منان ملګری
د مرحوم دوست شينواری صاحب د شعر په اقتفا

تا دګلو کاروان پورته کړ وربل ته
دعيشو پړی دې واچول عسل ته
دروازې د څڼو مخ نه دې کړې بيرته
لار دې خلاصه کړه د سپينې خولګۍ غل ته
چې په سرو شونډو دې سرې لمبی کړی پورې
آد مخورې پتنګان درځی مقتل ته
د نظر شراب دې مونږه بيخودان څښو
سپين شيطان کله راتلی شی ستا محفل ته
ستا محفل دی درندانو سر فرو شو
ابليس کله غاړه ايښی ده اجل ته
پښتون سر مې پښتنی حسن نه ځار کړ
بل سر نه لرم چې ورشی تاج محل ته
ګلر خانې ستا د مخ ډيووپيکه کړې
ستورو ورکړ خپل ښايسته د سپوږمۍ ځل ته
نو  : ( ساه نيولی دی راغلی يم در شل ته
ما پخپله ځان سپارلی دی اجل ته)
تا ((ملګری)) ته د شونډو آپين ورکړل
ګڼی کله يی لاس اچاوه غزل ته

١٩٩٦پيښور – غريب آباد

سيند
غزل
خدايږو وبه رسم هله خپل منزل ته
چی لوګی دې شمه سترګو او اوربل ته
ويم له زړه لږه بهر شه غېږ ته راشه
دا چی واوری لاشی کوزه د زړه تل ته
هره شپه رانه شوګير لاړ شی ويده شی
زه ساتمه خپل خوبونه ستا څنګل ته
ځنکدن ئی ځنډنی شو ساه تری نه ځی
مساپر دی مخ ئی واړوئ کابل ته
څه حېرانه راته ګورې غنم رنګی!
برنی يمه پريشان يم خپل ازل ته
څو به مړه کړي، څو به خوار کړی، څؤ به زار کړی
د ممبر په ځای ختلی بيا مورچل ته
خپلی لوټی خزانی تری بېرته اخلم
انتظار يم اورکی ناست يمه يوغل ته
١٩٩٦ م کال ، پيښور
 
باز محمد عابد
غزل

ته چې څنډ جانانه ورکړی تور اوربل ته
تخيل مې غزونې کړی غزل ته
څه توده توده خونی وږمه چليږی
بيا د مينې په تور څوک راوړی مفتل ته
ښا ماران يې چې پر څانګو مستي وکړی
ترخه زهر خواږه ورکاندي صندل ته
خلکه مخه ورته مه نيسۍ چې درومي
ما چې خپل زړګی بښلی دزړه غل ته
خدای خبر چې څومره زړونه پکی نغښتي
زه حيران يم د جانان د څڼو ول ته
وينې غواړي بس په وينو باندې پايي
مسيحا  نه شته چې سا ورکړی کابل ته
١٩٩٦ م کال ، پيښور