ګرانه وروره ! د سلامونو او نیکو هیلو نه پس زه به خوشحاله شم که زما دا شعر چه د دوست شنواری د غزل په اقتفا لیکل شوی په خپل ښکلی ویب پاڼی کی خپور کړي .
ستاسو د لا زیاتو بریالیتوبونو په هیله.
حفیظ الله خالد ویانا استریا
---------------------------------------------------------------
                                                غزل
افغانانو سر ه لاس ورکړی یو بل ته
دا ګوټ مات کښتۍ را وباسی ساحل ته

د زمان کاروان روان دی نه دریږي
په جنګونو سړي نه رسی منزل ته

د دوبۍاو سنګاپور ننداره وکړي
بیا نو وغوړوی سترګی خپل کابل ته

دا یو لو یه بد بختی ده چې راغلی
جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل ته

پوهې زد ه کړی مرکزونه سیزل کیږی
که یې نه منې ورځی غزني زابل ته

د ې وطن کې عدالت به هله راشي
چې پناه نه وي ډاکو غل او قاتل ته

دا وطن زخمی زخمی په زړه چاودلی
ژر یې وژغوری یا لویږی بحر تل ته

دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نه شی
څو طبیب نه شو وطن دارو درمل ته

د خالد زړګی به هغه وخت آرام شي
چې د سولې ګلان راوړی یار اوربل ته

حفیظ الله خالد ویانا