له يارانو ليکوالو سره ګپ شپ

لومړۍ برخه

ياداښت: دا ليکنه په ١٣٧٩ ل کال کې د الفت په مجله کې چاپ شوې وه

ª   محمد اصف صميم صيب!

د ځوانو ليکوالانو په منځ کې تل د صدر په څوکۍ ناست  يې !
له صميميت نه په ډکو او خوږو خبرو نور خوشاله ساتې ، داسې هم شوي، چې کله درنه څوک خپه شوي وي!؟
- يو  نيم رانه خپه کېږي. هغه هم کله چې د ګندهارا په مجله کې مې د چا په مضمون کې (اصل) په (ار) بدل کړی وي.

ª    بريالی باجوړی صيب!

يو وخت د لنډې کيسې په ليکلو کې پوره بريالی وې، خو په دې ورځو کې راته ناکام ښکاري.

- ناکام مې مه بوله خو مشروط مې وګڼه، ځکه يوه نيمه ليکم.

ª کاتب پاڅون صاحب!

طنزونو خورجين دې خالي ښکاري، د ډکولو تابيا يې نه لرې؟

- وزګار نه يم، په عبادت بوخت يم.

_  په څه ډول عبادت؟

- (جيب ته يې لاس کړ او د کلدارو يو لوټ يې راوويست) دا ګورې؟

هو دا خو د لسو روپيو لوټ دی!

- د همدې لوټونو پيدا کېدل هم عبادت دی، وګوره! دلته يې ليکلي (حصول رزق حلال عبادت هی)

ª  کاروان صاحب!

ستاسو د شعر انګازو خو د پښتونخوا غرونه او کاڼي په نڅا راوستي، نو بيا ولې له کره کتونکيو نه ګيله من ښکارې؟

- چا درته ويلي؟

ستاسو د شعرونو وروستۍ چاپ شوې (د ښاپېرۍ ورغوی) مجموعې پخپله

زه هم خبر شوم ځورولی يې چا

کره کتونکيو درته کم کتلي

د شاعر زړه ګلاب دې مړاوی مه شه

ما دې د سرو اوښکو شبنم کتلی

ª اسمعيل يون صيب!

تاسو ادب او فرهنګ په ډګر کې په کم عمر کې پاخه قدمونه پورته کړي او دا هم ويل کېږي، چې اوس هم ډېر زيات مصروف ياستئ، نه غواړئ چې مصروفيت مو لږ کم شي؟

- که ستړی شوم، بيا به تا خبر کړم.

ª  احمد تکل صيب!

د شعر په دنيا کې خو په رښتينې توګه ډېر ښه انځور ګريې، خو ځينې کسان وايي، ته په شخصي ژوند کې يو عادت لرې او هغه دا دی، چې يو ځل خپله خبره ونيسې بيا يې څوک درباندې بله کولی نه شي.

- نه يې منم.

ªعبدالهادي هادي صيب!

ستاسو په خوږو شعرونو کې خو په رښتينې توګه، ډېر څه شته، چې زړونو ته لارې پېدا کوي، خو ويل کېږي، چې ته هم د ځينو شاعرانو غوندې کله چې خپل شعر چاته اوروي. نو من من غوښې اخلي؟

- څه پوه شوې؟

نامې خدای ستا دا غټ پټ وجود پخپله دې خبرې شاهدي ورکوي.

ª اسدالله غضنفر صيب !

له بدو سترګو دې ليرې وي، تاسو دريواړو وروڼو ايمل پسرلی، اجمل پسرلی او تاسو پخپله د پښتو د لنډې کيسې په ژوندۍ ساتلو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې پيل کړي. نه غواړئ، چې يو کس په لنډه کيسه او دوه نور د پښتو ادب په نورو ساحو کې مصروف شئ؟

- ستا يې په کې څه؟ هر سړی په خپل کار پخپله ښه پوهېږي.

ª امين الله دريځ صيب!

ستا په خبرو اترو کې د استدلال او منطق يو پوخ دريځ له ورايه ښکاري، کېدای شي ووايئ دا دې له چا نه زده کړې؟

- د دانش په کتابتون کې له ځينو اوتو بوتو ويونکو څخه.

ª محمد داود وفا صيب! په عمر دې برکت شه په کم عمر کې دې زيات ا ثار له چاپ نه راووتل. غواړې چې همداسې په يوه منډه نور هم مخ ته لاړ شې؟

_نيت مې همداسې دی، خو که په لاره کې مې څوک له پښې ونه نيسي.

ª شهرت ننګيال صيب!

تاسو دويم نوم هم په ځان شهرت ايښی، په خپلو وروستيو چاپ شويو اثارو کې مو هم زيات شهرت تر لاسه کړ ، غواړئ، چې همداسې د شهرت لېونی اوسې؟

- په دنيا کې هر څوک د شهرت لېونی دی، څوک يې په شتو او پيسو کې، څوک يې په سياست او چوکۍ کې او څوک يې په بل څه کې لټوي، خو زه خوارکی يې بس په خپلو ليکنو کې لټوم.

ª کمال الدين مستان صيب!

ستا د شعر مينه وال ډېر زيات دي، له ځينو کسانو څخه مې ستا د شعر ډېر زيات تعريفونه اورېدلي، خو زه چې ستا شعر کله لولم، خوند ورنه نه شم اخيستی.

- ته نه يې ملامته، ځکه چې ته د کانونو انجنير يې، ورځه خپلې تېږي او کاڼي دې مطالعه کوه، ته په شعر چا پوه کړې!.

ª باز محمد عابد صيب!

 پخوا چې کله د خيال په دنيا کې د سپين غر په غرونو الوتلئ، يوازې د شعر پاڼې درسره وي اوس دې د لنډې کيسې اميل هم په غاړه کې اچولی، نه وېرېږي، چې د زيات وزن له  لاسه لاندې راوولېږي؟

- زما خو يوازې دوه امېله په غاړه دي. دا پوښتنه له هغو نه ولې نه کوې، چې لس پېنځلس يې په غاړه کې پراته دی.

ª لال پاچا ازمون صيب!

ښکاره خبره ده، چې تاسو د ادب په ميدان کې د پاخه او پياوړي قلم څښتن ياستی، خو ځينې کسان وايي، چې تاسو ته خپل ځان ازمون شوی او نور ټول درته ناکام ښکاري.

کېدای شي دا د غمازانو تبليغات وي.

ª نور محمد سهيم صيب!

تاسو يو وخت په لنډه کيسه د نقد له پلوه د يوه تکړه کره کتوونکي نوم ګټلی و، خو کله چې يوه ورځ په يوه غونډه کې ستاسو د (ملک ژرندې) په نامه لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې شوه، نو له تفريحی نه وروسته مو هغه غونډه بېخي ترک کړه، لامل يې ويلی شئ؟

- لامل يې دا دی، چې زه  د کره کتنې په قاموس پسې لاړم، څو هغه څه په کې ولټوم کوم، چې هلته ما دځينو کسانو له خوا واورېدل.

ª حفيظ الله غښتلی صيب!

له وجود نه خو دومره غښتلی نه ښکارې، نه پوهېږم دا تخلص دې څنګه غوره کړې؟

- ته د فزيک په ژبه غږېږې، خو په مانا کې زه ځان غښتلی ګڼم که باور دې نه شي د (ګوربت) د مجلې پاڼې واړوه.

ª نورالحبيب نثارصيب!

ستاسو خوږو شعرونو ډېرو زړونو ته لارې پېدا کړي، ويل کېږي، چې تاسو د بحث او مناقشې په وخت کې کله کله بې حوصلې او احساساتي کېږئ، دا رښتيا ده؟

- په چا مې سر مات کړی، دا خلک دي چې  ډوډۍ خپله خوري او خبري په نورو پسې کوي.

ª غفور لېوال صيب!

تاسو خو د ټولو شاعرانو د شعرونو کره کتنې ته ملا تړلې ده، هغه وخت به دې ومنم، چې يو ځل خپل شعر هم تر کره کتنې لاندې ونيسي.

- که چا ونه وهلم، يوه ورځ به دا کار هم وکړم.

ª اجمل اند صيب!

خلک وايي له هغه وخته راهيسې چې ستاسو ((په څپو کې انځورونه) دويمه شعري مجموعه چاپ شوې، ډېر مغرور شوی ياست.

- په دې کې زه څه ملامته يم، ملامته هغه کسان دي، چې ماته يې ، له حد نه زياتې چکچکې وکړې.

ª قاضي سيد اختيار سباوون صيب!

تاسو د پښتو ادب د نثر په برخه کې  د يوه ځلانده ستوري په څېر ځلېږئ، داسې نه شي کېدای چې له ادبي مقالو سره يوازې سيد اختيار سباوون وليکئ او له مسلکي ليکنو سره قاضي هم ملګری کړئ؟

- قاضي عطاء الله خان چې د پښتنو د تاريخ په کتاب ،د قاضي د ليکلو حق درلود، نو زه هم دا حق لرم، چې له هر ډول ليکنې سره قاضي هم وليکم.

ª لطف الرحمن خاموش صيب!

يو وخت مو د شعر بازار ډېر تود ساتلی و، خو په دې ورځو کې ډېر غلی شوی يې، ښايي د خاموش د تخلص اغېزه وي؟

_ يوازې يې په مانه، په نورو مې هم د دې تخلص اغېزه ليدلې ده او هغه داسې وه، چې يوه ورځ زه د يوه دوست دفتر ته لاړم، د دفتر سکرټري پوښتنه وکړه صيب ته څه ووايم، چې څوک راغلی؟ ما ورته وويل (خاموش)

سکرټري غلی شو او ما هم په ميز پروت اخبار مخ ته ونيو، يوه ښه شېبه وروسته يې بيا راته وويل: (بښنه غواړم صيب ته څه ووايم، چې تاسو څوک ياست؟

ما بيا ورته وويل: (خاموش)

په دې ډول پوښتنو او ځوابو کې زيات وخت تېر شو تر څو د دفتر مشر له خپلې کوټې نه راووت، په خپل سکرټري يې غالمغال شروع کړ، چې تا ولې زما مېلمه دلته کېنولی؟

سکرټري په لړزېدلي غږ ورته وويل: صيب زه څه وکړم، ما ورنه څو ځله د نامه پوښتنه وکړه، خو دې همدا يو غږ کوي (خاموش)

ª مصطفی سالک صيب!

شعرونه خو دې د طاوس د بڼکو په څېر مختلف رنګونه او زياته ښکلا لري، خو دا هم درپسې ويل کېږي چې تاسو په خپلو خبرو زيات مين ياست؟

- زه خو په خپل ځان کې دا ناروغي نه ګورم، خو چې نور يې راپسې وايي، زه د چا خولې ته کولپ نه شم اچولی.

ª عصمت  قانع صيب!

ستاسو ډېرې ښې لنډې کيسې او خواږه، خواږه شعرونه د زياتو هېوادوالو د پام وړ ګرځېدلي، خو د دې په څنګ کې دا هم در پسې ويل کېږي، چې تاسو په نورو ليکوالانو پسې کله نا کله خبرې کوئ.

- په ټولو پسې مې هېڅکله څه نه دي ولي، دا تومت راباندې مه لګوه.

ª  اسد صافی دانش  صيب!

اورېدلي مې دي، چې ستاسو کتاب پلورنځی تل د ليکوالانو د ناستې ډېر ښه دمه ځاي وي، خو زه چې ستا دې دوکان ته ګورم، ډېر وړوکی غوندې راته ښکاري، نه غواړئ، يو غټ دوکان ونيسئ؟

- نه، ځکه چې بيا مې د غيبت د ګناهونو پېټی درنېږي.

 

****

١٣٧٩ ل کال _ جدي مياشت

پيښور ښار