يوليد يو وير

خدايه څه شول هغه ښکلی ښکلی خلک
په ظاهر او باطن سپين سپيڅلی خلک

٢٠٠٦ م کال د جولائی  اتمه نيټه وه ، د انګلستان د ستړو ماښامونو په تورو لړوکې خپل کورته راغلم ، د کمپيوټر بټن مې ووهله ، د ټول افغان انټرنيټي پاڼې ته مې سر ورښکاره کړ ،   ناڅاپه مې په دې ليکنه  سترګې ولګيدې:
(  ډاکټر جکړ هم د روان ناتار بلهار شو)
د خبر  په لوستلو هک پک  شوم .د مسافرۍ په يوازې جونګړه کې  يوه لويه  شيبه د بې خودۍ نړۍ ته لاړم ، کله چې  يو څه په هوښ راغلم ، د پلار هغه خبرې را په زړه شوې  چې دوه ورځې د مخه يې  د تليفون په ليکه  را سره  کړې وې .
پلار په تليفون کې له  ماسره  د تل په شان روغبړ وکړ ، د خپلې مور د صحت او روغتيا ډاډ  يې راکړ خو دايې راته ونه ويل چې زه د لاعلاجه ناروغۍ په بستره کې پروت يم ...
موبايل فون ته مې لاس  تيرکړ ، خپلی مور ته مې  تليفون وکړ  ، د مورد غږپه اوريدو  يو  څه ډاډه  شوم . ځکه مور مې هم ناروغه و ه ، ما سره دا  انديښنه وه چې خدای مه کړه  د پلار مرګ مې د مورپه ناروغۍ ناوړه اغيزه نه وي کړي. دخپلې ګرانې  مور سره د خبرو  وروسته يو ځل بيا د خپل ماشومتوب  نړۍ ته لاړم 
هلته مې د خپل پلارد اکوبکو،  اباسين بيړ ۍ بيړۍ  غږونه  واوريدل ، .هغه ترانۍ او شعرونه مې  زمزمه کړل چې پلار به راته د خوب په وخت کې اورول ، هغه نصحتونه را په زړه شول چې تل به  پلار راته د خپلې  ښې راتلونکی په باب.  کول  .
دوطن او ولس  د سوکالۍ او نيکمرغۍ سره مې د  پلار، بې کچه مينې شعر زما د خيالونو دا لړۍ  هم پرې شوه : 
.
دا زما ارمان دی چی دا سمه غرومو ښکلي شی
مينه اواخلاص وی ټول سپين روبی مو منلي شی
نور دا لوځې خپې سرتور سرونه خوارکي بچي
ښکلی شي را پوه شي روغ رمټ شي نازولی شي
ورکه بدبختي شي د قران ښوونه ومني
پوشی سره موټي شی ورونه شي ښاغلي شي

هو ! ميړونه مری خو ميړاڼې پاتی کيږی.،  زه  باور  لرم چې زما د پلار له لاسه به لا تراوسه د چا خبره  ميږی هم نه وی آزار شوی. هر څوک يې  چې  پيژنی دهغه د ښو او سپيڅلي انساني خصلتونو ستاينه کوي نو ځکه  زه وياړم ،  د داسې يو چا اولاد يم چې هغه له يوې خوا ټول عمر دخپلو  رنځورو هيوادوالو په خدمت کې تير کړی او د بلې خوا  د خپلې مورنۍ ژبې پښتو د ادب ميدان يې هم تود ساتلی دی
( جل وهلی ګلونه ) زما د پلار د شعرونو هغه ټولګه ده  چې د زندان د تورو تمبو تر شا يې ليکلي دي  . دا مې د پلار د ژوند پر مهال چاپ ته چمتو وه. خو د اقتصادی ستونزو له امله تر دی دمه  ناچا په پاتی وه.
د پلار له مرګ نه وروسته مې يوازينۍ  هيله دا  وه چې دخپل  ارواښاد پلار د ژوند سختو شيبو  هنداره  د لوستونکو مخ ته کيږدم . دا هيله مې هغه وخت په غوړيدو شوه چې  د خپل عزيز او د خپل پلار پخواني دوست انجنير ستانه مير زهير سره مې  شريکه کړه ،  زهير صاحب  نه يوازې دا چې د کتاب چاپولو ته وهڅولم ، بلکې د خپلو نيکو مشور و او دکتاب د چاپولو په برخه کې  يې هم  را  ته  ټټر و وهلو چې زه ترينه  يوه نړۍ مننه کوم
زه باور لرم چې دا اثر به  زما پلار اروا ح  ښاده  کړی
                                                                 روح دی ښاد اوسه ، پلار جانه !
                   ا باسين جکړ
               کونټری - انګليستان
                  2007.10.27