اپشن ؟
د تورې شپې په زړه کې
د خيال په ماوس مې
د خپل زړه د ډسک ټآپ
ري سايکل بين پرانيست
په کې پرته وه
د بې وفايې په نامه
يوه ډيليټ شوې نامه
اوس په مخ کې لرم
يوازې دوه اپشنه
چې ډيليټ شوې نامه
بيرته ريسټور کړم که نه ؟
که د امپټي په بټن
د کليک بټن ووهم ؟