بوټBOOT   :
بوټ کول ( Booting) هغه خود کاره پروسه ده چې دکمپيوټر د پيلولو (start)  اويادبياپيلولو (restart) سره سمه پيل کيږي .که کمپيوټر له سره چالان شي) Cold Boot )اوکه تيار روښانه کمپيوټر بيا له سره  چالان شي  نو) Warm Boot ) بلل کيږي .
هر ځل چې کمپيوټر چالانيږي هسته  ) kernel) اود عامل سيستم (Operating system ) لارښوونکي نور ډير کاريدونکي پروګرامونه،  له تل پاتې  خوندي ځايه (Hard disk  )،  موقتي  خوندي ځای يا حافظې    (RAM) ته اړول کيږي .
Kernel   د عامل سيستم هسته ده  چې  د کمپيوټرحافظه  او پرزې اداره کوي .  دا په حافظه  کې پاتې کيدونکی دی ، يعنې تر څو چې کمپيوټر روښانه وي نو کرنل فعال وي  او د عامل سيستم نورې برخې نه پاتې کيدونکي دي ، يعنې په هارډسک کې وي  او چې کله اړتيا شي  نو حافظې  ته راځي او فعاليږي .
په بل عبارت په حافظه کې د عامل سيستم (Operating system ) ځای په ځای کولو ته بوټ کول وايي چې معمولا د سخت ډسک  Hard disk) )  له لارې تر سره کيږي .
د بوټ کولو بهير :
١_  کله چې کمپيوټر روښانه شي ، برښنا برابرونکې ( Power Supply) د کمپيوټر پرزو ته،  برښنايي سګنالونه استوي .
٢_ د برښنا په مرسته   د پراسسر   ( Chip  ) ځان له سره عياروي اود( ROM   ) په چيپ کې(  BIOS  ) لټوي . په بايوس کې د کمپيوټر د چالانولو لارښوونې وي چې دا لارښونې  د( Bootstrap )  په نامه ياديږي .
٣_ بايوس يو لړ ازموينې کوي  څو معلوم کړي چې د کمپيوټر فزيکي پرزې  سمې کار کوي که نه . دا پروګرام د روښانولو ځان ازمويلو ( Power On Self Test   ) په نا مه ياديږي چې لنډيز يې POST )   (دی .
٤_ د POST   پايلې د CMOS    Complementary metal oxide semiconductor) )      د چيپ له معلوماتو سره پرتله کيږي .د CMOS چيپ د برښنا د قطع کيدو په وخت کې د کمپيوټر اړونده پرزو لکه د حافظې  اندازه ، د ډيسک ډرايونو ډولونه ، دکيبورډاو سکرين عيارونې ، اوسنۍ نيټه او وخت او د کمپيوټر چالانولو نور معلومات ساتي .بايوس د کمپيوټر دموجودو او يا نويو پرزو پيژندنه هم په غاړه لري .
٥_ که د POST ازموينې بريالۍ وي  نو بايوس د عامل سيتم اړونده فايلونه چې (System Files ) بلل کيږي لټوي  .
د BIOS  د بوټ مرحله د( r Bootstrap Load ) د فعالولو سره  سمه پيل کيږی .  د کمپيوټر د هارډ ډسک په جدول کې بوټ سکټر (Boot Sector)  لټوي . په بوټ سکټر کې د هر عامل سيستم (OS) ماسټر بوټ ريکارډMBR   (Master Boot Record) پروت وي .
کله چې بوټ سټراپ لوډر ، MBRماسټر بوټ ريکارډ پيدا کړي نو لکه څنګه چې مونږ  دچرمي موزې په پښو کولو کې د يوې وړی چرمي ټوټی نه چی د بوټ په شا کې وي او دهغۍ په راښکلو سره بوټ په پښه کوو  همداسی عامل  سيستم د(  Bootstrap Loader)  په زور فعاليږي .
وروسته بيا اختيار عامل سيستم (وينډوز، ډاس ، لينوکس ...) ته ورکول کېږي . او په دې توګه د بوټ کولو بهيربشپړيږي .