سلامونه او نېکې هيلې درانه مشر زهير صيب ته
د ارواښاد دوست شينواري په ليکه غزل درلېږم خدای دې وکړي چې د خپرېدا وړ وي
خوښي مو غواړم
جلال

له ازغو که ډکه لاره ده منزل ته
بيا هم ځمه وارخطا نه يم مزل ته

دا چې ولې پښتانه دي بې هېواده
بس همدا وړه ګيله لرم ازل ته

تور پېکي دې لېونی د تورو غرو کړم
غرڅنو سترګو دې راوستم ځنګل ته

دا ريبار د يار انکار راته راوړی
که راغلی عزرايل زما اجل ته

ژبني سيلاب پښتو په مخه کړې
ننګرهاره ياره لاس ورکړه کابل ته

زلزله نه ده درزا د چا د زړه ده
کوم مئېن دی جوړ ولاړ د چا درشل ته

که له اوو غرونو سيندونو هم پناه يې
د پرهر شور مې شمال دروړي هملته

دلته وې له مينې ډکې څه جونګړې
ما ليدې لوګی کېدې د چا محل ته

جلال امرخېل