په نړۍ کی له ټولو خورو ورو دوستانو نه هيله کوم چې ماسره  د نړې په بيلابيلو ژبو کې د زانګو سندرو د راټولولو په برخه کې مرسته وکړی

ايا په نړيوالو ژبو لکه انګليسي ، فرانسوي ، روسي ، عربي او داسې نورو  کې د زانګو سندرې شته که نه  ؟

 که وي نو هيله ده چې په اړه يې ماته   دهمدې بلوګ د اړيکو له لارې معلوماته راوليږي

زانګو سندرې !

دفولکلوريستانو په عقيده د زانګو سندرې دماشومانو د فولکلور يوه ډېره لرغونې نوعه  ده چې مېندو له خوا جوړې شوې او سندريز او شاعرانه عناصر لري.دغه سندرې (  لکه چې د روحياتو پوهان وايي) نه يوازې دا چې اهنګونه يې په ماشوم باندې هيپنوزي اغېز لري او هغه ته خوب ورولي: بلکې د هغه په ماشومانه ذهنيت کې د خوب يوه نړۍ تصويروي او هغې ته يې وربولي.
ماشوم چې څو ځله په داسې اهنګونو او سندرو ويده شوي وي، د هغو په اورېدلو ورته بيا خوب ورځي.
د زانګو په سندرو کې مېندې کوشش کوي ( د خوب په نړۍ کې ) داسې تصوير جوړ کړي چې د هغو له نومونو سره د ماشوم غوږونه اشنا وي.
د زانګو اهنګونه او سندرې کوم خاص فارمول نه لري، په هر ځای کې په بېل بېل ډول ويل کيږي، يو بيلګه يې دا ده.

اللو اللو - خوب دې درشه په لېمو
(د ماشوم نوم) داسې ويده دی - لکه ګوډی د رنجو - اللو اللو اللو

( دپښتو د ولسي ادب لارې )