه تر ١٢ولټه مستقيمې برښنا DC  (Direct Current) ته اړتيا لري .
پاورسپلای همدغه AC برښنا په DC  بدلوي او  له همدې  ځايه بيا د بيلا بيلو کيبلونو په مرسته د کمپيوټر نورو پرزو لکه اصلي تخته   Mother Board  ، هارډډسکHard Disk  ، CD ….Drive  ته ليږدول کيږي    .
په ځينو Power Supply  کې دااسانتيا  هم وي چې هغه Monitor ته هم برق ورکولی شي او د دې لپاره يو بيل نښلونکی ( Connecter   ) لري چې د هغې لارې دمانيټور  Monitor د برق لين ورسره تړل کيږي.
  ځنې Power Supply ديوې بټنې سره تړلې  وي چې هغې ته Power Button وايي او له دې ځايه مونږ کولی شو په ټول کمپيوټر باندې برق قطع او يا هم چالان کړو.
پاورسپلۍ ته Switching Power Supplies هم ويل کيږی د همدی سويچنګ ټکنالوژۍ په مرسته کولی شو د AC د جريان د داخليدو سره سم هغه د DC په ټيټ ولتيج بدل کړو.
په کمپيوټر کې مروج ولتيجونه 3,3V ، 5V  او 12V  دی.
3,5 او 5 ولتيجونه عموماً د ډيجټالی مدارونو له پاره او 12 د ډسک د ډرايونو  او د سيستم يونټ دسړوالی له پاره کارول کېږي. پاورسپلای په خپل جوړښت کې يو بادپکه ( Fan )  هم لری چی هغه دکمپيوټر ځينو پرزو لکه د پراسسر د سړولو له پاره تل چالانه وي.
د 1980 م  کال د مخه  په پاور سپلای کې د ډيرو درنو ترانزسسټورونو( Transistors  ) او خازنونو
( Capacitors)  څخه استفاده کيده چې ورودي ولتاژ يې 120 ولټه او 60 هرتز يې په DC يا 12او 5 تبديلولو خو اوس د عصري ټکنالوژۍ په راتګ سره دغه ستونزه له منځه تللې ده
د هر پاورسپلای د انتخاب له پاره د اندازه کولو مهم شاخص واټ (W) دی. کله چې د يوه سيستم د پرزو د برق ځانګړتياوې  تشبيت وی نو د هغو سره سم بيا پاورسپلای هم انتخاب کيږی.