بک اپ backup : ( احتياطي کاپي )
په کمپيوټر کې دځانګړو موخو او يا هم د غوره او مهمو فايلونو د خونديتوب په خاطر چې اصلي مطلب مو له لاسه ونه وځي د پروګرام اويا هم data يو نقل ( copy) ساتلو ته بک اپ وايي .
بک اپ په اصل کې يوه بيمه شوې کاپي ده چې د اړتيا په وخت کې ورنه ګټه اخيسل کيږي . ځنې کمپيوټري پروګرامونه په اتوماتيک توګه د فايلونو بک اپ کاپي جوړوي چې اوسنۍ او پخوانۍ دواړه يې په يو ډسک باندې خوندي ساتل کيږي . دغه ډول پروګرامونو ته Backup Utility وايي . که چيرې کوم فايل د بيلابيلوستونزو له امله د لاسه ووځي دا وسيله د کمپيوټر کارن ته واک ورکوي چې نوموړی فايل بيرته لاس ته راوړي . نو ځکه د کمپيوټر هر کارن بايد په پرله پسې توګه دData بک اپ ته پوره پاملرنه وکړي . داحتياطي کاپي د backup copy اوکله هم د , backup file په نومونو هم ياديږي
26.05.2008
- shamshad
راليږونکی :حفیظ الله خالدد راليږونکي پته :hkhaled@chello.atنيټه : 22-05-2008
زما آرمان
هغه ورځ به په وطن کی کله راشيچه خفه ورونه یو بل سره پخلا شي
نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني ويهر یو پرانیزی غیږ بل ته خواپخوا شي
زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شيیو د بل زخمو ته پټي شي ، دوا شي
د ویرغم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــهد ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي
مهاجر ورونه مو راشي خپل وطن تهد هجرت توره شپه خت...
05.06.2008
- shamshad
بوټBOOT :بوټ کول ( Booting) هغه خود کاره پروسه ده چې دکمپيوټر د پيلولو (start) اويادبياپيلولو (restart) سره سمه پيل کيږي .که کمپيوټر له سره چالان شي) Cold Boot )اوکه تيار روښانه کمپيوټر بيا له سره چالان شي نو) Warm Boot ) بلل کيږي . هر ځل چې کمپيوټر چالانيږي هسته ) kernel) اود عامل سيستم (Operating system ) لارښوونکي نور ډير کاريدونکي پروګرامونه، له تل پاتې خوندي ځايه (Hard disk )، موقتي خوندي ځای يا حافظې  ...