د ارواښاد خير محمد ساد لنډه پيژندنه
نوم او تخلص  : خير محمد ساد
د زېږېدو ځای :   ننګرهار ولايت، د شينوارو د هسکې مينې ولسوالۍ، د ((لنډۍ)) کلی
زده کړې::
 لومړنۍ زده کړه يې په خپل کلي، منځنۍ يې د کابل په دارالمعلمين او لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې بشپړې کړې دي.
رسمي دندي :
ښوونکی، سرښوونکی، د پښتو ټولنې علمي غړی، د کابل مجلې مرسيتال،  مسؤل مدير، د پښتو ټولنې د اجتماعي علومو د ډيپارټمنټ غړی، د ادب او فولکور د ډيپارټمنټ امر، د ښوونې  او روزنې وزارت د تاليف او ترجمې مرستيال او بيا رئيس، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز علمي غړی.
د وفات نېټه :
 ١٣٦١ هـ کال په کابل کې د زړه د ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی. روح دې ښاد وي.
چاپ شوی اثاريې :
ارواښاد خيرمحمد ساد دافغانستان په تاريخ، فرهنګ او هم د پښتو ژبې په کلاسيکو ادبياتو کې ژوره مطالعه درلوده. که مرګي له موږ نه، نه وای بېل کړی، کېدای شول ډېر څه يې د هېوادوالو په مخ کې دعلمي اثارو په توګه وړاندې کړي وای. د مړينې وروسته يې دغه دوه اثار چاپ شوي دي:
١. لرغوني اريايان لومړی چاپ ١٣٦٣ هـ کال کابل ، دوهم چاپ _  پيښور )
٢. نازک خيال شېدا ١٣٧٩ هـ کال، مسکو، روسيه