د ارواښاد دوست شينواري  دغزل په اقتفا
پيرمحمد کاروان
                                  غزل
درد مې پريوتو د زړه د کوهي تل ته
د اوبو پر ځای يې تږی کړم غزل ته
په ډولونو په ګډا ليوني ورشي
د هوښيار و سپينې وتښتی اجل ته
د زرينو انځورونو قتل عام دی
بدرنګانو کاڼي وړي شيش محل ته
په ((اوربند)) کې د زکات طالبان وايي
چې د ژوند زکات مواېښی دی اوربل
ګلشېبی لکه د شاتو مچۍ مړې شوې
ګل به څوک راوړي د يار د څڼو ول ته؟
د زړه جېب باندې مې ټينګ لاسونه ايښي
کله مخ اړوم غل ته کله مل ته
پکې ياد د تورو تورو تلليو سترګو
تل د ستورو لاندې ګورمه ځنګل ته
د تڼاکو پڼې نوې کړه کاروانه
لاخو ډيرې دښتې پاتې دي منزل ته

@@@@@@@@@
بريالی باجوړی
                            غزل

دم ختلی دې ولاړ يمه درشل ته
لکه سم چې چا نيولی يم اجل ته
زلفی واړوه له مخه چې سبا شی
په ما شپه شوه لا و لاړ يمه ځنګل ته
تکه سره لکه انار شي غونډه منډه
په شوخۍ چې لاس ور واچوم کاکل ته
دا دانه، دانه ملګری چې را ياد کړم
په ژړا شم د پښتون خالی بورجل ته
دا ګرمي د پيښور دا ستړې ورځې
بيا به هم چيری ويده شم ستا څنګل ته
چی ګلبوټي د چمن وژني پخپله
حيرانيږم د دې خپل مالي تکل ته
 
١٩٩٦م _ پيښور

@@@@@@@@@@@@
انجنير ستانه مير زهير

                        غزل
(( ساه نيولی دې راغلی يم درشل ته
ما پخپله ځان سپارلی دی اجل ته ))
تور ماښام دی، تورې لړې راخورې دي
د وهمونو ديو ختلی دی مورچل ته
د رڼا ناوې په تورو کاڼو ولي
د حيا ناوکۍ ژاړی خپل ور بل ته
دظلمونو سيلاب وړی که لږ تم شول
بيا به وګوری رقيبه! خپل بدل ته
١٩٩٦ کال / اګست  ٢٠ ، پيښور