عبدالهادی هادی

د استاد دوست شينواری په لاندينی شعر د جوړی شوی مشاعری په لړکې: 
ساه نيولی دی راغلی يم درشل ته
ما په خپله ځان سپارلی دی اجل ته
                       غزل
آه، اوتردې يم د سترګو خوږ غزل ته
لکه لمونځ چی ننوځی د زړه تل ته
ما ويل سوځی سفيد پوشه بلا کلي
ګوتې چيچی ليونی زما اټکل ته
د خپل کلی له آسمان نه ستوری يوسی
بيا يې د ودکړی د تيارو د بلاپل ته
دا له موږ په کومو سترګو هنر غواړی؟
چې روان يو په ډوډی پسی اجل ته
خواږه خوب کی می يو غاښ له ژامی ولويد
چاوی (دوست) ورانه لاړ د نور منزل ته
نوريې دلته له بې قد رو تپوس مه کړی
هادی نذر شو د يار د زلفو ول ته
٤ / ٨ / ١٩٩٦ پيښور سردار کالونی