عبدالله احد (پيغام)
د ارواښاد دوست (شينواری) د غزل په اقتفا:
ساه نيولی دی راغلی يم درشل ته –  ما پخپله ځان سپارلی دی اجل ته

سر می ټيټ د غرور نه شو ستا درشل ته
د غضب توره راباسه زما اجل ته
ته می لوټ کړه، ته می سوځه، ته می وژنه
زه به ستوری کړم ملګری بل يرغل ته
رنځور زړه ټکوروم ستا په خيالونو
خوبه يو می سه يو ځل ديارمحل ته
که دی ګل د څڼو نه شومه جانانه!
سپيلنی خو به دی شمه و اوربل ته
جنازه  دځوانو هيلو مې کړه پورته
په ژړا ژړا يې  وړمه د زړه تل ته
توره شپه ده سره اورونه دی د قهر
په زخمی ګامونو ځه و منزل ته
د بري زيری به هلته (پيغام) راوړی
چی د نورفانوس په لاس درومي مورچل ته

١٩٩٦ م کال ، پيښور