غزل
نجيب عامر
د ( دوست شينواري په زمکه  )

هسې نوم خلکو ورکړى دى بلبل ته
بې له ما قصيده چا ليکلې ګــــــــل ته

درانه پيټي د دنيــــــــــــــــــا راته آسانې
دعشق چارې ګرانې ما غوندې تنبل ته

مسافــــــــــــــر يم په ډبره مې سر اېښى
نيمه شپه ده ضرورت لـــــــــرم څنګل ته

اوس د ښاراستوګنه ډېرې پيسې غواړي
ځـئ چې ژوندله سره پيل کړو ځو ځنګل ته

هېڅ مې شونډې په شرابو روږدې نه شوې
کــــــــــنه ! کله کله ،  زه هم ځم کابــــــــــل ته

دروازه کې يو دربان دى بـــــلا سپي دي
دې حالت کې باچا نه درځم محـــــل ته

شين شهار،سبا نارى او کوچۍ هم شته
عامــــــــــر هيڅ ضرورت نه لري عسل ته

٢٠٠٨ جنوري ٢٣
پېښور