دارواښاد ډاکټر جکړ شينواري لنډه پېژندګلوي !
نوم : غلام جان جکړ شينواری
پلار نوم : ګل شيرخان
د زيږيددو کال او ځای : ١٣٢٥ ل کال ، د کوټوالو کلی ، هسکې مينې ولسوالۍ ، ننګرهار ولايت
زده کړې :
_ د ( الف، ب ) سپاره يې د خپل کلي په جومات کې د کلي له ملاامام څخه ولوسته.
_ دينی او د حُسن خط زده کړې يې د خپل مشر ورور ، خدای بخښلی مولوي حزب الله جان څخه تر لاسه کړې .
_ په ١٣٣٤ ل. کال کې د رحمان بابا په ليسه کې شامل او په ١٣٤٤ ل. کال کې د همدې ليسې څخه په اعلی درجه فارغ شو
_ په ١٣٤٥ ل کال کی د ننګرهار طب پوهنځی کې شامل او په ١٣٥٢ ل. ل کال کې له همدې پوهنځۍ څخه فارغ شو.
_ د تحصيل درجه : د طب ماسټر (M.D)
_ علمي درجه پوهنيا ر.
* په ١٣٦٨ ل کال د کورنيو چارو په وزارت کې د خپلې نوبتي ترفيع په لړ کې د ډګروال له نظامي رتبې څخه د بريد جنرال نظامي رتبې ته ورسيد .
* د (١٣٦٩-١٣٧٠) ل کلونو په موده کې دڅرخي پله په زندان کې بندي و
* په ١٣٧١ ل. ل کال کې يې رسمي تقاعدتر لاسه کړ ..
له همدې نيټې وروسته کله چې په کابل کې تنظيمي خپل منځي جګړو اور بل شو ، کابل يې پريښود او خپل پلرنی ټاټوبی د شينوارو د هسکې مينې ولسوالۍ ته لاړ او د مرګ تر وخته ، په همدې ولسوالۍ کې دخپلو رنځورو هيوادوالو په خدمت بوخت و .
* ١٣٨٣ل کال کې د خپلې ميرمنې سره يو ځاې ، د حج د مبارکې فريضې د ادا کولو له پاره بيت الله شريف ته لاړ .
* ١٣٨٥ ل. کال د چنګاښ (سرطان) د مياشتی په اتلسمه نيټه د وينې د سرطان د ناروغۍ له کبله يې د تل له پاره له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې او د حق لاره يې ونيو ه ، .روح دې ښاد وي
چاپ شوی اثار يې :
١. د مخدره موادو زيانونه، کابل ١٣٦٦ ل کال چاپ
٢. لومړی طبي مرستې، کابل ١٣٦٨ ل کال چاپ٤
٣. انګليسي – پښتو طبي ډکشنري ، پيښور١٣٧٨ ل کال چاپ
٤. ساري ناروغۍ ....کال چاپ
٥. ناريه جروحات (د طب د محصلينو لپاره درسي کتاب)..
٦. کستري ګلونه، د شعري غزلو مجموعه کابل، ١٣٦٧ ل کال چاپ
٧. د ماشوم ترانې، دشعرونو مجموعه پيښور ، ١٣٧٩ ل کال چاپ
٨. افغاني هندوان او سکهان _ تاريخي څېړنيز اثر پيښور .١٣٨١ ل کال چاپ
٩. جل وهلې ګلونه، د پلچرخي د زندان د شپو او ورځو څلوريزې.
( همدا اثر ) پيښور ١٣٨٦ ل کال چاپ.
نا چاپ آثار:
١. ليونۍ دنيا
٢. اباسين څپی څپی
٣. د سپين غر هيلی
٤. تيندک او ډغره
٥. بريښ او ښکالو
٦. ګلونه او بريښونه
٧. د وطن زوز
٨. سوال او دُعا (ماثوری دعاګانی).
٩. د حج لنډ لارښود
١٠. چی ولسونه ژاړی
١١. مهاتماګاندی
١٢. نن شپه اوښکی څاڅی
١٣. پښتنی ښکلا په پښتو ادب کی.
١٤. ادبی ټوټی او لنډې کيسې .
١٥. د پاپين شاهان د هسکی منيی د تاريخ او جغرافيوی موقعيت سره.
١٦. عدلی طب
١٧. کورنی ژوند ليک!
١٨. د سپين غر طبي بوټي
د ارواښاد جکړ شينواری په سل ګونو علمي، تحقيقاتی او ادبی څيړنی د ننګرهار په مجله او ورځپاڼه، هيواد ورځپاڼه، پکتيا مجله، ژوندون مجله، انيس ورځپاڼه او د هيواد په نورو ورځپاڼو او مجلو کې وخت په وخت چاپ او نشر شوی دي