ارواښاد سرمحقق دوست شينواری
د پښتو ادب د معاصرو اکاډميکو څيړنو د اسمان ځلانده ستوری
ارواښاد دوست شينواری په ١٣٠٤ ل . کال کې د ننګرهار ولايت د شينوارو د هسکې مينې دولسوالې دثناخيلو په کلي کې وزيږيده . مور پلار ور باندې ( دوست محمد) نوم ايښی وو خو په کور کلي او اولس کې د ( خان ) په نامه ياديده . په لس کلنی کې يې دديني مروجه علومو زده کړې ته ملا وتړله . لومړنې زده کړې يې په خپل کور کلي کې له ديني عالمانو څخه او د زياتو زده کړو له پاره يې د پيښور لوری ونيو . ډيره موده يې د پيښور په بر تاکال ، اګره پوره ،مردان ، د اشنغر په شيرپاو او کوهاټ کې په سيمه ايزو دينو مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ . وطن ته د بيرته سننيدو سره سم د تګاب په حمديه مدرسه کې شامل شو .
په ١٣٢٩ ل کال دحوت په ١٥ نيټه د کابل په عربي دارالعلوم کې شامل شو .په ١٣٣٩ ل کال کې له نوموړی دارالعلوم څخه په اعلی درجه فارغ
په ١٣٤٠ ل کال د حمل په مياشت کې د انيس د ورځپاڼې د پښتو څانګې د محرر په توګه مقرر شو .
ارواښاد دوست شينواري يوازې په خپل ځان نه بلکې په نورو يې هم د زده کړې لورينه زياته وه نو ځکه يې ، هغه وخت د هسکې مينې د ولسوالۍ يوه لويه ډله ماشومان د ر حمن با با په ليسه کې شامل کړل چې اوس هغوي ټول ځان د دوست صاحب د احسانونو پوروړي ګڼي .
شعر ويل دوست ته د خپل پلارنه په ميراث پاتې و. پلار يې سيد عمر نوميده ، که څه هم په ليک لوست نه پوهيده خو دولسي شاعرانو په ډله کې يې ښه ځای درلود . دوست ﻻ په دارالعلوم کې په زده کړو بوخت و چې د شعر په ويلو يې پيل وکړ . د شعر انګا زې يې هغه وخت زياتې شوې کله چې د هغه شعرونه د انيس په ور ځپاڼه کې خپاره شول .
د مطبوعاتي جوايزوپه لړۍ کې د دوست شعرونو ١٣٣٧ ل کال کې د (ګرديزي ) دوهمه درجه جايزه په نصيب شوې . د همدغو کلونو په شاوخوا کې دوست دوه ځلې نور هم په نثر او نظم کې د لومړۍ او دوهمې مطبو عاتي جايزو په وړلو بريالی شوی دی .
سلګۍ په نامه شعري ټولګه يې په ١٣٤٦ ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ او نشر شوه . په همدې ټولګه کې دهغه وخت د پښتو ټولنې مشر ارواښاد صديق اله رښتين ددست د شعرونو د کره کتنې په ترځ کې ليکي
( . . . ددې کتاب له کتنې څخه جوتيږي چې ددې زلمي شاعر سره پوره سوز او درد ملګری دی ، دی دزړه له دردمنو پردو څخه کومه سوځنده نغمه راويستل غواړي ، دکوم لوړ هدف په لټون پسې ﻻ لهانده چغې ،سورې وهي .دده ﻻ لهاندي اوزړه چاودون د کومې مادي مينې له پاره نه دی بلکې دی په خپلو سوو نارو کې د پښتون قام غم ژاړي او په دغه وير او ماتم کې ويرچنې سلګۍ وهي ...)
همدارنګه ښاغلی م . ننګرهاری ددوست دهمدې شعري ټولګې په اړه خپل نظر داسې څرګنده وي
( .... زمانه چې نن قام او ملت ته کومه بلنه ورکوي، زه په دې خوشحاله يم چې هغه دوست اوريدلی او پرې پوه دی او دغه وجه ده چې ددوست منډهم دهغې ﻻرې روښنايي زياتوي چې په کومه قام روان دی او هغه اواز غبرګوي چې دقام له ستوني وځي .... )
دوست شينواری ١٣٤٣ ل کال د سنبلې په ١٨ نپټه دلوړو زده کړو له پاره پخواني شوروي اتحاد ته ﻻړ ، يو کال يې دروسي ژبې مقدماتي کورس په ليننګراد ( اوسنی پترزبورګ ) کی بشپړ اوپاتې زده کړې يې د رستوف ښار دولتي پوهنتون دادبياتو په پوهنځۍ کې د ماسټرۍ دعلمي درچې پورې سرته ورسولې . هيواد ته د راسننيدو سره سم دپښتو ټولنې په علمي کادر کې ومنل شو .
ارواښاد دوست له هماغې ورځې نه د مرګ ترشيبې يورې د پښتو ټولنې او وروسته بيا د علومو اکاډمۍ په بيلا بيلو څانګو کې دندې تر سره کړې دي.
څو کاله يې د پښتو څيړ نو د بين املللي مرکز د مشر په توګه هم وظيفه اجرا کړې ده . هيواد ته له بير ته راستنيدو وروسته دوست سره د شعر ويلو هغه پخوانۍ مينه نه وه پاتې . ديو نيم شعر پرته چې په کومه مشاعره کې به بې ويلی وي ، زمانه ياديږي چې د هغه شعر دې د هيواد په مطبوعاتو کې چاپ شوی وي.
دوست د شعر ويلو په ځای خپله ټوله پاملرنه د پښتو ادب په بيلا بيلو برخو کې علمي څيړ نيزو کارونو ته واړوله .
لو مړنۍ علمي او تحقيقي مقالې يې د کابل مجلې په څو پر له بسې ګڼو کې خپرې شوې . په هغو مقالو کې دوست شينواري د لوی استاد عبدالحی حبيبي په ځنو تحقيقي ليکنو کره کتنه و کړه ، دوست صاحت ويل : کله چې زما دغه مقالې خپرې شوې نو يو شمير کسانو انتظار درلود چې حبيبي صاحب به اوس څه ډول غبر ګون وښيي او ماهم هڅه کوله چې په دغو شيبو کې له لوی استاد سره د مخامخ کيدونه ځان وساتم . د تصادف له مخې يوه ورځ د کابل په ښاروالۍ کې دښار په واټونو باندې د نومونو دا يښودلو غونډه وه . زه هم د پښتو ټولنې په نمايندګۍ دې غوندې ته بلل شوی وم. کله چې د غونډې تالارته ننوتم و مې ليده چې ډير دروند مشر حبيبي صاحب هم په هغې غونډه کې ناست و. ما هڅه وکړه چې د استاد له نظره په يوه غلي ځای کې کينم چې نا څا په د استاد سترګې را باندې ولګيدې . له خپله ځايه را پورته شو او په ډيره خوښۍ يې راسره روغبړ وکړ . بيا يې په شا وټپولم او زياته يې کړه : مونږ په خپل وخت کې د خپلې ژبې له پاره همدومره څه وکړل چې په وس مو پوره و . اوس ستاسو د ځوانانو وظيفه ده چې زمونږ نيمګړ تياوې بشپړې کړئ او زه تاته په دې هڅو کې ستر برياليتوب غواړم
دوست صاحب ويل د توقع خلاف د ښاغلي حبيبي صاحب د غه ډول عالما نه غبر ګون زه دې نتيجی ته ورسو لم جې رښتينې پوهان په رښتيني توګه د لوی عظمت او سپيڅلې هيلې لرونکي وي .
د لوی استاذ حبيبي صاحب ډاډ ګيرنې دوست شينواري نور هم و هڅا وه چې خپلو علمي څيړ نيزو کارونو ته په ډاډه زړه دوام ورکړي .
ددوست شينواري چاپ شوي اثار
١_ د افغانستان ژبې او توکمونه: دوست د خپلو لومړ نيو هلو ځلو پايلې يې د (( افغانستان ژبې او توکمونه )) په نامه کتاب کې را ټولې کړې چې په ١٣٤٥ ـ ل کال کې د پښتو ټولنې له خوا چاپ شوی دی .
٢_ د پښتو دولسي ادب لارې : د دوست دهغه کتاب نو م دی چې په ١٣٥٦هـ ل کال د پښتو ټولنې له خوا چاپ او خپور شوی .
٣__پښتانه کو چيان ـــ لومړی ټوک : د پښتو څيړنو دبين املللي مرکز له خوا په ١٣٦٢ ل کال کې چاپ او خپور شوی .
٤__دادب د تيوري اساسونه : دهغه کتاب نو م دی چې د چاپ او څيړ نو دولتي کميټې له خوا په ١٣٦٥هـ ش کال کې چاپ شوی دی .
٥__ زړه پانګه: د دوست پنځم څيړ نيزاثر دی چې د قاموس بڼه لری او په ١٣٦٣ ل کال کې د پښتو څيړ نو د بين املللي مرکز له خوا چاپ شوی دی .
٦__ د خوشحال هغه اشعار چې تر اوسه نه دي چاپ شوي ( څيړنه ، قلمي) دغه اشعار چې د قلمي نسخو څخه را ټول شوي دي يوه برخه يې د خو شحال د کلياتو په لومړي ټوک کې خپره شوې ده چې په ١٣٥٩ل کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا چاپ شوی دی . د يوه مستقل اثر په توګه ﻻنه نه دي خپورشوي خو په قلمي بڼه ددوست په کتابتون کې شته ، کيدای شي په راتلونکې کې چاپ ته وسپارل شي .
٧__ افغانستان په او يستاکې : د نشراتو درياست له خوا په ١٣٦٩ ل کال په کابل کې چاپ او خپور شوی دی .
٨__ژبپانګه : د زړې پانګې د کار ادامه ده چې ددوست صاحب له مړينې وروسته دهغه مشر زوي فضلالله دوست په مالي لګښت په ١٣٧٧ ل کال په پيښور کې چاپ شوی دی .
٩__ پښتانه څوک دي ؟ دا د هغې رسالې نوم دی چې په قلمي بڼه د دوست په کتابتون کې موجوده وه او زياته برخه يې پخوا په پښتو څيړ نو کې چاپ شوی وه . دغه رساله د هغه دوهم زوی همايون دوست په خپل شخصي لګښت په ١٣٧٧ ل کال په پيښور کې چاپ کړې ده .
١٠__ د طبې بوټو قاموس: په اختيارات بديعي کې دذکر شوو طبي بوټو تحليل او څيړنه ده چې د قاموس په بڼه ترتيب شوې . د دې کتاب د چاپ مالي لګښت د هغه دريم زوي روښان دوست په غاړه واخيست چې په ١٣٧٩ ل کال په پيښورکې له چاپه راووت .
د پورتنيو تاليفاتو په څنګ کې هغه اثار چې د ارواښاد دوست شينواري په اهتمام ، تحليل ، تحشيه مقدمه او لغتنا مو سره چاپ شوي په لاندې ډول دي: .
١_ د ميرزا خان انصاری ديوان – پښتو ټولنه ١٣٥٤ ل کال چاپ .
٢_ روښاني رساله ــ پښتو ټولنه ١٣٥٥ هـ ل کال چاپ
٣_ د سکندر خټک ليلا او مجنون ـــ پښتو ټولنه ١٣٥٨ هـ ل کال چاپ
٤_ د صديق ديوان ــ پښتو ټولنه ١٣٥٨ هـ ل کال چاپ
٥_ دعلم رساله ــ د افغانستان دعلومو اکاډمۍ د ١٣٦٤ هـ ل کال چاپ .
٦_ اختيارات بديعي .
سر بيره په پور تنيو اثارو ارواښاد دوست په سلګونو علمي او تحقيقي مقالې ليکلي چې په خپل وخت کې دهيواد په مطبوعاتو کې خپرې شوي دي . دوست شينواري د هيواد په دننه او بهر کې په يو لړ زياتو سيمينارونو او کنفرانسو نو کې برخه اخيستې ده .
هغه د خپلو څيړ نو په پايله کې يوازې د نورو محقيقينو په پل باندې پل نه ايښو ده بلکې د خپلې نظر دور کولو ښه صلاحيت يې هم لرلو
دوست شينواری د ١٣٧٢ ل کال د حمل په يولسمه نيټه د ٥٨ کالو په عمر د زړه دهغې ناڅاپی ناورغۍ له امله چې ورپيښه شوه دافغانستان د مسلحوقو او په څلور سوه بستريز روغتون کې ددې فاني نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې .
جنازه يې د حمل په دولسمه نيټه د کابل ښار د ګڼو علمي او ادبي شخصيتونو او د مرحوم د خپلو انواو دوستانو په بدر ګه د کابل د سمنټ خانې په هديره کې خاوروته و سپارل شوه . روح دې ښاد وي .