له بده مرغه  په دې ورستيو ورځو کې پښتوويبپاڼواو  ويبلاګونو ته  داسې يو خطرناک وايرس راغلی  چې  ټوله ورځ د هغو با احساسه فرهنګيانو پسې سپکې سپورې ليکي چا چې خپل ژوندد انټرنيټ په نړۍکې  پښتني فرهنګ د غوړيدا او پرمختګ له پاره  وقف کړی دی . دغه سپيڅلي فرهنګيان ټوله ورځ کمپيوټرته مخامخ  ناست وي ،بې له مادي امتيازه لومړی يو مطلب دزړه په وينو ټايپ کوي ، هغه بياخپل ويب باڼې يا ويبلاګ ته ورکوي   ، له دې کاره دهغوي يوازينې موخه  دا وي چې له يوې خوا وکولی شي د نيټ په نړۍ کې  خپله ژبه د نړۍ دنورو ژبو سياله کړی او له بلې خوا يې لويه هيله دا وي د نيټ نړۍ لوستونکي د خپل اند ، تخليق او يا معلوماتو څخه خبر کړي .
 په همدې هيله دبلاګونو چلونکي په خپل ويبلاک کې ددې له پاره د تبصرو خونه پرانيستې پريږدي چې لوستونکي  وکولی شي دهغه مطلب  د کره والي په اړه خپل نظر وړاندې کړي . خو له بده مرغه دغه منحوس اودانساني کرامت نه لرې  وايرسونه ددې په ځای چې د  مطلب  په کره والي څه وليکي ، کله د يو چا او کله دبل چا   پسې سپکې سپورې ليکي  او په دې توګه غواړي چې خپله  د (ساديستي  ) تنده د نورو په سپکاوي ماته کړي .
دا وايرسونه به فکر کوي چې موږ څوک نه پيژني  خو باور وکړی  ديوې جملې د ليکلو  له  سبک نه يې هر څوک په ډيره اسانۍ پيژندای شي . له بلې خوا هغه ويبلاګونو چې ځانونه يې په (  سايټ ميټر   ) کې ثبت کړي ، هغوي دا اسانتيا لري چې  ددنيا په هرکنچ کې په يوځل کليک سره د خپل بلوګ لوستونکی  دټولو ځانګړتياو له مخې لکه دا شخص  په کوم مملکت  دی ،انټرنيټ ورکونکی سروس يې کوم دی ،  د IP ادرس  څه دی ،په کومه ورځ ،  ساعت او دقيقه يې دا ويبلوګ کتلی دی ،  د وينډوز ورژن يې کوم دی  او دغسې نور ورته   دقيق معلومات  هره ورځ هلته ثبت کيږي  . که دغه  منحوس وايرسونه  خپلو ويجاړونکو عملياتو نه ډډه ونه کړي موږ کولی شو دغه وايرسونه پيدا او هغوي  ټولو لوستونکو ته رسوا او ور وپيژنو ، څو د پښتني انټرنيټي نړۍ له دغو منحوسوايرسونو پاکه شي  . د بيان ازادي د هر انسان حق دی ، هر څوک حق لري چې د نيټ په نړۍ کې خپل نظر څرګند کړي ، او دا دود د نورو ژبو په ويب پاڼو کې هم شته خو نه داسې چی د اصل مطلب  دکره والي پر ځای بس د نورو په شخصي سپکاويو تير شي .
دغه وايرسونه پټ کسان نه دي ، يو وخت فرهنګي کسان و خو اوس د رشوت ، اختلاص او فساد په لجن زار کې  راګير شوي  ، فرهنګي فعاليتونه ترې پاتې دي ، پخپله څه نه شي ليکلي ، خو کله يې چې نور ليکي ، هغوي  يې  بيا زغملی نه شي