دوست شينواري د غزل پر طرحه

محمدحنيف حيران

( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته)
قاتل نه يم خو بيا هم ځمه مقتل ته
مخ مې ځکه په لمر مخي يار پسې وړم
له فطرته يــــــــــــــــمه ورته کاپور ګل ته
د وحشت ګرداب به زغم کړي پخپل ځان کې
د اُمېد کشتۍ به ورسي منــــــــــــــــــــــــــزل ته
د غمزو لمر دې يو څو نېزې راټيټ وي
د خوشال پښې دې خوييږي نه مغل ته
په ســــــــــتم او په جفا دې ښه زړه يخ که
خدای به ما هم کړي وسي درته بدل ته
چې خلقت ته د خدای پاک کله حيران شم
نو کاته کړم، کله يار ته کله ګل ته.