ارواښاد جکړ هم لاړ
وايې مرګی او بيلتون دواړه زړه نه لری ځکه يې په چا زړه نه سوزی او نه ورته زموږ د هيواد د قاتلانو، غلو، لوټمارو، جاسوسانو او پرديوپالو غوندې د کونډو، يتيمانو، غريبانو او سپيڅلو انسانانو اوښکې، وينې، سلګۍ، اسويلي او زګيروي ارزښت لري. دغو دواړو بې رحمو ( مرګي او بيلتون ) د ١٣٨٥ کال سرطان د مياشتی په (اتلسمه) نيټه ارواښاد جکړ صيب له مونږ نه د تل لپاره بيل کړ او په هغه لار لاړ چې بيا پرې هيڅکله بيرته نه راځي.
هو ! منو چې هغه له دې نيمګړی نړۍ نه ارمانجن او غمجن لاړ او د تورو خاورو په غيږ کې په ابدی خوب ويده شو خو سپيڅلی اروا يې همدا اوس هم د ګران هيواد ددنګو او لوړو غرونو دپاسه ګرځی . د ننګياليوو او د هيواد د بچيانو د پت او ننګونو سندرې وايي او د بی ننګو او پرديوو د لاس پوڅو له بې ننګۍ نه کرکه کوي.
دا رښتيا ده چې د چا په مړينه يوازې خپله کورنۍ خواريږی اود چاپه مړينه ټولنه او ولس .ارواښاد جکړ هم يو له هغو کسانو څخه و چې په مرګي يې نه يوازې خپله کورنۍ بلکې د ډيرو هيوادوالو زړونه غمجن او اوښکې توی کړی او د ده مړينه يې د هيواد، ولس او ادب لپاره يوه ستره ضايعه وبلله.
ارواښاد جکړ صيب څو اړخيزه شخصيت و. که د يو اديب او شاعر په توګه ورته وګورو بې له شکه چې يو خوږ ژبې، ريالست، هيوادپال، حياناک، مينه ناک، د ننګونو، غورځنګونو او رنګونو شاعر و. د مظلومانو ملګری او د فرعونانو سره يې جوړه نه وه
که د مسلک له پلوه يې کړه وړه و څېړو، ګورو چې يو زړه سواند، رنځپوه، خواخوږی، مهربان او د سپيڅلی احساس لرونکی ډاکټر و له يوی خوا يی د ناروغانو درملنه کوله او له بلی خوا يې د هيواد بچيانو ته روغتيا يې لارې چارې ښودلې چې د خپلو ښونيزو او روزنيزو خدمتونو په لړ کی د پوهنمل تر علمی رتبې رسيدلی و.
د زياتو طبی مقالو برسيره يې د نړۍ د ډيرو معتبرو او باوری طبی اثارو نه په استفادی سره انګليسي _ پښتو طبی ډکشنرۍ وليکله چې نن ورځ په طبی مرکزونو کې د يوه معتبر ماخذ په توګه ورنه ګټه اخستل کيږي.
که د هغه په ملي او علمي شخصيت غږيږو نو بيا ويلی شو چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې يې قلم ، کتاب، لوستل او ليکل ملګری وو. هيواد او ولس ، ملي فکر او ملی خپلواکی ورباندی تر هر څه زياته ګرانه وه او له بلواکۍ نه يې کرکه کوله نو ځکه به تل د پرديوو پالو سره لاس او ګريوان و.
که څيړنيز کارونه او خدمتونه يې په پام کې ونيسو ، نو بيا په زغرده ويلای شو چې د زياتی ناوزګارتيا سره، سره ، د تدقيق او تحقيق په برخه کې د يو ځلانده ستوری په توګه ځلېدلی چې د بېلګی په توګه يې انګليسي _ پښتو طبي ډکشنري ، دافغاني هندوانو او سکهانو څيړنيز اثر يې د ستاينې وړ کارونه دي
د ارواښاد جکړ صيب يو شمير درانه استادان او همصنفيان وايې ، کله چی د ننګرهار د طب په پوهنځی کې په پښتو د زده کړې لړۍ پيل شوه نو په پښتو د درسي موادو د ژباړې په برخه کې ارواښاد جکړ صيب نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړي دي .
که د هيواد پالنی او پاک نفسۍ ننداره يې کوو نو بيا وينو ، سره له دي چې هم ډاکټر و، هم جنرال و او هم يې دپوهنمل علمي رتبه لرله خود دندې تر پايه په کابل کی په کرايي کور کې اوسيده اوهيڅکله د خپل کور څښتن نه شو
د ارواښاد جکړ صيب د جل وهلي ګلونو هره څلوريزه دهغه وخت د رژيم د وحشت يو ژوندی تاريخ دی. دا څلوريزی بر سيره پر دی چې شعری خوند او رنګ لری، ټول ادبی نزاکتونه هم په کې ساتل شوی، مانيزه او جوليزه ښکلا په کی ده ، د راتلونکی کول لپاره يوه داسی هنداره ده چې د پرديو پالوو د وحشت او دهشت بدرنګه څيره او شوم کړه وړه په کی په ښه توګه ليدل کيږي.
د (جکړ) د اوچ هډونه ټول کيسی دي
پـــــــه دې پټو کيسو کله څوک پوهيږي
درنو لوستونکو ! زړه می غواړی چې د جل وهلو ګلونو په څلورزيو د خپلو اوښکو او د زړه د وينو په رنګ ډير څه وليکم خو چی ارواښاد جکړ صيب می سترګو ته ودريږی، ستونی می غريو ونيسي ، سترګی می له اوښکو ډکی شی او قلم مې د لاسه ولويږي . نو ځکه خپلې خبرې لنډوم او په پای کې خپل هغه شعر چې د جکړ صيب د مړينی په لومړۍ ورځ مې ليکلی د هغه سپيڅلی اروا ته ډالۍ کوم. روح دې ښاد وي .
دا دنيا شوه په ګناه باندې ککړه
بختور وې ترينه لاړ يې جکړه
ته خو لال وي خړوخاورو کی اوس پروت يې
مرګي بيل کړی د يو چا د (هار) له لړه
زه دې پريښودم غمو ته او ته لاړې
زما مينه دی يتيمه کړله مړه
هم ډاکتر وی، هم جنرال وي هم پوهان وی
وی بې کوره او کاسه دې نه وه غوړه
ستا بيلتون می دزړه زور په خدای اوبه کړ
ځم په لاره لګومه اوس لکړه
په دعا به دی زه لمانځمه ستا نوم خو
ما ليکلی دی د خپل زړګی په دړه
د اوبو سندرې يې تا پسې شوی ساندې
تا به خوند چې اخسته له کومه خوړه
ستا په څير اصيل بچيان يې خاوری کيږی
د جانان هيواد فضا ده خړه پړه
دين وطن درباندې ګران له خپل ځانه
د خالق په نامه کړې وه تا لوړه
هيڅ يې سر پيدا کولی( زړه سواند) نه شي
مشوړه د ژوندانه يې شوه ترې جړه
په مينه
حبيب الله زړه سواند شينواری
ننګرهار – جلال آباد
٢٦/٠٩/١٣٨٥