مرحوم دوست شینواري په شعر طرحي مشاعره


(ساه نیولی دې راغلی یم درشل ته)
(ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته)
د کمان غیشی دې څوک ملامت نه کا
چې وار شوی دی د هیلو تاج محل ته
خاطرې مې د ژوندون کتاب کې لوله
ما سپارلې دي د خپل حیات ناول ته
قضاوت به بيـــــــا هغه مهال کړې ګله
چې زه درغلم د دوو سترګو مورچل ته
یا بـــــــــــــــه پرانیزې لېمې راته د مینې
یا به ورکړې ما د ورک جهان  ګوګل ته
د ښایست او بدرنګۍ صفت کړه دواړه
که رنګین وم نو ښکلا مې کړه وربل ته
که بدرنګ وم د نسیان په خوله مې ورکړه
نوم مې یوسه د عدم د کندو تـــــــــــــــــل ته
په باغچه که د خواږه ګفتار ور پيښ شوې
د انصاف په دیدار وګوره غـــــــــــــــــــزل ته

۱۲ لیندۍ ۱۳۸۶ هجري لمریز ۳ دیسمبر ۲۰۰۷ میلادي/ کابل